پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهترکي پانګوال د پانګونې د ارزولو لپاره افغانستان ته سفرکوي

ترکي پانګوال د پانګونې د ارزولو لپاره افغانستان ته سفرکوي

تاند:( شنبه، د قوس شپږمه)‏‏ طالبان وايي، چې يو ترکي پلاوی به کابل ته راځي څو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وڅېړي.

 ‏‏د طالبانو د يوې اعلاميې له مخې، د دوی د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګین سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

سرچينې ويلي، په دې کتنه کې د ترکیې سفیر وویل چې دوی د سرې میاشتې په مټ افغان کډوالو او بېځایه شویو ته مرستې رسولي او د مرستو یاده لړۍ لا هم دوام لري.

هغه زیاته کړه چې ترکیه له کرنې وزارت سره د اصلاح شوي تخم مرسته کوي او په قندهار، هرات او کجکي ولسوالۍ کې به د هغو عمراني پروژو کار چې ترکیه یې تمویلوي، دوام وکړي.

د ترکیې سفیر څرګنده کړه؛ د ترکيې پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي چې یو شمېر به یې په راتلونکي اوونۍ کې افغانستان ته سفر وکړي.

 مولوي عبدالکبیر په دې ليدنه کې د افغانستان او ترکیې مناسبات لرغوني او دوستانه وبلل.

 هغه وویل چې ترکیه تل د متحد افغانستان غوښتونکې ده.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د ترکیې مرستو او همکاریو ته اړتیا لري او طالبان غواړي چې ترکیه په افغانستان لا زیاته پانګونه وکړي.

مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د تیکا موسسې فعالیتونه وستایل او د دغه بنسټ د لازیاتې مرستې غوښتنه یې وکړه.

 هغه څرګنده کړه؛ هغه ښځې چې په بېلابېلو ادارو لکه پاسپورټ ریاست، هوایي ډګر او د روغتیا سکتور په برخو او په اکثره ولایتونو کې د نجونو په ښوونځیو کې کې کار کوي، فعالې دي.

د ده په وینا؛ د نوې تعلیمي طرحې په بشپړولو سره به په راتلونکي کال کې په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

ترکيې د نړۍ د ټولو هېوادونو په شان، په افغانستان کې د طالبانو واکمني په رسميت نه ده پېژندلې، خو سفير یې په کابل کې موجود دی او وخت په وخت طالب چارواکو سره لیدنې کتنې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب