دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد ملا حسن اخوند لومړنۍ وينا، مهم ټکي يې دلته ولولئ

د ملا حسن اخوند لومړنۍ وينا، مهم ټکي يې دلته ولولئ

تاند:( شنبه، د قوس شپږمه)‏‏ ‏د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند، د طالبانو د درې مياشتينۍ واکمنۍ له پیل راهیسې په خپله لومړۍ وينا کې ملت ته وويل، چې د رزق وعده د دوی امارت نه ، بلکې خدای پاک ورکړې ده.

‏نوموړي لږ وړاندې په يوه غږيزه وينا کې وويل: د اشغال پای او اسلامي نظام راتګ د الله لوی نعمتونه دي او که چيرې خلک له قيمتۍ او بيکارۍ څخه شکايت کوي د الله ددې نعمتونو کفران دی او خدای مه کړې په لوی عذاب به اخته شي.

‏ملا حسن اخوند دا هم وويل، چې د دوی په اداره کې هر قوم او قشر خپل ځان لیدلای شي.

د‌ ده په وينا، که امريکا د افغانستان کنګل کړې بانکي زېرمې خوشې کړي، ټولې اقتصادي ستونزې به ورسره حل شي.

‏حسن اخوند دا هم وويل، چې تیر دولت ټول گډونه نه و.

‏د‌ طالبانو د حکومت مشر دا هم وويل، په دنیا کې چې څوک انتخابات وګټي هر ګوند خپل د ګوند کسان ټاکي نه د مخالفینو.

‏رئیس الوزرا زياته کړه: اشرف غني بنسټونه وران کړي وو او ټول هغه بنسټونه چې پیسې په کې وي ټول یو ځای ته راټولې کړې وې.

هغه ادعا وکړه، چې د طالبانو ادارې د ښځو حقونو خوندي کړي دي.

د‌ ده په خبره، پر ښځو شرعي علوم فرض شرعی علوم فرض دي نورو علومو ته چې وخت وي تر خپل وسه به یې ترلاسه کړي.

‏رییس الوزرا په خپله وینا کې د هېواد د وضعیت په هکله وايي چې هغوی خلکو ته ژمنه کړې وه چې د یوه اسلامي حکومت لپاره مبارزه کوي او پر خپلې دغې ژمنې یې وفا کړې ده.‎

‏رئیس الوزرا خپلو چارواکو ته په خطاب کې وویل:تاسو ته شل کاله ولس ځای درکړ، د خپلو خولو ډوډۍ یې درسره نېمې کړې، اوس ستاسو وار دی چې پر دوی شفقت وکړئ او شکر یې ادا کړئ.

ملامحمد حسن اخند پر مخکينيو چارواکو هم نيوکې وکړې.

ده وويل: پخوانيو حاکمانو ته که نړۍ د متفکرينو القاب ورکړي و خو نظام يې شکولی و, اشرف غني هره د عايداتو اداره جداکړې او ارګ کې يې بانک ورته جوړ کړی و, ددې ستونزې د حل لپاره مو اقتصادي کمېسيون ټاکلی دی.

‏رئیس الوزرا زياته کړه: بعضې کسان داسې څرګندونې کوي چې ملت ته تشویش ور اچوي او د نظام په اړه یې بدګمانه کوي.

‏دغه لوړپوړي طالب مشر دا هم وويل، چې له فتحې سره سم ټولو هغو کسانو ته عمومي عفوه وکړه چې شل کاله یې له دوی سره په جګړه کې تېر کړل.

د ده په وينا، د داسې عفوې مثال په تاریخ کې نشته.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د خلکو کورونو ته ورتلونکي کسان مجاهدين نه بلکه ټوپکيان دي او زما قاطع امر دی چې خلع سلاح شي.

‏د‌ نوموړي وینا په ټولنیزو رسنیو کې مختلفو غبرګونونه سره مخامخ شوي.

ده په خپلو خبرو کې ډېر ټینګار د ښځو په حقونو وکړ او ویې ویل چې د دوی حکومت د ښځو حقونه په ځای کړي دي ځکه چې په وینا یې په پخواني حکومت کې ښځې امن نه وې خو اوس هیڅوک ښځو ته په بده سترګه نه شي کتلی.«د ښځو حقوق خو امارت ورکړل، د ښځو عفت یې خوندي کړ، عزت یې خوندي کړ، ابرو یې ورخوندي کړله، هیڅوک دومره نر په ټول افغانستان کې نه سته چې یوې ښځې ته په بد نظر وګوري.»

ملاحسن اخوند له طالبانو څخه د رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د حقونو او تعلیم په اړه د نړیوالو غوښتنو ته په اشارې وویل، تعلیم تر یوه حده په افغانستان کې د نجونو لپاره شته او نور به هم که شرایط برابر شول، او موقع برابره وه پراخ شي.

خو ملا حسن اخوند د دې په ترڅ کې چې علم په نر او ښځه فرض وباله، یادونه وکړه: «هغه تعلیم چې الله (ج) یې له بنده څخه غواړي هغه شرعي علوم دي، دا پرې فرض دي او نور که وخت ورته پیدا سي او موقع برابره وي، مشکل نه وي هر څوک کولی سي چې تر خپل وس او طاقته پورې علم وکړي چې نور مشکلات نه وي.»

ده بیا بیا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د امنیت یادونه وکړه او اوسنی امنیت یې د پخواني نظام له دورې سره پرتله کړ.

ملاحسن د افغانستان روان بشري او اقتصادي بحران، له نړیوالې ټولنې سره تعامل، د رسمیت پېژندو ستونزې، د امریکا له لوري د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل کېدو، د طالبانو د حکومت اقتصادي پالیسیو او خلکو ته د کار او روزګار په اړه د خپل حکومت د پلانونو په اړه هیڅ ونه ویل.

تاسې خپله تبصره راته په کمينټونو کې ليکلی شئ.

13 COMMENTS

  1. ((…د رزق وعده د دوی امارت نه ، بلکې خدای پاک ورکړې ده.))
    دا خبره د ملا حسن نه ده، دا د وحشي منحوس ټالب خبره هم نه ده…. دا د هر وحشي جاهل توهمپال نجس عرب سري پټان نړۍ ليد دی چې غاپي( الله رازق مطلق دی). مانا:
    د ملا حسن ځناور رمباړې د ۳۰ میلیونو وحشي خرافاتي پښتون دعقیېدې او ژوند تمثیل دی…
    نړۍ کې همدا یو وحشي قوم دی چې ډوډۍ د خدای ماموریت بولي …
    په سیاسي او پنجابي اړخ یې نه اوس خبره نه کوم چې دې خبرو تر شا څه او څه….

  2. دا ډیر بیچاره او مظلوم خلک دي. له ډیرو ابتدايي مسایلو سره بلد نه دي. لعنت دې پر پاکستان شي. زموږ سره یې سخت ظلم وکړ. پر مونږ د ډیر کلیوالي او د ټیټې سویې د مسجد ملا د رهبر په توګه تحمیلوي او ځان ته بیا د انګلیستان د اکسفورد تعلیم یافته ګان غواړي.
    زه ملا حسن ته قطعاً بد نه وایم او بلکه زړه سوی مې ورسره ډیر شو ځکه چې ډیر ساده راته ښکاره شو. د دوی له سادګۍ نه پاکستان څومره سو استفاده کړې ده.
    افسوس په مونږ بد قسمته افغانانو

  3. دا بیچاره خو نهایت بیچاره راوخوتلو
    په دې شي به افغانستان ابادیږي. کاشکي مو متوکل، ملا ضعیف، ملا عبدالحکیم مجاهد، سهیل شاهین، عباس ستانکزی یا یو بل ملا رامخکې کړی وای. افغانستانه غرق شوې

  4. دوستانو د یوه ابتدايي جومات د ملا سطحه په همدې حد کې وي. باید ګیله ونه کړئ. له ده نه د اظهر یا د قم د ملایانو توقع ونه کړئ. زه له اوله هم پوهیدم. نور یې هم د ده نه ډیر اوچت نه دي. ممکن ځینې یې چې په قطر کې یا نورو ملکونو کې وخت تیر کړی او د هغو ژوند یې له نږدې لیدلی یو څه وپوهیږي لاکن هغوی چې دا تیر ۲۰ کالونه یې د بلوچستان صوبې په روسته پاتې سیمو کې تیر کړی، هماغه شنه دي چې دي.

  5. د رییس الوزرا د وینا مهم ټکي:
    د ريیس الوزرا ارشادات:
    ـ ازادي موږ درکړه، رزق له خدایه وغواړئ.
    ـ که امارت کې ډیر په تنګ یاست، وزشئ خلافت راولئ.
    ـ زه څه اشرف غني نه یم، چې چغې سورې ووهم، که په صوتي وینا مې بسنه کوئ وکړئ ګني لاس مو تر دوحې خلاص.
    ـ خارج ته مه ځئ، هلته څه کوئ؟ وار وکړئ ټول جنت ته استوم.
    ـ شیخ حسنه پټه خوله د بهتري ده.
    ـ ملت دې سهار کې په یخو اوبو استنجا سره ځان بلد کړي.
    ـ سر له سبا د باران لپاره استسقا ته راووځئ، که ونشو مظاهرو ته هم چمتووالی ونیسئ.
    ـ بله وینا به درې میاشتې بعده کوو.

  6. داخو هغه خبری دي،
    چې زموږ د کلی پر جومات کې یې هره جعمه مبارکه کې ملایان کوي،
    ته اوس یوازی ملا صیب نه،، اوس پاچا سلامت د ټول وطـن یې،
    یوازی وطن پردوعاګانو نه جوړیږي، که جوړیدلي اوس به وختی جوړ وي،
    ولس درنه کار روزګار ډاډ او د وطن د ابادی، خیر ښیګڼی، تعلیم،بیا رغونی ابادي، او وطن د نورو هیوادونو رکم د سیالیدو خبری درنه غواړي،
    عبدالرقیب رقیب

  7. یو چا ته مې وویل څه کوې؟
    ویل ناست یم شکرونه وباسم او الله تعالی ته بغارې وهم.
    ډیر افغانان لګیا دي همدا کار کوي.
    وایم ولې؟ ویل رئیس الوزار د درې میاشتنۍ چوپتیا وروسته نن ولس ته وویل.

  8. ريیس الوزرا حیران دریان دی چې که خبرې نه کوي هم خلک شکایت لري او وايي چې ولې ګونګی دی او اوس چې یې خوله خلاصه کړه بیا هم شکایت دی چې چټیات یې ویلي. لږ له انصافه کار واخلي. ريیس الوزرا خپل حال ته پریږدئ.

  9. د ملاآی اس آی د کور وران شي ، پدې بېسواده او احمق رئیس الوزرا.
    آیا کوم بل څوک پدې یوه پاده ملایانو ، حقانیانو او ټالبانو کې نه پیدا کېده ؟
    اوس مو عقل سرته راغی چې د ملا باقي په قول ولې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د پوهنتون فارغ التحصیلان د دوی په درد نه خوري ؟

  10. اکثره افغانان او اکثره تبصره کوونکی ډیر ناشُکره! دی.
    د ملا حسن په قدر به هغه وخت پوه سو کله چی مړ سی او تُف دانۍ ئې د لندن د موزیم په لومړی او ارزښتناک ویترین کی د نمایش پتوګه کېښودل سی.

  11. AFTER THREE MULA SAHIB REVIEW THE SAME WORDS.
    THE MULA EMAM OF OUR VILLAGE SAY SAME THINGS;
    MULA SAHIB DOCTOR ASHRAF GHANI WAS STANDARD WITH INTERNATIONAL LEVEL.
    YOU MULA HASSAN ARE SHAME FOR US/YOUR SPEECH IS VERY SIMPLE LIKE ONE STREET MAN.
    DOCTOR SAHIB ASHRAFGHANI WAS ECONOMIST/HE SPEAK SEVERAL LANGUAGE;
    LIKE PASHTO ARABIC FARSI ENGLISH SPANISH URDO
    DOCTOR SAHIB GHANI KNOW AFGHANISTAN HISTORY FOR 1000 YEARS.
    PAKISTAN WANT THAT WE AFGHAN MUST HAVE PRESIDENT MULA HASSEN.THES WAY PAKISTAN DON,T WANT ASHRAF GHANI.
    SORRY WE MISS DOCTOR GHANI

  12. بهتيريني خبري يې کړي دي، موږ ته سرې کرښي د اسلام احکام دي نه د کفري نظام، تير نظام کي چي ټول ژبور او ماسټران وه، ټول غله، مفسدين، زنکه بازان، بچه بازان، رشوت خواره، جاسوسان، پر امريکايانو ناموس پروشان وه، ډیر دیکتاتورانه حکومت وه.
    يو عادي امر به پيسې د عیاشی دپاره دوبی ته وړلې.
    اصل کي خبري نه دي مهمي عمل مهم دی.
    کم کسان چي ډالری معاش يې بند دغلا اوفساد لاري پر تړل سوي، ټول به يې په بد نامه يادوي.
    اشرف غوويي چي اواز به يې وکښی لکه چغال ته چي نافهمه ګوتي ورکې مکر په عمل کي هيڅ هم نه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب