جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهحمید خراساني د پنجشېر امنیت آمریت نه ګوښه که استعفا یې وکړه؟

حمید خراساني د پنجشېر امنیت آمریت نه ګوښه که استعفا یې وکړه؟

تاند:( پنجشنبه شنبه، د قوس څلورمه)‏‏ د پنجشیر د امنیت آمر په توګه د طالبانو لخوا ټاکل شوي عبدالحمید خراساني له خپلې دندې څخه د استعفا خبر ورکړی دی.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو منځ کې د داخلي اختلافاتو له کبله یې دندې نه استعفا کړې ده، خو د طالبانو مخلص غړی به وي.

حمید خراساني د طالبانو په منځ کې د ناصر بدري په نوم مشهور دی او د پنجشېر له نیول کیدو سره سم د دې ولایت د امنیت آمر ټاکل شوی و.

نوموړی په کابل کې په پراخو باج اخیستو، زور واکۍ او بدماشۍ تورن و.

مخکیني حکومت د خراساني د نیول کیدو لپاره څو ځله په پنجشېر کې عملیات وکړل، خو په نیولو یې ونه توانیده.

ویل کیږي، چې خراساني د خپلو همدغو جرمونو له کبله طالبانو ته پناه وړې وه او بیعت یې ورسره کړی و.

د پنجشېر د امنیت آمر په توګه د هغه ټاکل کیدل له ولسي نیوکو سره مخ شوی و.

ګومان کیږي، چې خراساني به له دې وېرې دنده پریښې وي، چې د طالبانو د لیکو د تصفیې په لړ کې به له دندې ایسته کړل شي.

د طالبانو د لیکو د تصفیې کمیسیون ویلي، چې بدنامه او منفوره خلک به زر له خپلو لیکو ایسته کړي.

د دوی د دې کمیسیون چارې د خلکو له هرکلي سره مخامخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب