شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهم.م: د منځنۍ اسیا تر ۱۰ زرو ډېر ترهګر په افغانستان کې...

م.م: د منځنۍ اسیا تر ۱۰ زرو ډېر ترهګر په افغانستان کې جنګیږي

تاند:( پنجشنبه شنبه، د قوس څلورمه)‏‏ د ملګرو ملتونو د نیشه یي توکیو او جرامیو پر ضد د مبارزې سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو څه باندې ۱۰ زره ترهګر په افغانستان کې د فعالو ترهګریزو سازمانونو په چوکاټ کې جنیګیږي.

 دغه دفتر د ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د همکارۍ تړون هم پرون لاسلیک کړ.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې دا هم ویلي، چې د دغو جنګیالیو یوه برخه د طالبانو او یوه برخه د نورو ترهګرو ډلو ملګري دي.

 یادې ادارې ویلي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه ورځ تربلې د ترهګریزو سازمانونو د نفوذ زیاتیدو قربانیان دي او باید ژغورلو ته یې جدي پاملرنه وشي.

طالبانو د ملګرو ملتونو دغه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په خپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو موجودیت رد کړی و.

څه موده مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، چې له منځنۍ اسیا سره په پوله کې پر افغان خاورې تر ۲ زرو پورې داعش جنګیالي منځنۍ اسیا ته د اوښتو پلان لري.

د هغه په وینا، که طالبان دا وسله وال ونه شي ځپلای، دوی به یې خپله پر ضد لاس په کار شي.

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وویل، چې داعش د افغانستان په څلور دېرش واړو ولایتونو کې فعال شوی او طالبان یې په ځپلو نه دي توانیدلي.

طالبان بیا داعش جدي ګواښ نه ګڼي او وایي دوی یې د ځپلو وړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب