یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهفاکس نیوز: که افغان کومانډویان ونه ژغورل شي، داعش ته به لاړشي

فاکس نیوز: که افغان کومانډویان ونه ژغورل شي، داعش ته به لاړشي

تاند:( شنبه، د عقرب دوه ويشتمه) د امریکا فاکس نیوز خبري شبکې په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې که په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ایسار پاتې افغان کومانډویان ونه ژغورل شي، له داعش ‌ډلې سره یې د یو ځای کیدو خطر جدي دی.

سرچینې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له یوه قومندان سره د مرکې پر بنسټ دا راپور چمتو کړی.

امریکایي قومندان فاکس نیوز ته د افغان کومانډویانو د وړتیاوو ستاینه کړې او ویلي،چې د ګډ کار پر مهال یې ورسره موندلې، چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په شان پرمختللي ځواکونه دي.

یاد شوي قومندان ټینګار کړی، چې په امریکا کې له ټولو اړیکو او لابۍ کار اخلي، څو دغه افغان کومانډویان له افغانستان څخه خوندي وویستل شي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې له دې پرته به د طالبانو له لوري د مرګ د ورپېښ ګواښ، د شدید فقر او دغه راز د داعش ډلې له لوري د دغو کومانډویانو د جذب لپاره د شته فرصتونو او هڅو په اساس به دا ځواکونه له یادې ډلې سره یو ځای شي.

سرچینې دا کار خطرناک ګڼلی او ویلي، چې تر هغه وضعیت مخکې باید امریکا د دغو کومانډویانو مرستې ته ورسیږي او له افغانستان څخه یې وباسي.

طالبانو بیا په دې اړه راپورونه رد کړي او تبلیغات یې ګڼلي.

1 COMMENT

  1. AFGHAN KUMANDO ARE STRONG/CLEVER/INTILEGENT
    UNFEARLY THEY DON,T HAVE POLITICAL KNOWLEDGE
    IF NOT.TALIBS CAN NOT GET POWER
    THEY MUST STAY IN AFGHANISTAN
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب