یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د چين نړيوال وارداتي نندارتون

د چين نړيوال وارداتي نندارتون

جان روان ځاځی

د چين نړيوال وارداتي نندارتون په لومړي ځل د ۲۰۱۸م کال په  نومبر کې ترسره شو او اوس د هر کال په همدې مياشت کې ترسره کيږي.

د چين د وارداتو سږنی څلورم نندارتون د نومبر په  څلورمه نېټه د نړۍ په درېيم لوی پولي مرکز او د چين په ختيځ شانګهای ښار کې پيل او تر لسمې نېټې پورې يې دوم وکړ.

د چين د وارداتو په نړيوال نندارتون کې هر کال د بهرنيو هيوادونو غوره توليدات نندارې ته وړاندې کيږي او د نړيوالو تصديو او شرکتونو لپاره د بازار موندنې ښه فرصت بلل کيږي.

په داسې حال کې چې کرونا وبا د نړيوال اقتصاد ستنې لړزولي او د ډېرو هيوادونو اقتصادي پرمختګ يې مخ په ځوړ روان کړی، د چين نړيوال وارداتي نندارتون د بهرنيو هيوادونو تصديو او سوداګرو ته د ګټې وټې ډېر ښه فرصت برابر کړی دی.

ټولو ته مالومه ده، چې چين د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس، دویم اقتصادي ځواک او د لګښت لوی بازار لري او له همدې امله نړيوال شرکتونه هڅې کوي، چې د همدې وارداتي نندارتون له لارې د چيني مشتريانو باور خپل کړي او خپل غوره او ښه توليدات نندارې ته وړاندې او سوداګريزې معاملې ترسره کړي. 

د چين په څلورم نړيوال وارداتي نندارتون کې د افغانستان توليدات او محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي وو او د خلکو پاملرنه يې راجلب کړې وه.

 افغانستان يو زراعتي هېواد دی او ښې پرېمانه طبيعي زيرمې هم لري او له شک پرته زراعتي محصولاتو او خامو موادو ته يې ګرده نړۍ اړتيا لري، نو دغه هيواد کولی شي، چې د صادراتو له لارې خپل اقتصاد ورغوي او د خپلو خلکو غریبي غوڅه کړي.

جلغوزي په چين کې ستر بازار او مينه وال لري؛ د چين په شمال ختيځ کې هم دې ته ورته يو ډول جلغوزي شته، خو پوستکی يې سخت دی او  په اسانه نه ماتېږي. 

د افغانستان جلغوزيو پوستکی نازک دی او په اسانه لرې کېدلی شي، مغز یې هم لوی او خوند يې هم ښه دی، بل دا چې د افغانستان جلغوزيو کې هيڅ کيمياوي مواد نشته او له ونو څخه تر راشکولو، ټولولو، پاکولو او پخولو پورې هيڅ شی پکې نه ګډيږي، يوازې لږ مالګين خوند پکې پاتې کيږي او نور هيڅ ډول کيمياوي مواد ورسره نه یو ځای کيږي.

که څه هم د افغانستان جلغوزي ډېر ښه کيفيت لري، خو مخکې چين ته په مستقيم ډول نه شوای صادرېدای؛ پخوا د افغانستان جلغوزي د سوداګريز محدوديت له امله يوازې په ټيټې بيې لومړی پاکستان ته صادرېدل او د پاکستان په مارک بيا په چين کې پلورل کېدل. 

په افغانستان کې سږکال د جلغوزو ښه حاصلات شوي، خو د کرونا وبا او په دغه هيواد کې د سياسي بدلون او ځينو نورو لاملونو له امله يې پلور له ستونزو سره مخ و، خو له نيکمرغه د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه يې چين ته صادرات بیا پيل شول.

د افغانستان جلغوزي به پخوا لومړی پاکستان ته ليږدول کېدل او  بيا به چين ته رسيدل او د چين په مارکيټ کې به د پاکستان د لويديځې برخې د جلغوزو په نوم خرڅېدل، چې په چيني ژبه کې په لنډه توګه (با سي) تلفظ کيږي، چې (با) د پاکستان او (سي) د لويديځ مانا لري. دا چې برازيل هم په چيني ژبه کې ( باسي) تلفظ کيږي، نو ډېر چينايان فکر کوي، چې دا د برازيل ميوه ده، خو د چين د وارداتو په سږني نندارتون کې ډېرو خلکو ته مالومه شوه، چې جلغوزي د برازيل نه، بلکې د افغانستان ميوه ده.

د ۲۰۲۱م کال انلاين فيسټيوال

د چين د څلورم نړيوال وارداتي  نندارتون په څنډه کې د ۲۰۲۱ م کال د اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو د اخيستلو انلاين فيسټيوال هم ترسره شو. د همدې انلاين فيسټيوال له لارې ميليونونو چينايانو ته مالومه شوه، چې جلغوزي په افغانستان کې کيږي او دا د همدې هيواد ځانګړې ميوه ده.

په دغه فيسټيوال کې چې د نومبر د ۶ مې نېټې په شپه په ژوندۍ بڼه د انټرنېټ له لارې چينايانو ته د افغانستان، جاپان، تايلنډ او يو شمېر نورو اسيايي او افريقايي هېوادونو ۲۳ ډوله غوره توليدات او محصولات ورپېژندل کېدل، افغان جلغوزي تر ټولو ښه د هرکلي وړ وګرځېدل او د خپرونې په ۱۰۰دقيقو کې۱۲۰زره ډبيه، چې اندازه يې کابو۲۶ ټنه کيږي، وپلورل شول.

په دغه انلاين فيسټيوال کې همدا ۱۲۰ زره ډبیه جلغوزي د پلور لپاره وړاندې شوي وو او يوازې په سلو دقيقو کې ټول وپلورل شول، خو باور دا دی، که چېرې دغه فیسټيوال ته نور جلغوزي هم د پلور لپاره وړاندې شوي وای، نو ډېر ژر به پلورل شوي وو.

 د چين مېډيا ګروپ خبريالانو غوټۍ او وانګ بينګ بينګ او د چين د انلاين سوداګريزو اعلانونو مشهور وياند لي جيا چي د دغه فیسټيوال له لارې خلکو ته د افغانستان، جاپان، تايلنډ او څو نورو اسيايي او افريقايي هېوادونو ۲۳ ډوله غوره توليدات او محصولات ور وپېژندل.

دغه فيسټيوال د چين د څلورم نړيوال وارداتي نندارتون يوه برخه وه او د چين مېډيا ګروپ  او د اسيايي او افريقايي هېوادونو د يو شمېر ارګانونو لخوا په ګډه جوړ شوی و.

دغه درې ساعتني انلاين فيسټيوال ۴۲ ميليونه کتونکي درلودل او ياد ټول توکي پکې ډېر ژر وپلورل شول او د پلورعمومي ارزښت يې ۶۰ ميليونه يوانه (کابو ۹ ميليونه او ۳۷۸ زره ډالره) ښودل شوی دی.

د چين او افغانستان د اړوندو ادارو تر ګډو هڅو لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي دهليز په ۲۰۱۸م کال کې پرانيستل شو او هغه مهال په لومړي ځل ۲۰ټنه افغان جلغوزي د ځانګړې الوتکې له لارې چين ته وليږدل شول.

د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ او د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په پراخېدو سره اوس د افغانستان زعفرانو او څو نورو غوره محصولاتو هم د چين لوی مارکيټ ته لار موندلې ده.

د اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو د اخيستلو په فيسټيوال کې وياندویانو خلکو ته پدې اړه معلومات ورکړل او يوه وېډيو يې هم خپره کړه، چې د روان کال د اکتوبر په مياشت کې په پکتيا ولايت کې اخېستل شوې وه او د جلغوزو ښه حاصلات پکې ښودل شوي دي.

دغې ويډيو ډېری چيني کتوونکي حيران کړل او پوی شول، چې جلغوزي د برازيل (با سي) نه، بلکې د ګاونډي افغانستان ميوه ده. 

جلغوزي د افغانستان له غوره صادراتي محصولاتو څخه دي او د دې هيواد د ځينو سيمو ډېری خلک د جلغوزو د راټولولو او پروسېس په چارو لګيا دي.

له دغه انلاين فيسټيوال څخه پنځه ورځې وړاندې، يعنې د نومبر په لومړۍ نېټه له کابل څخه ۴۵ ټنه جلغوزي دهوايي دهليز له لارې چین ته ورسېدل. دا د اګست له ۱۵ مې نېټې راپدېخوا، چې په افغانستان کې لوی سیاسي تحول راغلی، لومړی ځل دی، چې د هوايي دهليز له لارې له دغه هيواد څخه بهر ته صادرات کيږي.

د چين نړيوال وارداتي نندارتون د نړۍ لومړی لوی نندارتون دی، چې وارداتو ته پکې بازار موندنه کيږي. دغه نندارتون په لومړي ځل۲۰۱۸م کال کې جوړ او اوس هر کال يو ځل ترسره کيږي او د بهرنيو سوداګرو لپاره د چين لوی بازار ته د تګ دروازه بلل کيږي.

 په سږني نندارتون کې د ۱۲۷ هېوادونو او سيمو نژدې ۳ زرو تصديو ګډون کړی و.

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د سږني نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې وويل، چې چين د ورخلاصون تګلارو په رڼا کې ډېر پرمختګونه کړي او هيله يې وښوده، چې نور هېوادونه هم د چين د ورخلاصون له تګلارې څخه ګټې واخلي. نوموړي ژمنه وکړه، چې چين به د ورخلاصون هڅو ته دوام ورکړي او له نورو هېوادونو سره به د پرمختګ زيات فرصتونه شريک کړي.

چين يو ميليارډ او ۴۰۰ میلیونه نفوس لري، چې پکې۴۰۰ ميليونه تنه يې د منځني عايد لرونکي دي. 

که د افغانستان نور محصولات د چين بازار ته لار ومومي، نو له شک پرته افغانان به ډېرې ګټې پورته کړي، ځکه دغه هيواد ۱۴ سوه ميليونه نفوس او لوی بازار لري او توکي پکې ډېر ژر پلورل کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب