جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهسمیع سادات: القاعده د طالبانو په مرسته په چټکۍ سره د بيا...

سمیع سادات: القاعده د طالبانو په مرسته په چټکۍ سره د بيا فعاليدو په حال کې ده

تاند:( شنبه، د عقرب دوه ويشتمه) د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام یو مخکښ جنرال سمیع سادات وايي، چې القاعده ډله په افغانستان کې په شدت سره د بیرته فعالیدو په حال کې ده.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، چې دا کار د طالبانو په همکارۍ کیږي او نرۍ ته يې ګواښ جدي کړی دی.

سادات دا هم ويلي، چې په افغانستان کې د دې ډلې پر ضد مبارزه کې د امريکا متحده ايالاتو له مصروفیدو سره به داعش ډله بيا په منځني ختیځ کې خپلو فعاليتونو ته شدت ورکړي.

سميع سادات د طالبانو پر ضد له مشهورو افغان جنرالانو څخه دی.

هغه په هلمند کې د دې ډلې پر وړاندې خونړۍ جګړه رهبري او خورا تلفات یې ور واړول.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د القاعدې ډلې یوه مهم مشر د ويډيويي پيغام له خپرولو سره طالبانو ته په افغانستان کې د واکمنیدو مبارکي وویله او دا يې د ټول امت مسلمه بریالیتوب وباله.

متحده ايالاتو ويلي، چې داعش به له افغانستان څخه په شپږو مياشتو او القاعده په دوو کلونو کې د دوی خلاف د برید وړتیا پیدا کړي.

طالبانو د دوحې تړون کې امريکا ته قول ورکړی، چې القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره به اړيکې پرې کړي.

دوی اوس هم نه مني، چې القاعدې سره په اړیکه کې دي، خو منتقدین یې او استخباراتي ادارې په پرله پسې توګه په افغانستان کې د القاعدې ډلې د فعالیتونو د پراختیا خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب