جمعه, اپریل 26, 2024
Home+امريکا بايد په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژلو په اړه...

امريکا بايد په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژلو په اړه مسؤلانه پلټنه وکړي

ډیوه – بیجنګ، چین

د اګسټ پر ۲۹مه د امريکا بې پيلوټه الوتکې د کابل هوايي ډګر ته نژدې هوايي بريد تر سره کړ، چې له امله يې د ۷ ماشومانو په شمول ۱۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول. له دې امله چې په هغه وخت کې امريکايي پوځ له افغانستان څخه د بيړني وتلو په حال کې و او دغه بريد د افغانستان په پلازمينه کې رامنځته شو، نو د نړيوالې ټولنې پاملرنه يې راجلب کړل. افغان اولس  او ټوله نړۍ له امريکايي پوځ څخه غوښتنه کوي، چې د دغې پيښې پلټنه وکړي او افغانانو ته ځواب ورکړي. امريکا د افکارو تر فشار لاندې اعلان وکړ، چې د دغه بريد په هکله به پوره پلټنه وکړي. د دغې پيښې د پلټنې مسؤل او د امريکا د هوايي پوځ څارنوال سامي ډي سډ د نومبر پر ۳مه رسنيو ته وويل، چې د څارنې له مخې دغه بريد د جګړې قانون په شمول له هيڅ قانون څخه سرغړونه نه ده او وړانديز کوي، چې بايد هيڅ چا ته سزا ورنه کړل شي. 

په دغه بريد کې د وژل شوې درې کلنې نجلۍ ملکې جاني پلار ايمل احمدي مخکې زما سره ځانګړې مرکه وکړل او له هغه وروسته يې کله کله را سره د خپل کورنۍ د ژوند په هکله خبرې کړې دي. تر اوسه د دې پېښې څه باندې دوې مياشتې تيرې شوي او په دې موده کې د ده او کورنۍ د ټول غړو حالت يې ډير بد وو. امريکا ويلي، چې دوی ته به تاوان ورکړي او کورنۍ به يې د ښه ژوند کولو له پاره امريکا ته کډه کړي، خو تر اوسه پورې يې يوه ژمنه نه ده عملی کړی.  دوی په خپګان او د ژوند په سختیو کې د امریکا له لوري د ورسره شویو ژمنو انتظار کوي، خو داسي ښکاري چي دا خپګان او ستړیا به د دې کورنۍ له پاره تل پاتې وي. ځکه چې امريکا د دغې پيښې د پلټنې په نتيجه کي ځان بی ګناه او قانوني یاد کړي، ايمل احمدي د خپلي کورنۍ له پاره د نړيوالي ټولني څخه عدالت غواړي، او په بېوسۍ  سره يې ما ته وویل، چې موږ نا چاره کورنۍ څه وکړو؟

په بريد کې د وژل شويو بې ګناه وګړو د کورنۍ غړي هيڅ لار نه لري، ځکه چې مجرم د امريکا پوځ او قوي دی، دوی د دعا کولو دروازه هم نه لري چي وې ټکوي. امريکا په اسانه توګه د پلټنې پايله خپره کړه، چې امريکايي پوځ د هدف د ټاکلو او اجرا په وخت کې تيروتنه کړي، نو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا د امريکايي پوځ لومړۍ تيروتنه نه ده او تل يې په همداسي اسانۍ ځان ته د عامه وژني په برخه کي قانوني مشروعیت ورکړي دي. بی وسه پلار يې وايې دا خبر زما کورنۍ ته د منلو او اوريدلو نه وو. امريکا په ټوله نړۍ کې تر ټولو ستر ځواک لري او په خپله وايي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ټينګ توان لري، خو دوی تش په نوم د ترهګرۍ ضد فعاليت کې په سمه توګه د بريد هدف هم نه دی پيژندلی، ملکي وګړي يې  ترهګر بللی.  دا د نه منلو وړ تيروتنه د دوی له خولې څخه ويل شوې او حتې دغه ستر جرم پټوي. 

د ملکي وګړو امنيت او د ملکي تاسيساتو د نه خرابولو د تأمين لپاره د جګړې په قانون کې پر دې ټينګار شوي، چې د نښتو بېلا بېلې خواوې بايد هر وخت په هر ځای کې د ملکي وګړو او د جنګیالیو تر منځ د توپير اصول مراعات کړي او له هغه جنګې لارې څخه دي ډډه وکړي چې ملکي وګړو ته زيانونه رسوي. امريکاي پوځ د خپلې تيروتنې له امله د افغانستان لس تنه بی ګناه ملکي وګړي چي یوازي يې ۷ تنه ماشومان دي وژلی. ایا له هيڅ قانون څخه يې سرغړونه نه ده کړې؟ که د دې بې کناه ماشومانو د وژلو سزا هیڅ چا ته ور نه کړل شي، نو د جګړې کوم قانون به د امريکايي پوځ  خپل سري کړنې محدودي کړي؟

امريکايي پوځ په تيرو شلو کلونو کې په غلطۍ سره د  بريدونو پر مهال په سل ګونو زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. افغانان څنګه له دوی څخه عدالت غواړي؟ د افغانانو ژوند هم دوي ته پر ژوند حساب دی، امريکا بايد د افغانستان ملکي وګړو ته د زيانونو رسولو په اړه مسؤلانه ځواب ووايې، خو دا دومره اسانه نه کېږي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب