یکشنبه, مې 5, 2024
Home+ملاصاحب! توپاني څپې او ساحل وينئ‎

ملاصاحب! توپاني څپې او ساحل وينئ‎

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

دا يو بربنډ واقعيت دى چې تېر نظام د غيرمتجانس جوړښت، لوړه کچه فساد، له ولسي غوښتنو سره د ارګ ناوړه چلن، دروغجنو وعدو او د امتیازاتو د وېش په سر د خپلمنځي شخړو له امله په يقيني ډول د پاشلتيا لور ته روان وو او يا هم د مفسدو کړيو لخوا د خپل فساد د پټولو په موخه د يوې جوړې شوې دسيسې له مخې وپاشل شو.

د نظام پاشلتيا فاجعه وه خو کوم مثبت اړخ ولري نو هغه به داوي چې هغه افغاني فراعنه مات شول چې افغانستان يې د ځان شخصي ملکيت ګرزولى وو، ملي يووالي او ځمکنۍ بشپړتیا به يې ننګوله، ارګ به يې ګواښه ، ځانونو ته به يې د پاچا سازانو القاب ورکړي وو. د ملت له سرچینو څخه يوازي د همدغو غټانو زامنو ګټه اخیستى شوه.

داسې ښکاري چې فعلي حکومت د ځينو ځانګړو اقداماتو له امله له خپل ولس او په ژمنو باندي د عمل نه کولو له امله له نړيوالې ټولنې سره په مخالفت کې قرار لري،  اقتصادي رکود، سياسي انزوا، د اړينو توکو د بيو لوړوالى او دولتي مامورینو د دندو او معاشاتو مبهم صورت حال، د داعش او مقاومت د ډلو فزيکي شتون او امنيتي ګواښ زموږ ولس هېواد او اوسنيو چارواکو ته د خطر زنګ ده.

اوس ځان ته د برائت ورکولو او هر څه په تقدير پورې د تړلو نه، بلکې د ولس د هيلو د پوره کولو لپاره د هڅو وخت دى،  د دښمن تبلیغاتي جګړې نوم ورکولو پرځاى د ممکنه اقتصادي بحران د مخنيوي لپاره کلکه مبارزه کولو ته اړتيا ده. د غلطيو پټولو نه، بلکې د سهوو د ارزولو او سمولو وخت دى. د ګمارلو لپاره يوازې طالب کيدل  نه، اهليت او تجربه  معيار ګرزول اړين دي. له اهل علم سره د پوهنتونونه او د انجونو ښونځي بندول نه، بلکې لانور علمي مرکزونه پرانستل ښه ښکاريږي.

ډير ادارې بنسټونه بند پاتې کيدل د اندېښنې وړ خبره ده. موږ  له يوه تازه ناورين سره د مخ کېدو په درشل کې يو. خداى مکړه که افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ کيږي، زيان به يې ولس او اوسنى حکومت ويني.

دا سمه ده چې د امریکا او د ځينې افغانانو جنګسالارانو لخوا د طالبانو  تېر نظام  د جګړې په زور نسکور شو، موږ پوهيږو چې طالبانو د ګوانتنامو او بګرام صعوبتونه تير کړل، موږ دا هم منو چې طالبان د وخت د چارواکو لخوا په کورونو کې ناست له هر ډول جګړه ایزو تحرکاتو پرته ونيول شول وځورول شول او حتى ووژل شول. موږ وليدل چې د ځينو امنیتي چارواکو لخوا خپلو ماتحت کارمندانو ته د نيول شويو بندي طالبانو د راوستلو پرځاى د هغوى وژلو شفاهي حکمونه ورکول کيدل، خو که اوس طالبان هم د تير نظام له چارواکو سره بالمثل عمل کوي، نو بيا د ديني علماو فضيلت په څه کې ده او خداى مکړه سبا به بيا همدغه راز عمل له دوى سره هم کيږي.

دا به له عيني واقعيتونو سره ټکر وي چې د طالبانو لخوا د تېر نظام چورلټ نړول  توجیه کړو، مجبوريت يې وګڼو، حکومت يې د ولسي ارادو ممثل او پراخ بنسټه وګڼو، د واک د انحصار فکر ته يې بانې ولټوو، د توکو د نرخونو د لوړوالي په تړاو د خلکو غوښتنې ددښمن د تبليغاتو پايله وګڼو، داسې خبرې او تبلیغاتي کمپاين وکړو چې هر څه سم دي او اسلامي امارت کار اهل کار ته سپارلى دى. کورنئ او بهرنئ تګلارو ته د مشروعیت کمزوري دلائل وړاندې کړو.

ستونځه شته، د سخت بحراني حالت د راتلو وړاندوينه په استدلال ولاړ واقعيت دى، د خلکو غږ پورته کيداى شي،  نظام ته ننګونې ايجادېداى شي، پرديو لاس وهنو ته لاره هواريداى شي او افغانستان د يوه بلې نيابتي جګړې ډګر ګرزيداى شي. ښه به دا وى چې طالبان خپلو سخت دريزه ملګرو ته په هر ډول چې ممکن وي  قناعت ورکړي چې د افراطيت لاره نيولو، د نړيوالو او خپل ولس په وړاندي ګواښونکې لهجه کارولو او د زور پرځاى د متقابل درناوي، استدلال، احتياط، نرمي، منطق او عاطفې اړخ کارول اړين دي. که دغه کار ورته ناشونئ وي نو متنازعه فيه مسائل دې د  اسلامي امت له علماو سره د خبرو مناظرې او مناقشې له لارې حل، د سمون او مثبت بدلون لپاره ذهناً او جسما تيار واوسي.

د تېر نظام له نسکورېدو وروسته د ناوړه امنیتي پېښو رامنځته کيدل، لکه د غلاوو، اختطافونو، په لوړه کچه هدفي وژنو،   انتقامي کړنو، د خوښئ په مراسمو باندي ډزې کول او د خلکو وژل نه يوازې د توجیه وړ کړنې نه دي، بلکې د ولس په منځکې يې ويره ايجاد کړې ده او اوسني حکومت ته خورا بوږنونکې پيغام  لري.

وړانديز مو داده چې راځئ د بښنې کلتور ته وده ورکړو، د بحران د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړود يو بل منل رواج کړو،  ارګ ته د ننوتلو لپاره د انسانانو د وژلو پرځاى  قانوني منل شوې چوکاټ جوړ کړو.  دغه ملت ته د مرستو په نوم د خيراتونو راټولو دود ته د پاى ټکى کيږدو.   په نورو باندې د پړې اچولو فرهنګ ختم کړو، په خپل ګريوان کې سرونه ښکته کړو، خپلې نيمګړتياوې ولټوو او د سمون پروسه له ځانه پيل کړو. خپلې نيمګړتياوې په خپله وڅېړو. که موږ ته نه معلومیږي نو له ولس څخه يې واورو چې ستونځه په کوم ځاى کې ده چې موږ  هروخت کړيږو ځوريږو او جنګيږو.

اوس چې د ملت لخوا د سولې له مکررو غوښتنو سره سره  طالبانو د جګړې په زور ټول افغانستان تر خپل حاکمیت لاندي راوست، پخوانى ولسمشر د تېښتې لاره ونيوه او  تېر نظام ونړيده، دواړو خواوو کړې  ژمنې ماتې کړي، طالبان حاکم او پخواني ولسمشر وتښتېده، نو د ديني او ملي مسئوليت له مخې باید د ځان او خپلوانو لپاره د امتیازاتو له غوښتلو پرته د ملت غوښتنو ته پام وکړي. په ټپه ولاړ نظام ته حرکت ورکړي. که دغه نوښت توجه ونشي، نو د اوسني نابلده ماڼو لخوا  د سمندر په توپاني څپو کې ساحل ته زموږ د کشتۍ رسول به ستونځمن وي.

د حکومت، نظام، قانون او ملي بيرغ مشروعیت پروسه له يوې داسې ممثلې لويې جرګې د رابللو له لارې پيل کړي چې د هيواد ټولو پرګنو استازيتوب پکې شوى وي. په تقنیني برخه کې زړور ګامونه پورته کړي. که ټاکنې اوس شونتیا نه لري نو د مشرانو جرګې ته په ورته نوم د ملت د واقعي استازو داسې شورا جوړه کړي چې هر قوم، فکر، مذهب، سمت او قشر پکې خپل ځان وويني. همدغه د نظام د مشروعیت کورنۍ اړتیا ده. که مو دغه اړتیا پوره کړه، نو د نړيوالو لخوا به په رسمیت پیژندنه کې هيڅ ډول ستونځه نه وي. بيا هم تاکيد کوم چې د حکومتي بڼه باید ملي او د ولس او يا هم د ولسي استازو لخوا ټاکل شوى وي.

په درنښت؛
د ازاد اباد او خوشحاله هېواد په هيله

2 COMMENTS

  1. سلام،
    موږ باید ومنو دادتاریخ جبر دی او دافغان ولس دبرخلیک او زعامت لومړی ګام چې دغه هېواد بې له نړیوالو اړیکو ، تعامل، تګلاری ، داداو ګرفت ، ناسته او ولاړه ،خدعه او دېپلوماسی جلا ژوند نشی کولای مجبوریت دی اوکه نه خامخا به د انزوا لوری ته ځی. ددې درانه پیټی دروابطو اوضوابطو اړخونه ډېر دی چې یودم پورته کول یې دافغانستان په اوسنیو شرایطو کې لامحال او ناممکن دی. فلهذا دلته لید لوری، بصیرت ، پېژندګلوی او هراړخیزه سوچ په کار دی چې کوم ډول ستراتیژی ،تاکتیک اودافغان ملی او اسلامی اصول وکارول شی.
    لکه څنګه چې تا ورته اشاره کړې موږ باید له تېرو فاسدو ، غلطو، ناوړه اونا ممکنو درغلیو ،تباهیو ، بربادیو ډیر زده کړی وی چې نوی شیانو ته ضرورت نشته او د ناکامیو تکرار به داځل دملت لپاره له توپان څخه بدتر وی.د هرې واقعې علاج کول دمخه په کار دی.
    دافغانستان اسلامی امارت د ننه لګیا دی نړیواله میدیا کې دداعش ډنډورې زیاتې وهل کیږی او له هغو څخه د سیمې پهلوان یوازې په افغانستان کې جوړیږی. دوه لسیزې مو دالقاعده په نوم کړکېچونه وګالل دا ځل به دلوبې سر کې ظاهرا به دداعش په نوم وی خوشاکې به نور لوبغاړی هر خس او خاشاک ته لاس اچوی.
    تاسې ګوری په سیاسی لحاظ ګاونډی هېوادونه ، دمنځنی اسیا هېوادونه ټول القاعده او دداعش ناوړینه سیمه یوازی افغانستان بولی او دغه سیاست باندې دملګرو ملتو خوله هم ګونګه ده. زموږ ملګری هم دغه پړه او راتلونکی خطر په موږ را اچوی داهم په رسمیت پېژندلو کې په نحوې له انحا اغیز لری له یوې خوا بشری مرستې اوله بلې خوا منت چې دې منت ته سیاسی برخه کې جواب په کاردی . په انګریزی کې یو متل دی وایې دمناسبې زمینې اوفرصت پل له وخته مخکې مه سوځوه .
    عدالت ،مساوات ،برابری او سوله ایز ژوند ددموکراسی موراوپلار دی هېڅ وخت او هېڅ ځای تاوان نه لری اوپایله ددواړو دنیا وو خیر او حسنه. کور ودان

  2. سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
    زه ستاسو له نظر سره موافق يم. بدبختانه چې موږ له ملت له بطن څخه راټوکېدلې مشران نلرو او همدا لامل دى چې را استول شوي او يا د ډيرو وژنو پربنسټ جوړ شوي مشران زموږ ستونځو ته د حل لاره نشي لټولاى. خداى دې وکړي چې نور د ازمويښتونو له اوسني دور څخه زده کړه وکړو او د خپلو عقيدوي او ملي ارزښتونو سره سم له ننګونو او ګواښونو سره د مبارزې لپاره وړ مشران پيدا کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب