یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامرخېل: جنګ خوښي نه وو، کنه ننګرهار څو مياشتې جنګيدای شو

امرخېل: جنګ خوښي نه وو، کنه ننګرهار څو مياشتې جنګيدای شو

تاند:( یکشنبه، د عقرب شپاړسمه) ‏د ننګرهار پخوانی والي او د ملي ثبات ټولنې مشر ضياالحق امرخيل وايي، چې جنګ خوښی نه و، کنه ننګرهار د جمهوري نظام د سقوط په درشل کې د طالبانو پر وړاندې څو مياشتې جنګيدای شو.

نوموړي په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل، چې طالبانو ته د ننګرهار له سپارلو څو ورځې مخکې يې طالبانو سره اونيز اوربند کړی او پريکړه يې دا وه، چې د ولسمشر غني او طالب مشرانو تر سياسي تفاهم پورې به جنګ نه کوي.

د ده په وينا، دوی د نظام له سقوط ( د اګست پنځلسمې, يکشنبې) ورځ نه د ور تېرې اونۍ د پنجشبې په ورځ د سقوط د اونۍ تر پنجشبې ورځې د اوربند هوکړه کړې وه.

امرخېل، طالبانو ته د ننګرهار د سپارلو دليل دا ګڼي، چې دغې ډلې د شنبې په ورځ د کابل ولسوالۍ او د ښار ډېرې برخې نيولې وې او نظام عملآ سقوط و.

د ده په خبره، د یکشنبې ورځې په سهار يې ننګرهار د وينې توييدو د مخنيوي او د ننګرهار د نه ويجاړيدو په موخه طالبانو ته وسپاره.

د ننګرهار پخوانی والي دا هم وايي، چې ولسمشر غني د نظام له سقوط څخه وروسته کابل نه وتی، پر سولې باورمن و او نه يې غوښتل چې د واک د بقا لپاره یې وينه تويه او ښارونه وران شي.

دا پخوانی مقام، د ۵ زره طالب بنديانو خوشې کول، د سولې مذاکراتو لپاره ټول شموله پلاوی ټاکل او نور ګڼ سولې ته لېواله ګامونه د اشرف غني د سولې غوښتلو بېلګې ګڼي.

ضياء الحق امرخېل په دې مرکه کې، امريکا ملامته کړه، چې وار د مخه يې د طالبانو په مشرۍ د بل حکومت جوړيدو ترسره شوې معامله او له افغان دولت څخه د دې معاملې پټ ساتل له جمهوري نظام سره، د امريکا لوی زياتی يادوي.

امرخېل په ورته وخت کې، د طالبانو په اداره کې د ټولو لوریو په ګډون، اصلاحاتو، نړۍ سره یې پر ښو اړيکو او اقتصادي ناورين او عامه خدماتو او حقونو ته په پاملرنې ټينګار کوي.

د ده په وينا، طالبان بايد ټولو لوریو سره تفاهم ته کیني او نور لوري هم د جګړې پر ځای د خبرو له لارې بايد د ستونزو حل ته مخه کړي.

1 COMMENT

  1. کور دې ودان مشره ، سمه خبره دې کړې ده. او هغه څه چې تا کړي دي، سم دي. مننه.
    وینه توییدل ستر فساد او بشري ناورین دی، پاتې شوې جرګې مرکې او په خبرو طالبان هم پوهیږي، نو اوس پکار ده چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، او ملي رضایت تر لاسه کړي، تر څو یې نړیوال رسمیت پیژندنې ته لار هواره شي.
    ان شاء الله د یو سولییز افغانستان په هیله یو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب