Home+افغانستان، هند که نیوزیلنډبه نیمه پایلوبې ته ووځي؟

افغانستان، هند که نیوزیلنډبه نیمه پایلوبې ته ووځي؟

تاند- په خورا لوی توپیر سکاټلنډ ته د هند ماتې نیمه پایلوبې ته د دغه هیواد د ملي لوبډلې د رسېدا هیلې خورا ډېرې کړي دي.

اوس د دوهم ګروپ ټولو لوبډلو ۴ سیالۍ کړي، په دې تفاوت چې افغانستان باید له نیوزیلنډ سره، چې غښتلې لوبډله ده، سیالي وکړي خو هند له نامیبیا سره، چې کمزورې ګڼل کېږي. د دغو سیالیو پایله د دوهم ګروپ دوهم ټیم به معلوم کړي.

له نامیبیا په نسبتاُ ډېر توپیر د هند بری به دا هیواد نیمه پایلوبې ته په هغه صورت کې ورسوي چې افغانستان نیوزیلنډ مات کړي.

حاضردمه نیوزیلنډ له ۴ سیالیو ۳ ګټلي، افغانستان له ۴ سیالیو دوې ګټلي او هند هم له ۴ سیالیو دوې ګټلي دي.

د افغانستان او نیوزیلنډ سیالي د هند لپاره خورا مهمه ده.

که افغانستان په ډېر توپیر نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه، هیله شته چې افغانستان نیمه پایلوبې ته ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...