یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهجلال اباد: د يوه ملا او يوه ملک په ګډون ۵ تنه...

جلال اباد: د يوه ملا او يوه ملک په ګډون ۵ تنه وژل شوي

تاند:( سې شنبه، د عقرب يوولسمه) په جلال اباد ښار کې نن د يوه ملا امام او يوه ملک په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۱ بل تن ټپي دی‌
په يوه راپور کې راغلي، چې نامعلومو وسله والو نن سهار د جلال آباد کې د یوه جومات ملا امام په ډزو وژلی دی.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې نامعلومو وسله والو نن سهار مهال د عبدالواحد په نوم یو دیني عالم چې د معیوبینو د جامع مسجد ملا امام و، په داسې حال کې چې د سهار د لمانځه لپاره په اوداسه بوخت و، په ډزو وواژه او له سیمې وتښتېدل.
د یوه بل خبر له مخې، نن د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په مربوطاتو د ۲ تنو جسدونه موندل شوي چې په ونه کې راځړول شوي وو.
د ځایي خلکو په خبره، دا پیښه تیره شپه د جلال- تورخم پر لویه لار د کاریز پله ته نېږدې رامنځته شوې ده.
تراوسه د وژل شویو کسانو هویت نه دی معلوم او نه یې هم مسؤلیت چا منلی دی.
د دغو دواړو پېښو په اړه تراوسه د ننګرهار امنیتي مسؤلانو او چارواکو تبصره نه ده کړې
د يوه بل خبر له مخې، نا څرګندو وسله والو په جلال اباد ښار کې د ګذر یو وکیل په ډزو وواژه.
له سیمې یوه عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې نامعلومو وسله والو د اومې ناحیې اړوند د چکنوریو په سیمه کې د همدغې سیمې د ګذر یو ملک هجرت خوږیاڼی په ډزو وویشت او له سیمې وتښتېدل.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په پېښه کې د ملک هجرت سره د هغه یو ورور هم وژل شوی او يو بل ملګری يې ټپي دی.
تر اوسه د دې پېښې په تړاو ځایي چارواکو څه نه دي ویلي او نه یې هم مسؤلیت چا منلی دی.
د جلال اباد يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دې ښار کې هره ورځ د ګڼو داسې پېښو شاهد دي.
دوی دغه وضعيت سخت وېرولي او د کورونو پريښودو ته هم اړ ويستي.
طالبان د دا ډول پېښو په اړه څه نه وايي.
ويل کيږي، چې د دې پېښو تر شا د داعش ډلې ترڅنګ خپله طالبان هم لاس لري او د مخکيني نظام د منسوبينو په ګډون خپل مخالفین په نښه کوي.
طالبان بيا داسې ادعاوې نه تاييدوي.

2 COMMENTS

  1. دا کار او قتل ټول د طالب په شکل تر سره شوی. زه يوه ورځ په کلي کې سهار و او په خوب ویده وم چې ډير بد د توپک د ډزو غږ مې وارويد او کلي کې هم پوره طالبان و، لږ وروسته چې خبر شوم دې ظالمانو يو تازه ځوان چې د سهار اودس يې کاوه د کاريز تر غاړې په ډېره بې رحمانه توګه يي شهيد کړای و او ګنا يې دا وه چې دی دولت کې عسکر و او په رخستي هره پلا کور ته راته چې طالبانو به هم ورسره ناسته او مجلسونو کول، آخر يې د يوې مور يوازينی زوی همدې ځناورو ور شهيد که.
    رب دې دا ډله ورکه کړي، دا هر څه د قتل ذده کړې دې ځناورو له پنجاب نه زده کړي. يو ځوان به په مياشتو ورک و بیا به چې کور او کلي ته راغی ده سره به په جب کې يوه کتابچه وه چې پاکستان کې يې د بمونو او کيماوي فورمولونه ياداشت و چې څنګه او له کوم شي نه دی کار واخلي او خپل ولس تبا کړي.
    يوه جالبه بله خاطره هم لرم چې يوه ورځ کلي ته دوه امريکايي هموي موټران راغلي و او عسکر يي له ښځو نه جوړ وو. په الله تعالی مې قسم ده که یو طالب په دوربین کې ليدل کيده او طالبانو کولی شوای چې دا عسکر ډي په آسانه ختم کړي يا يي پورته غره ته ورسره بوزي خو دا کار دوی ونه کړ، بیا چې دوی لاړل سم قيامت جوړ سو، طالبانو ‌‌ملياوردو جنګ شروع کړ چې پوستې يې نيژدې پرتې وې او بیا هم يو څه وخت وروسته د امريکا جنګي الوتکو هم بمونه ايله کړل د کلي په غرونو سم يو وحشت و، يو قيامت و، ماشومان لک تيږې له ډاره وچ ملک پاتی وو

  2. TALIBS ARE NOT HONEST. THEY KILLING AFGHANS SPECIAL WHO IS AGAINST PAKISTAN,
    THIS IS PAKISTAN AGENDA/THEY KILLING ELDERS&HEAT OF VILLAGE,WHO KNOWS FRIEND&ENEMY.
    KILLING OF PASHTOONS ARE THE SAME SANARIO WITH DIFFERENT PHASE.

    I AM SORRY FOR AFGHAN NATION

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب