یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتعقيبي خبر: د کابل نننۍ پېښه کې لږترلږه ۹ تنه ټپيان شوي

تعقيبي خبر: د کابل نننۍ پېښه کې لږترلږه ۹ تنه ټپيان شوي

تاند:( سې شنبه، د عقرب يوولسمه) د طالبانو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کريمي وايي، چې د کابل ښار په وزير اکبرخان سیمه کې سردار داود خان روغتون ته څېرمه نن دوه چاودنې شوي.
نوموړي د چاودنو د تلفاتو او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.
باختر خبري اژانس، چې اوس پر کابل د حاکمو د طالبانو استازيتوب کوي، د عیني شاهدانو په حواله وايي، چې له چاودنو وروسته يو شمېر داعشیان د سردار محمد داود خان څلور سوه بستریز پوځي روغتون ته ننوتي.
ويل شوي، چې د پېښې سيمې ته د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ځانګړي ځواکونه هم رسیدلي او له بریدګرو سره په جګړه اخته دي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستي ويلي، چې په چاودنو او نښته کې د مرګ ژوبلې ارقام لا نه دي معلوم.
د کابل د ايمرجنسي روغتون ځينو سرچينو ويلي، چې لږ تر لږه ۹ ټپيان ورته د دغې پېښې له ځايه ور وړل شوي دي.
داعش ډلې په دې اړه تر اوسه پورې څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب