یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+پیترسن: یوازې افغانستان یا پاکستان انګلیستان ماتولی شي

پیترسن: یوازې افغانستان یا پاکستان انګلیستان ماتولی شي

تاند(سې شنبه، د عقرب ۱۱مه) د انګلیستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کیپتان کیفین پیترسن وايي، یوازې افغانستان یا پاکستان په روان نړیوال شل اوره جام کې درې زمریانو (انګلیستان) ته ماتې ورکولی شي.

پیترسن نن / سې شنبې همداراز وویل، افغانستان او پاکستان یوازې په هغه صورت کې انګلیستان ته ماتې ورکولی شي چې په استعمال شوي ویکټ لوبه وکړي.

پیترسن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:«یوازې پاکستان یا افغانستان په نړیوال ۲۰ اوره جام کې انګلیستان ته ماتې ورکولی شي. خو او ډېر لوی خو، لوبه باید په شارجه کې پر استعمال شوي ویکټ وي. په بل هر ځای کې د چلسي (فوټبال) په شان جام باید د انګلیستان لاس ته ورشي.»

انګلیستان، چې په لومړي ګروپ کې له سریلانکا، استرالیا، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز او بنګله دېش سره لوبېږي، تراوسه ۳ سیالۍ کړي او درې واړه یې ګټلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب