دوشنبه, نوومبر 17, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهله څو اوونیو وروسته د سپین بولدک - چمن لار پرانیستل شوه

له څو اوونیو وروسته د سپین بولدک – چمن لار پرانیستل شوه

تاند (سې شنبه، د عقرب ۱۱مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک – چمن لار، چې نژدې یوه میاشت پخوا تړل شوې وه، نن پرانیستل شوه.

پاکستاني رسنۍ وايي، دا لار طالبانو بنده کړې وه چې له کبله یې مسافرو او سوداګرو ته ستونزې پېښې شوې وې.

دا لار په داسې وخت کې بنده شوه چې د کندهار د انارو فصل و.

افغان سوداګر او باغداران وايي چې د لارې د بندېدو له کبله یې ډېر مالي تاوان کړی دی.

د سپین بولدک – چمن د لارې د پرانیستلو پر سر طالبان او پاکستاني چارواکي پرون موافقې ته ورسېدل.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د مولانا فضل الرحمان د جمعیت علمای اسلام ګوند غړي قاري محمد اسلم، چې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ په خبرو کې ګډون کړی و، وویل موافقه وشوه چې د بلوچستان ایالت د چمن او قلعه عبدالله او د افغانستان د کندهار اوسېدونکي به د خپلو تذکرو د ښودلو په شرط په دې لاره بې وېزې تګ راتګ کولی شي.

د ده په وینا همداراز موافقه شوې چې پاکستان به افغان ناروغانو ته خپلې خاورې ته د ورتګ اجازه ورکوي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، له دې ایسته به د سپین بولدک – چمن لار د اوونۍ په اوو ورځو کې ټوله ورځ (د سهار له ۷ د ماښام تر ۵ بجو) د سوداګري مالونو پر وړلو – راوړلو پرانیستې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏د بالیووډ پېژندل شوي ستوري، درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه...