یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+یو شمیر طالبان له نړیوالی ټولنې سره د جوړ جاړي خنډ دي

یو شمیر طالبان له نړیوالی ټولنې سره د جوړ جاړي خنډ دي

 محمد احمد
یو شمیر مذهبی او د پخواني کلیوال فکر او مکتب طالب ملایانو د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د جوړ جاړي لاره بنده کړي ده.
د طالبانو د قطر دفتر او ګڼ شمیر نور مشران په دې کلک باوري دي چی د نړیوالې ټولنې له رسمیت پیژندنې پرته طالبان او افغانان د بربادۍ ستری کندې ته لویږي خو یو څو طالب مشران لکه نور محمد ثاقب، شیخ شریف، شیخ خالد، مولوی حیکم شرعی او ملا محمد حسن د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخندزاده ته غلطی او تباه کوونکې مشوری ورکوي چې له امله یې عملا د طالبانو د سترې بریا نتایج له بحران سره مخامخ کړي او افغانان د یو ستر ناورین طرف ته په چټکې روان دي.
نړیواله ټولنه له طالب نه غواړي چی خپلې هغه وعدې پوره کړي چې میرمنو ته به د کار او تعلیم حق ورکړی او یو مسلکې حکومت به جوړ کړي. د ډیرو طالب مشرانو په نظر دا غوښتنې منطقي غوښتنی دي او د یو اسلامی حکومت د بقا او د افغانانو د ژوند د بهبود لپاره باید عملې شی.
ویل کیږي چې ملا محمد حسن اخند په یو مجلس کې دا خبره کړې چې «تر څو زه ژوندی یم جینکۍ به رانه مکتبي نه شي.»
په کابل کې د طالبانو لوړ رتبه چارواکي وایي چې ملا حسن په دې فکر کې دی چې که ټول افغانستان تباه هم سي خو د نجونو تعلیم ته به اجازه ورنه کړي. دا ډول نظریات به نه یوازې طالبان بلکې ټول افغانستان له کړاوونو سره مخ کړي.
په کابل کې د طالبانو یو شمیر مشران، چی د حالاتو  نزاکت درک کوي، او همدا شان د قطر د دفتر اکثریت غړي په دې باور دي چې که افغانان د دې بد حالت، لوږې او قحط نه ونه ایستل شي ممکن عام خلک د لوږې او قهر له امله د طالب پر خلاف راپورته شي او افغانستان یوې بلې ناروا جګړې ته ولاړ شي.
د قطر دفتر مشران د وړاندی لا وایي باید سمدستی د موقت حکومت ټغر ټول شي د ټولو افغانانو یو نماینده  مسلکي حکومت جوړ شي چې د نړیوالې ټولنې او افغانانو اعتبار تر لاسه کړي.
د طالبانو یوه مهم مشر شیر محمد عباس ستانکزي لا پخوا د خپلې وظیفې د اشغال نه ډده کړې او ویل کیږي چې ګن شمیر نور مشران وایي که مشورې او له نړوالې ټولنې سره د کار او رسمیت پیژندلو مشکل حل نه شي دوی د افغانانو د غیض اوًغضب او د الله په وړاندی د قوم د نماینده ګۍ مسولیت نه سی ادا کولی نو له دې امله مجبور دي له حکومت او چوکیو څخه اجتماعی استعفاګانې ورکړي.
په کابل کې د طالبانو یو مشر وایي طالب د “میم زر ما ټول زما “ فارمول مکمل ډول ناکامه ده او که طالب نړیوال اعتبار او رسمیت پیدا نه کړي د طالب او ملت دواړه دي لوږي، او ناکام ریاست کړنګ ته لویدونکی دي.
د قطر د سیاسی دفتر غړي غواړي له ملا هبت الله اخندزاده سره وګوري او خپل فریاد ور ورسوي چې له نړیوالې ټولنې سره د کار کولو یوه ستره موقع په لاس راغلې او دا باید له لاسه ورنه کړو.
د طالبانو یو‌شمیر غوړه مالان ملا هبت الله ته دا مشوری ورکوي چې خدای وطن په لاس راکړی الله به د پیسو چاپولو مشین هم له اسمانه راولیږي، دا ډول سطحي فکرونه د طالب د مقاومت او قربانیو او ملت ته د ښیګڼې رسولو ثمرات په مکمل ډول له منځه وړي.
یو شمیر طالبان غلطه محاسبه کوي چی امریکا ته مو شکست ورکړی دا په دې معنا ده چی داعش ته ماتې ورکولی شو  او اقتصاد مو پخپله جوړیږيی، دا اصلا د ځان غولولو ی محاسبه ده چې د طالب لپاره تباه کوونکې نتیجې لري. “
د مقاومت په نوم جبهه نه یوازې په نظامي لحاظ بلکې په سیاسي لحاظ هم تهدید کېدای نه سي مګر دا چې کوم لوی شتمن قدرت یی شاته ودریږي، البته داعش رښتیا هم جبهه ده خطره ده د حکومتولۍ په چارو کې د طالبانو عدم مهارت شاید د دوی د نظام د خود بخود چپه کیدو لوی لامل شي او که سرحدونه خلاص شي د مهاجرت لړۍ شاید یو وحشتناک ډیرښت ومومي. شاید طالبانو ته یوازې مار او نولی پاته سی په اوس مهال دنړیوالو بې اعتنایی او د طالبانو فاتحانه غرور شاید ملت ته اوږدمهالې ستونزی وزیږوي”.

1 COMMENT

  1. ملاهیبت الله پیری دی، خیال دی، هوا ده څه شی دی ؟ چې نه ښکاري او نه مالومیږي !
    مړی ژوندی یې ورک دی، دا به چرته د ای ایس ای دفتر ادرس وي چې لکه خیالي هسې احکام به باجوه او د هغه ګینګسټران ورکوي؟
    طالبان جاهل دي، ځکه چې پوهنتون کالج دوکتورا او ماسټري یې نه ده ویلی، هیواد سیاست، اقتصاد، نړیوالې اړیکې په مدرسه او دارالعلوم کې نه زده کیږي. لطفا دوی باید عصري زده کړې وکړي، او بیا د سیاسي لارې نه د افغانستان سیاست او قدرت ته لار پیدا کړي.
    د طالبانو اوسنۍ خیالي فتحه د افغانستان د درد نه دوا کیږي.
    کار اهل کار ته وسپارئ، او ښځو ته د سړو پشان د علم او هنر کار او روزګار بشپړ حقوق ورکړئ، اسلام او نړیواله ټولنه یې ممانعت نکوي !! لطفا مه لیوني کیږئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب