یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+طالبانو ته بنسټیزې لارښوونې| دولت وزیري

طالبانو ته بنسټیزې لارښوونې| دولت وزیري

د دې لپاره چې د مغرضو نړيوالو خوله مو ورتړلې وي، زما مشوره طالبانو ته چې خپل  اسلامي امارت یې اعلان کړی،  په دې ډول ده:

نړیوال وايي، چې حکومت دې ټول شموله وي. د ټولو قشرونو استازي دې په کې وي.

د دې لپاره چې د نړیوالو د دې پلمې چاره شوي وي، طالبان دې څو پیژندل شوي، باتجربه او مسلکي کسان چې له فساده پاک، خیر که ږیری هم نه لري، ځینو لوړو مقامونو ته ور وپیژني. د مطبوعاتو او ټلويزیونونو له لارې دې ورته ښه تبلیغ وکړي.

په دې کې دې د ټولو قومونو تناسب په نظر کې ونیسي او کارونه دې د امارت د مشرانو له خوا تل کنترول شي.

نړیوال وايي، ښځو ته حقوق ورکړئ او د زده کړو یا کار حق ترې مه اخلئ.

   طالبان وايي، چې موږ د ښځو حقوق ورکوو او د زده کړو مخنیوی يې هم نه کوو. د دې لپاره چې د نړیوالو خوله ور وتړل شي.

طالبان دې د بلخ، هرات، کندز او ځينو نورو ولايتونو په څير رسما ښوونځيو ته تر شپږم ټولګي پورته هم د تعلیم جازه ورکړي. د ټلويزیونونو او مطبوعاتو له لارې دې ښه تبلیغ کړي. په دې کې امارت ته هيڅ زیان نه رسیږي.

بله دا چې طالبانو ټولو ښځو ډاکټرانو، نرسانو، د پاسپورت او هوايي ډګر کارکوونکو ته اجازه ورکړې ده. څه کیږي چې طالبان په څو لوړو څوکیو کې څو پیژندل شوي له فساده پاکې میرمنې وګماري او ښه تبلیغ ورته وکړي. له دې سره به د مغرضو خولې ور وتړل شي.

نړیوال وايي، د داعش ځواک ورځ په ورځ په افغانستان کې زیاتیږي.

طالبان له لومړۍ ورځې له داعش سره مخالفت لري. چین، ایران او زموږ شمالي ګاونډيان له داعش څخه ډیره ویره لري. د دې لپاره چې د ګاونډیانو او نړیوالو خوله مو ور تړلي وي، طالبان دې په ښکاره او څرګنده توګه د پاکستان سره دا مشکل حل کړي، ځکه د داعش یواینی مورچل په پاکستان کې دی.

  نړیوال د ځوانانو او د پخواني حکومت د مامورینو سره په اصطلاح د طالبانو د ظلم او زیاتۍ خبرې کوي او په دې خاطر يې د ځوانانو لپاره د فرار زمینه مساعده کړې ده.

طالبان وايي موږ عمومي عفوه اعلان کړې ده او هر څوک دلته د اوسيدو حق لري.

د دې لپاره چې د مغرضو په خوله سوک حواله شوي وي. طالبان دې په دې هکله د ټولو خلکو تشویش رفع کړي. دا مشکل کار نه دی. ښوونځي، پوهنتونونه او ملي ځواکونه، مدني ټولنې، د ځوانانو سازمانونه دې فعال کړي. خلکو ته دې د کار هیله مندي خلق کړي او کوښښ دې وکړي چې د مامورینو معاشونه ور کړي. له دې سره به د فرار او وېرې مخه ونیول شي.

د خلکو د بشپړ باور په خاطر دې د ترور په هکله شدید مجازات وضع کړي او مخه دې ونیول شي.

نړیوال د لوږې، بېوزلۍ او ساړه ژمي خبرې کوي. چې په رښتیا هم خلک له دې بدبختۍ سره مخ دي، خو نړیوال د خواخوږۍ په خاطر څرګندوني نه کوي بلکې دلته د فشار په توګه له دې ګټه پورته کوي.

د دې لپاره چې طالبانو د خپل ملت زړونه ګټلي وي، خپله ټوله پاملرنه دې دیخوا ته متوجه کړي. لومړني غذايي مواد دې خلکو ته وړیا او یا په ډیر کم قيمت عرضه کړي. د دې ابتکار دې د سبسایدي له مخې وکړي.

په لومړنیو غذايي موادو کې دې اوړو، وریجو، غوړیو، لوبیا، شکرې، چای او نخودو ته لومړیتوب ورکړي. د سونګ مواد هم د پاملرنې وړ دي.

له بله پلوه دې د يوې مودې لپاره په ټولو اړينو غذايي موادو ماليه معاف او ملي تجاران دې وهڅول شي چې مواد وارد او په ارزانه بيه يې عرضه کړي.

نړیواله ټولنه د خپلو شومو موخو په خاطر په رسمیت پیژندل شاته اچوي.

طالبان دې له دوستو او اسلامي هیوادونو څخه د رسميت پیژندلو لپاره رسما غوښتنه وکړي او په دې هکله دې په لوړه سطحه کمپاین پیل کړي.

نړیوال وايي د داعش سره د ملي ځواکونو ځینې کسان یو ځای شوي دي.

طالبان دې د دې چاره وکړي. د دې لپاره دې د ملي ځواکونو سرتېري، بریدملان او تر ډګروالانو پورې افسران خپلو دندو ته راوغواړي. له دې سره به پر طالبانو د خلکو باور زيات شي او بل دا چې دا کسان د هیچا شخصي نوکران نه وو، دوی د ملت او هیواد خدمتګاران دي او وي به.

په جنرالانو کې هم داسې کسان شته چې طالبان ورباندې باور وکړي، کیدای شي په ځینو برخو کې ترې ګټه پورته شي.

که ټول ملت او هر بې ږیري ته د دښمن او مخالف په سترګه وکتل شي دا به د هیواد او بیا د طالبانو په ګټه نه وي.

نړیوال په بهر کې د افغانو په منځ کې د طالبانو پر ضد ډیر ناوړه تبلیغات کوي او له طالبانو څخه ورته ډیر ویرونکی تصویر وړاندي کوي.

طالبان باید په پوره تدبیر د دې مخه ونیسي. په بهر کې اوسیدونکي افغانان د افغانستان په ګټه دي، که څه هم په دې وروستیو کې ترې ښه زړه نه لري. خو د يوې سپږې لپاره څوک ټول پوستین اور ته نه اچوي.

لومړی خو په بهر کې اوسیدونکي افغانان په اقتصادي لحاظ د هیواد په ګټه دي. که چیرې یو میلیون افغانان په میاشت کې سل ډالره په هیواد کې د اوسیدونکو سره مرسته وکړي سل میلیونه ډالر کیږي چې دا د افغانستان له پاره ډیرې پیسې دي.

بله دا چې په بهر کې د افغانستان د کلتور د تبلیغ لپاره ډیر کار کولی شي. د افغانستان په هکله په بهر کې غلط تبلیغات شوي دي او طالبان يې د خلکو په اذهانو کې وحشي او ډیر بد معرفي کړي دي.

 طالبان باید داسي شرايط او باور را منځته کړي چې بې له ويرې په بهر کې اوسیدونکي افغانان هیواد ته سفر وکړي او هلته ورته د پانګونې زمینه برابره کړي.

که چیرې د کال یو میلیون افغانان له هیواد څخه ليدنه وکړي او هر یو يې زر ډالره هلته مصرف کړي، حساب يې میلیاردو ته رسیږي. بې له ګټې تاوان په کې نشته.

   له طالبانو هیله:

زما مشورې د هیواد د جوړیدو او د دښمنانو د خولې د تړلو په خاطر دي، که مو په ګټه وي هیله ده پاملرنه ورته وکړئ. مننه

2 COMMENTS

  1. ډیره مننه ، خدای ج د ستاسی په شان په هیواد مین او هیواد پاله صاحب نطران زیات کړی او ژوندی ولری ، دا بعضی خو لکه سادوان پّ شان تل د غم سندری وای ، یره او غم خپروی او هیڅ د وطنوالو د خیر لپاره کم عملی نظر نلری

  2. سلامونه،
    جناب جنرال ساب وزيري ډېرې ښې مشورې دې ورکړي. خدای وکړي مومن او وطنپالونکي کرام طلباء ېې ولولي او عملي ې کړي.!
    ۰زما په آند ، یو خو مشر ملا صیب هیبت الله د یوې دنیوي او ديني خطبې سره چې د هیواد او ولس خیرونه په کښې سنجول شوي وي مډیا او خلکو ته مبارک ښکاره کړي ؛
    ۰ بل دا چې د نړیوالو له درواغو او منفي تبلیغاتو په ځانګړې ډول د مجاهد نما ها، مقاوم نما ها، داعشماعش نما ګان !!! ( چې اصلن د نا متحده ایالاتو ، او غلامانو او ګوډاګیانو په پروژو مینځ ته راغلي مثالونه ېې سوریه او عراق کې تجربه سول!!)… پر ردولو کښې مجاهد ساب ذبیح الله او اطلاعاتو کلتور ا.د.ن. ادارې غلي نه کښېني ؛ حتی د موبي ګروپ سوء تبلیغات او اپوټه خبرونه سانګسور کړي . او د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون تقویه او په ټول قدرت فعال کړي.
    ۰هغه شل میلیارده ډالرونه چې ۳۹ قاتلانو قاتلاتو؛ غاصبینو، مرجفینو مرجفاتو ا.د.ن. له بیت المال، د خلکو له ملکیتونو او د بهرنیو له بشري مرستو ګوړم ته کړي او یو څو خو ېې دا اوس هم سرې سترګې ګرځي!! که پر دیرش میلیونه وږو تږو ، ناروغانو او بیکورانو وویشل سي : ۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰/ ۳۰۰۰۰۰۰۰= ۶ صفره یو په بل اختصار؛ پاته سول ۲۰۰۰۰/ ۳۰=۶۶۶$ هر نفر ته رسیژي!مننه
    و ما علینا الا البلاغ!.
    فاعتبروا یا اولی الابصار!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب