یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب د روسیې پوځي مانورو او د امريکا ممکنه بې پیلوټه...

ملا یعقوب د روسیې پوځي مانورو او د امريکا ممکنه بې پیلوټه بریدونو ته غبرګون وښود

تاند:( يکشنبه، د عقرب دويمه) د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد په یوه تازه غږيږ پيغام کې خبرداری ورکړی، چې د سيمې او نړۍ هیڅ هېواد د افغانستان ځمکنی او هوايي حريم نه شي نقضولای.

هغه په مشخص ډول د کوم هېواد او حريم نقضولو موړد يادونه نه ده کړې، خو د ملي پوځ د جوړيدو لپاره د هڅو خبر يې ورکړې.

يعقوب مجاهد له مشخصو تخنيکي جزيياتو پرته ویلي، چې هڅه کوي د طالبانو ملي پوځ په پوره هوايي او ځمکنيو تجهيزاتو سمبال وي.

طالب دفاع وزير دا نه دي ويلي، چې دا امکانات به له کومه ځايه ورته برابروي؟

نوموړي دا ټینګار هم کړی، چې د افغانستان له خاورې او فضا به هیڅ هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.

يعقوب مجاهد له ټولو هېوادونو غوښتي، چې په همدې دليل د افغانستان د ځمکني او هوايي حريم درناوی وکړي.

داسې ښکاري، چې د ملا یعقوب څرګندونې د افغانستان په خاوره کې متحده ايالاتو ته د بې پیلوټه بریدونو د زمينه برابرولو په اړه د پاکستان او متحده ايالاتو اوازه شوي او بيرته رد شوي تړون ته غبرګون وي.

د دې ترڅنګ، پرون له افغانستان سره د تاجيکستان په ګډه پوله کې د ترهګرۍ د خطرونو په ضد د روسيې په مشرۍ د سيمې د هېوادونو پوځي مانورۍ پای ته ورسيدې.

طالبانو د دواړو موضوعاتو په اړه په مشخص ډول وضاحت او غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو له واکمنیدو سره، د سيمې او نړۍ ډېر هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرۍ د بيرته پياوړي کيدو په تړاو انديښمن دي.

دوی په ورته وخت کې، په مستقيم ډول پخپلو امکاناتو د دغو ګواښونو د ځپلو چمتووالی هم ښودلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب