چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+د امارت جنګيالي به ملي شي؟/ عبدالله خیبر

د امارت جنګيالي به ملي شي؟/ عبدالله خیبر

ځينو افغانانو پر افغان ځواکونو دا نيوکه کوله چې ګواکي ملي نه دي، پوځ ته د مجبوريت او بې کارۍ له کبله ورغلي دي، هر کله چې نړيواله مرسته بنده شي او يا پر خپل وخت ورته معاش و نه رسېږي، دستي به ټوپک پر ځمکه کېږدي او دنده به پرېږدي.

 دا منو چې ډېری ځوانان به له بې کارۍ په پوځ او پوليسو کې داخل شوي وو، مګر دا هم بايد له ياده و نه باسو چې له مادي ګټو سره په خوا کې يې وطنپالنه هم په رګونو کې بهيده. ما مخکې هم په يوه ليکنه کې ويلي وو، که لږ کار پرې شوی وای، نو په مکمله مانا يو ملي ځواک ترې جوړيدای شو، خو افسوس چې خپلو مشرانو ناخبره په سنګر کې پرېښودل….

 ځينې مذهبي کړۍ او د امارت پلويان وايي چې د طالبانو سرتېرې تر افغان ځواکونو په جنګ کې تکړه، په اسلامي روحيه سمبال او داسې روزل شوي دي چې تر اخيري سلګۍ جنګيدلی شي.

 که د امارت جنګياليو ته غور وشي، نو د وطن په ګټه نه، بلکې د وطن او خلکو په تاوان دي، ځکه چې طالبانو خپل جنګيالي داسې روزلي دي چې وطني روحيه او وطنپالنه پکې نه ترسترګو کېږي، دوی د نورو نړيوالو ترهګرو جنګياليو په شان يوازې مذهبي مفکوره لري، وطني مفکوره او هيوادپالنه له سره پېژني نه، په افغانستان کې يوازې امارت ورته مهم دی، له يوه ماسټر او ډاکټر نه ورته د مدرسې د طالب العلم سر ډېر ارزښت لري. د دوی مشهوره قطعه ۳۱۳ بدري قطعه ده چې ټول جنګيالي يې ځانمرګي او يا د طالبانو په وينا فدايان دي. د درې سوه ديارلس څخه يې مطلب هغه د اصحابو ډلګۍ ده چې د قرېشو غټان يې د بدر په غزا کې وژلي وو. له دې څخه ښکاري چې دوی سره د وطن غم نشته او د نور نړيوالو سختدريځو اسلامپالو په شان فکر لري، دوی ته وطن نه دی مهم بلکې اسلام او مذهب ورته مهم دی. همدا ډول د دوی ځينې نورې قطعې يا ډلګۍ هم د افغان ځواکونو د مشهورو ډلکيو په مقابل کې جوړې شوي دي او نومونه يې هم له هغوی کاپي کړي دي. دا جنګيالي نه د افغانستان لپاره جوړ شوي دي او نه هم ملي فکر لري، د ملي بيرغ نه منل يې لوی ثبوت کيدای شي.

امارت چې تر ټولو پرې ډېر نازېږي هغه ځانمرګي دي چې دوی ورته فدايان/اشتشهاديان وايي. کله کله پر ملي تلويزيون د دوی وړتياوې هم ښودل کېږي، د دوی د پام وړ وړتياوې چې امارت پرې وياړي، موټربم، ژېړه بوشکه، او ځانمرګي واسکټونه… دي. طالبانو څه موده وړاندې چې لا يې پنجشېر نه و نېولی، له ملي تلويزيون څخه د خپلو ځانمرګو رسم ګوزشت وښود، زما په اند له دې نه يې موخه يوازې دا وه چې په عوامو کې ويره خپره کړي. 

طالبان د امريکا د ماتې يو لوی لامل د ځانمرګو فداکاري يادوي. خو دوی دا لويه ويروونکې وسله د ځمکني جنګ لپاره کارولی شي، د هوايي بمباريو پر وړاندې به څه کوي؟ دوی په دې ځانمرګو باندې بې شمېره افغانان وژلي دي، امريکايان خو په هوا ګرځيدل، د دوی ځانمرګو پښې درولودې خو وزرې نه. 

تازه پاکستان ويلي دي چې موږ تيار يو چې طالب سرتېرې وروزو. که امارت يې د روزنې لپاره ورولېږي، دا روزنه به د پاکستانۍ مدرسې نه هم ډېره خطرناکه وي، که طالب زره وطنپالنه هم په مغز کې لري هغه به هم ترې محوه کړای شي. دوی به داسې وروزل شي، لکه د پاکستان سرتېرې چې وي، که د هند او پاکستان جګړه پېښېږي، پاکستان روزلي طالبان به فکر کوي چې دا د اسلام او کفر جګړه ده، کفري نړۍ يو اټومي اسلامي هيواد نه غواړي. 

يوه لاره شته، هغه دا چې که طالبان ځان له پاکستان نه لږ راټول کړي، د تېر حکومت سرتېرې راوبولي، له خپلو جنګياليو سره یې اوږه په اوږه ودروي او د اسلامي روحيې تر څنګ وطني روحيه او وطنپالنه هم په مغز کې ورننباسي، نو بيا امکان شته چې يوه داسې اردو جوړه شي چې يوازې د امارت ساتنه به نه کوي، بلکې د ټول مملکت او ملت ساتنه به کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی