جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهامريکا: افغانستان کې پر ترهګرو هوايي برید ته کافي امکانات چمتو دي

امريکا: افغانستان کې پر ترهګرو هوايي برید ته کافي امکانات چمتو دي

تاند – ( شنبه، د میزان درېیمه) د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي، چې په افغانستان کې د ترهګرو د ځپلو لپاره هوايي بریدونه کوي او په دې اړه د طالبانو همغږۍ او اجازې ته اړتیا نه لري.

کربي په یوه مرکه کې خبرداری ورکړ، چې که طالبان يې د بې پیلوټه الوتکو د نسکورولو هڅې وکړي، د هغو پر وړاندې به هم جدي غبرګون وښودل شي.

د امريکا د دفاع وزارت ویاند په دغه تازه مرکه کې په ضمني ډول منلې، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې ځای پر ځای او فعاله شوي دي.

داعش او القاعده د هغو ترهګرو ډلو په سر کې دي، چې امریکايي چارواکي يې په افغانستان کې د فعاليتونو په اړه انديښنه ښيي.

القاعدې تر اوسه له ځانه ظاهرآ په افغانستان کې کوم څرګند فعاليت نه دی ښودلی، خو امریکايي استخباراتو یې دلته د منظميدو او تر دوو کلونو د خطرناکو بریدونو لپاره د چمتوالي وړاندوينه کړې.

خو داعش ډلې تېره اونۍ په پرلپسې ډول په ننګرهار ولایت کې مرموزې او هدفي وژنې کړي، چې طالبان او ملکیان پکې قرباني شوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي خبرداری ورکړی، چې که نړیوال يې په رسميت ونه پيژني، افغانستان به د هغو ډلو لاس ته ولويږي، چې ټولې نړۍ ته تاوان پېښولای شي.

متقي او نورو طالب چارواکو له القاعدې سره خپل تړاو او په افغانستان کې يې موجوديت نه دی رد کړی.

دوی ټینګار کړی، چې که نړۍ يې غوښتنې ومني، افغانستان به د کوم هېواد خلاف ونه کارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب