تاند:( شنبه، د سنبلې ۲۷مه) د پښتو ژبې مشهور هنرمن هارون باچا د افغانستان روان ناورین ته نوې سندرې ویلې ده.
هغه پرخپلې ټویټر پاڼې د دې سندرې د ثبت خبر ورکړی او ویلي، چې د ویډیو جوړیدو چارې یې هم روانې دي.
باچا د دې سندرې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
معلومه نه ده، چې د دې سندرې شاعر څوک دی، خو هغه یې دا یو بیت د سندرې د اعلان په توګه خپور کړی:
نه مري دا مجنون وطن، ولاړ دی غشي اوري پرې
وربه کړي لیلا په ځنکدن کې خوږه خوله ورته
هارون باچا په چیک کې ژوند کوي، خو له افغانستان سره تل مینه ښيي، مختلفو مناسبتونو ته یې هنري ډالۍ وړاندې کوي او په افغانستان کې له ډېرو اوریدل کیدونکو هنرمندانو څخه دی.