یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپوتین وايي، د پیسو کموالی به طالبان د مخدرو موادو او وسلو...

پوتین وايي، د پیسو کموالی به طالبان د مخدرو موادو او وسلو کاروبار ته اړ باسي

تاند(جمعه، د سنبلې ۲۶) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د افغانستان په خزانه کې د پیسو کموالی ممکن د دغه هیواد نوي چارواکي د مخدرو موادو او وسلو کاروبار ته وهڅوي.

پوتین د شانګهای د همکارۍ سازمان او د ډله ییز امنیتي تړون سرمشریزې ته نن / جمعه وویل «د افغانستان په خزانه کې د پیسو نشتوالی دا خطر لري چې هغه کسان چې اوس دا هیواد په کنټرل کې لري د پخوا په شان د مخدرو موادو او وسلو د کاروبار له درکه د پیسو ترلاسه کولو ته اړباسي.»

پوتین زیاته کړه، وروسته له دې چې د امریکا وسله وال ځواکونه ووتل، ډېره اندازه وسلې یې په دې هیواد کې پرېښودې چې د ملیاردونو ډالرو ارزښت لري.

د پوتین په وینا، طالبانو رسماً اعلان کړی چې له مخدرو موادو او نورو جرمونو سره مبارزه کوي خو وبه کتل شي چې دوی څه کوي.

پوتین د افغانستان د اسعاري زېرمو د تدریجي ازادولو غوشتنه وکړه.

د افغانستان شاوخوا ۱۰ ملیارد ډالره زېرمه د امریکا حکومت کنګل کړې ده.

روسیه اندېښنه لري چې طالبان به د پیسو د کموالي له کبله د نوي یمې لسیزې په شان مخدرو موادو ته مخه کړي او له دې سره جوخت به ترهګرو ډلو ته لار ورکړي چې دې هیواده د نورو هیوادونو پر ضد کار واخلي.

ظاهراً لوېدیځوال نور نه غواړي چې د افغانستان حکومت ته مالي مرسته ورکړي. دوی ویلي چې بشري مرستې هم په خپل لاس بېوزلو افغانانو ته رسوي چې د طالبانو لاس ته ورنه شي.

خو د روسیې په شمول چین، پاکستان او ایران چا ته وړیا پیسې نه ورکوي.

چین ویلي چې افغانستان ته به د ۳۱ ملیون ډالرو په ارزښت، درمل، خوراکي مواد او واکسین ورکړي. خو طالبان پیسو ته سخته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب