یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو د نجونو په زده کړو غیراعلانیه بندیز ولګاوه

طالبانو د نجونو په زده کړو غیراعلانیه بندیز ولګاوه

تاند (جمعه/د سنبلې ۲۶مه) – د طالبانو د پوهنې وزارت په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال د پيلېدلو په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې نارینه زده کوونکي او ښوونکي دې سبا د سنبلې ۲۷مه خپلو زده کړو او کارونو ته حاضر شي.

د طالبانو په اعلامیه کې د نجونو د زده کړو او د ښځینه ښوونکیو د تدریس د کارونو په هکله څه نه دي ویل شوي.

دغه راز، طالبانو د دولتي ښوونځیو لپاره د امارتي ښوونځیو نوم یاد کړی چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکیو پرې ملنډې وهلي او وایي چې دولتي په هر حالت کې دولتي وي، په داسې حال کې چې امارتي د جمهوري په وزن اصطلاح ده.

د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي،‌ «د هېواد ټولو امارتي او خصوصي ښوونځیو، رسمي دارالعلومونو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي:

۱: څرنګه چې مخکې ټولو ښوونځیو او رسمي مدارسو ته تر شپږم ټولګي پورې د تعلیمي بهیر د پیل خبر ورکړل شوی وو د یادې تدریجي شروع په سلسله کې اوس د ذکورو (نارینه) ټولو متوسطه او لیسه ښوونځیو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي تر څو د سنبلې د میاشتې په ۲۷ نېټه د شنبې په ورځ خپل تعلیمي او ښوونیز بهیر پیل کړي،»

د دغې مادې په وروستۍ جمله کې راغلي،‌ «ټول ذکور ښوونکي او زده کونکي باید خپل تعلیمي ادارو ته حاضر شي.»

د اعلان په دویمه ماده کې د لازمو اجرائاتو سپارښتنه شوې او لیکل شوي چې، «۲: ټول ولایتي او اړوند مسئولین دې په دې اړه لازم اجراءات ترسره کړي.»

په داسې حال کې چې تر اوسه نړۍ والې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، او د نړۍ په هېڅ هېواد کې د نجونو په تعلیم باندې بندیز نه دی لګېدلی، ښایي چې طالبان د نجونو د تعلیم په بندولو سره د ځانونو پر وړاندې غټې ننګونې رامنځته کړي.

د چارو ځینې کتونکي وايي، د طالبانو په لیکو کې ځینې پردي عماصر غواړي چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو په منزوي هیواد بدل شي او یوازې له یوه هیواد سره اړیکې ولري.

6 COMMENTS

  1. دا څومره جاهله طبقه ده الله دی دوی په خپل غضب ګرفتاره کړی. ټولی دنیا ته یی وشرمولو. ستاسو په دین او مذهب غیڼ ووهم. ولی غواړی افغانستان منزوی شی او خلک در په دره شی. ستاسو اسلام کی غیڼ ووهم.

  2. طالبان دی د نړی په 196 هیوادو او له هغه جملی څخه په 50 اسلامی هیوادو کی یو هیواد دی را په ګوته کړي چې هلته د نجونو په زده کړه پابندی لګول شوي وي
    آیا زموږ خلک همدا د طالبانو په راتګ مسلمانان شوي دي ؟؟؟؟
    نه پوهیږم چی طالب خپل میرمن د ولادت او ناروغی په وخت کې ښځینه ډاکتر ته وړي يا نارینه ډاکتر ته ؟؟؟؟
    په هوائی ډګر او چک پوستونو کی د طالبانو لورګانی او ښځی یو نارینه پولیس بدنی پلټنه وکړي او یا یو زنانه پولیس؟؟؟
    اصلی خبره دا ده چی د پوهنی وزارت هم د جنګی غنایمو په توګه حقانیانو ته رسیدلی او حقانیان خو هر چاته اوس جوته شوی چی د پنجاب او آی ایس آی لاس په نامه غلامان او نوکران دي ، پنجاب خو غواړی زموږ هیواد هماغسی د جهل او وحشت په لمو کی بند پاتی وي، ځکه د علم او پوهی په ګاڼه سمبال ولس به هیڅکله هم دا د طالبانو د منځنی پیړی امارت ونه مني.

  3. تاند دخپلو بادارانو په متابعت خبری نشروی.
    یو خبریال چه دخپلی لټی په خاطر دتلفون ګوشکه نه اخلی او معلومات نه ترلاسه کوی هغه دخبریالی مسؤلیت نسی لرلای. داسی خبریالان باید دخبریالی سند ونلری.
    دانګریزانو او ترکی خبریالانو همدا خبر په دی ډول نشر کړی دی.
    دا خبریالی نده چه طالبان په نورو ځایو کی اعلان وکړی او دطالبانو دښمنان یی په غرض بدتعریف کړی او بیا بل راولاړ سی او په نقل پیل وکړی. بیا خپل نوم ولیکی چه زما تیار سوی خبر دی. هغه خبریال چه دخپلو منابعو نوم نه اخلی هغه علمی غلا کوی. تاند دتبر حکومت دغلا عادت په خپلو راپورو کی ورکوی.

  4. sorry for this leaders of talibs;
    they are very poor from knowledge. in this 21 century women’s are leaders of many islamic country.
    Bangladesh/pakistan.
    qualification of humans is in education ,not in sex.
    one more time think about what you doing., only mula can not run one country.
    we have high standard educated women in our country,.
    women’s can be doctors/teachers and best advisors for mans
    majority of talibs are pashtoons/your negative point is showing that mean pashtoons are DARKMIND.

    THANKS FROM TAAND WEBLOG

    .

  5. ما طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړی د بندیز په تړاو د ژورنالیزم ټولو اصولو ته په درناوئ خپل نظر لیکلی خو د تانداړونده مسئولینو هغه خپور نکړو ، ما په خپل لیکنی کې نه چاته توهین کړی او نه می کوم نامناسبه جمله کارولی و، یوازی د یو افغان په توګه می د طالبانو د دی ناروا اقدام په هکله خپل نظر څرګند کړی و .
    خوښ به شم که د تاند محترم چارواکی زما د لیکنی د نخپریدو لامل راته راپه ګوته کړي. ښی چاری

  6. ۱ – زوړ استعمار
    ۲ – نوئ استعمار
    ۳ – بیخی نوی استعمار
    ۴ – د پورته درو ترکیبی استعمار
    موږ د روشنفکر او متحجر د حضور له برکته! د څلورو واړو مزه لیدلې ده ځکه چی زموږ روشنفکر تر متحجر او متحجر مو تر روشنفکر خائن دئ او دواړه د استعمار مزدوران دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب