جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهم.م. له غلام اسحاقزي غوښتي د افغانستان په استازیتوب په عمومي اسمبلۍ...

م.م. له غلام اسحاقزي غوښتي د افغانستان په استازیتوب په عمومي اسمبلۍ کې ګډون وکړي

تاند(جمعه، د سنبلې ۲۶) د ملګروملتو ویندوی وايي، په دې سازمان کې یې د افغانستان د پرزول شوي حکومت له استازي څخه غوښتي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د ملګروملتو ویندوی نن/ جمعه وویل چې غلام اسحاقزی به د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.

د سرمنشي ویندوی فرحان حق وویل، په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي سفیر غلام اسحاقزي د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته د افغانستان د هغه پلاوي لیست سپارلی چې د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې به ګډون کوي.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې طالبان به، چې تېره میاشت یې ټول افغانستان ونیوه، ملګروملتو ته خپل کوم استازی ورمعرفي کړي او که نه.

د سرمنشي د ویندوی په وینا اسحاقزي یوه ورځ وروسته له دې چې د عمومي اسمبلۍ غونډي پیل شوې، د چهارشنبې په ورځ د ملګروملتو د غوښتنې لیک لاسلیک کړ.

د نړۍ لسګونه مشران راتلونکې اوونۍ د ملګروملتو په کالنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته ځي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی اسحاقزی د عمومي اسمبلۍ په وروستۍ ورځ یعني د سپټمبر په ۲۷ نېټه وینا وکړي.

د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د طالبانو حکومت نړیوالو په رسمیت ونه پېژانده او تر پایه د برهان الدین رباني له لوري ټاکل شوی استازی په ملګروملتو او له پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي پرته په نورو هیوادونو سفیران په خپل حال پاتې شول.

2 COMMENTS

  1. ملګری ملتونه باید څه وکړی؟
    ملګری ملتو کې دپروفیسو ربانی کا بل وژونکی دایمی استازی ظاهر طنین پرچمی په کلونو دلته پروت وه کوم عقل دامنی وایی چې ږیره زما واک یې دملا! ملګری ملتونه داستازی په تعریف نه په بشردوستانه لحاظ او نه اداری پوهیږی . او همدارنګه د افغان ولس په ژبه! اصلا سوال دادی چې بوډا غلام اسحاقزی خو مخالف دی او ملګرو ملتو کې زړې مقالی دهلېز په دهلېز وګرخولی نودکومو خلکو استازیتوب کوی؟ دملګرو ملتو او که دخپل خان؟
    ملګری ملتونه،یونیسف،نړیوال بانک ،داروپا اتحادیه دې او حتی امریکا دې دافغان ولس بشردوستانه مرستو ته سیاسی رنګ نه ورکوی او نه دې پلمی . دغه بشری مرستې باید دتېر په څېر مستحقو مظلومو، شهیدو ،یتیمو رنډو او کونډو خلکوته به بشبړه تو ګه دوام ولری . زه باور لرم داځل به له اختلاس،چونګی ،پټ او ښکاره غوړه فیصدی ، لوکس ګاډی،دمشاور او اډوایزر په نامه لوړ معاشونه ،بې شمیره غیر ضروری دفترونو پرته په عادلانه ویش کې به ستر اهداف رامنخ ته کړی او مسحق کسان به ورڅخه برخمن شی.
    د ملګرو ملتو عمومی اسمبلی کې باید دافغان ولس دایمی استازی وجود ولری ځکه
    داسحاقزی اجندا او وینا به افغان ولس ته دیوتیوب کلیپ مانا ولری او د افغانستان زعامت ته استهزا او بې خبری ګنل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب