یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاروپایي پارلمان ته د احمد مسعود د بللو وړاندیز عملي نه شو

اروپایي پارلمان ته د احمد مسعود د بللو وړاندیز عملي نه شو

تاند:( جمعه، د سنبلې ۲۶مه) د افغانستان د وضعیت په اړه د اروپایي پارلمان په  صادر شوي پریکړه لیک کې، دغه پارلمان ته د وینا لپاره د دویم مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود د بللو وړاندیزعملي نه شو.

دغه وړاندیز د اروپایي ټولنې د شلو غړو هېوادونو له لورې شوی و.

په دې وړاندیز کې احمد مسعود ته د طالب ضد مقاومت بهیر د مشر په توګه، په اروپایي پارلمان کې د وینا کولو د فرصت غوښتنه شوې وه.

خو نن جمعه د افغانستان په اړه د اروپایي پارلمان په صادر شوي پریکړه لیک کې دا موضوع ذکر شوې نه ده.

معلومه نه ده، چې اروپایي پارلمان له خپل دې پریکړې په کوم دلیل په شا شوی؟

احمد مسعود د طالبانو په لاس د کابل او ټول هېواد له سقوط څخه تر څو اونیو د طالبانو خلاف په پنجشېر کې وجنګیده، خو له ماتې وروسته یې هېواد پریښی او ویل کیږي، چې تاجیکستان هېواد ته تلی.

1 COMMENT

  1. اروپائی ممالک باید پوه شی چی تاسی او امریکا دا مضر مکروبونه شعوری کله په ‍ځمکه غورځولی دی او کله مو پورته کړی دی تاسی د دیموکراسی میراثی چیغی وهۍ اما ولیده شوه چی د تاسو چټلو اقداماتو سره په کالونو افغان ملت ددی وحشیانو له خوا تباه کیږی او تاسی بیا هم همدا رنګارنګ بی سواده وحشیان او قاتلان محکم په غیږ کښی نیولی دی او هم تاسی ظالم یاستۍ چی د ملت ناچاره تیښتی بیا غوغا کوۍ چی مونږ افغانان خپلو ممالکو ته نه پریږدو دا د تاسو غیری انسانی خصلت ښکاره کوی چی تاسی د افغان ملت تباهی ته له هری هڅی څخه دریغ نه کوۍ ، شرم ولرۍ ایا همدی بی سواده ساتل شوی غیرتی ملت لوی ظالم شوروی کمونیستی رژیم ټو‍‍ټه ټوټه نکړ ایا المان شرق ازادی به بی له افغانانو قربانۍ ممکنه واۍ ؟؟؟ نه هیڅکله نه او مغروره او ظالمه امریکا خپل انسانی خصلتونه ئی نه درلودل او لږ څه ئی چی لرل هغه ئی له لاسه ورکړی دی او غواړی چی خپلو چټلو پلانو لپاره د خپلو روزل شوو غلامانو په وسیله افغان ملت د تباهی کندی داسی وغورځوی چی بیا راپورته کیدای نشی اما تاسی غټه اشتباه کوۍ افغان ملت هیڅکله د اجنبی غلامی ندی منلی او دتاسو فریبی غلامی پلانو باندی پوره اګاه شوی دی ای غربی اروپا د امریکا وحشی ظالمانه مستعمری ناپاکه هلی ځلی نوره مه حمایه کوۍ او د غیرتی افغان ملت باندی رحم وکړۍ پریږدۍ چی د تاسو ملتونو په شان د ابروندانه ژوند شرائیط خپله د با استعداده مسلکی صادقو افغانانو په وسیله برابر کړۍ شی !!!!! افغان ملت متحد وو او متحد به پاتی کیږی افغانان صادق مسلمانان وو او مسلمانان به پاتی کیږی او د تاسو په کومک په افغانستان کښی تجارتی قیدانی اسلام د پنجابی پاکستان د انګلیس شیطانی سره رامینځ ته شوۍ دی پریږدۍ افغان ملت خپلی غریبی ته او د نیکونو نیکونو او غور نیکونو اسلام اسلام ته !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب