شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېد راروان اقتصادي بحران مسول، د طالبانو ترڅنګ اشرف غني هم دی

د راروان اقتصادي بحران مسول، د طالبانو ترڅنګ اشرف غني هم دی

احمدشاه وردګ

نن مې د ملګرو ملتونو هغه را پور ولوست، چې په افغانستان کې یې د فقر د زیاتېدو په اړه خبر داری ور کړی وو او ویلي یې و چې که د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت په همدې شکل داوم کړي، تر ۲۰۲۲م کال پورې به ۹۷سلنه خلک له فقر سره مخ شي، چې دا خپله یوه انساني فاجعه منځ ته راوړي. اوس که خدای مه کړه داسې اقتصادي فاجعه راتلونکي وي؛ د هغې مسول به څوک وي او ملت او خدای ته به څوک ځواب ویونکي وي؟ آیا یوازې طالب د دې فاجعې مسول دی که نه غني هم ور سره شریک دی؟

غني چې کله هېواد پرېښود، د ده سر ته خطر متوجه وو او دا باید ومنو،  جنګ یې چې ونه کړ، هغه د ده خبره انساني فاجعه په رښتیا سره راتله، ښه بېلګه یې د ناامنو ولایاتو نه هغه بې ځایه شوې کورنۍ دي، کنه د امنیتي ځواکونو په مېړانه هېچا هم شک نه درلود، مثال یې هلمند ولایت یادولای شو چې طالبانو هر څومره کوښښ وکړ، هغه یې له افغان امنيتي ځواکونو ونه شوای نیولای.بالاخره چې خبره د معاملې شوه‎، ټول ولایتونه یې په څور ورځو کې ونیول. اوس بحث په دې نه کوم چې هغه کومه معامله وه، چې ټول افغانستان یې پرته له جنګ نه ونیو.

راځو د دې بحراني حالت مسول ته، لومړی خو طالب د دې هر څه مسول دی، که خدای مه کړه په افغانانو هره بده ورځ راځي، مسول یې طالب دی، ځکه چې طالب هغه جمهوریت ړنګ کړ، چې کم و زیات یو مېلیون یوازې دولتي مامورینو په کې کار کاوه او حلال معاش یې ترې اخیست، په لکونو نور داسې کسان وو، چې په خارجي موسساتو، داخلي شرکتونو کې په کار بار مصروف و او خپلو اولادونو ته یې یوه نمړۍ حلاله روزي ګټله، پاتې نور یې په شخصي وړو او غټو کارونو بوخت وو، ځینو یې شاقه کارونه کول، لنډه دا چې یوه کراچي وان هم کولای شوای چې د ورځې تر پېنځه سوه افغانیو کار وکړي او کور پرې وچلوي؛ خو د طالبانو په راتګ همدا اوس هغه ټول که په ټپه نه وي ولاړ، ۹۵ سلنه خو یې درېدلي دي.

دویم، غني هم دلته ګرم دی، که څه هم چې ده ډېره غټه قرباني ورکړه، د درې لکه اردو، پولیس او امنیت سره سره یې پرته له جنګ او خون رېزۍ یې هېواد طالب ته تسلیم کړ، د ده هغه قرباني به ملت هېره نه کړي او په تاریخ کې به یې نوم په زرینو کرښو ولیکل شي. ان شاءالله؛ خو د هغې سره سره بیا هم که خدای مه کړه، فقر او بې چاره ګي اوج ته رسېږي او انساني فاجعه را منځ ته کېږي، غني ور سره شریک دی، ځکه چې ده (محمداشرف غني بابا) باید لومړی استعفی ورکړې وای او بیا تللی وای، وروسته له هغې که هر بده پېښه کېدای بیا به یې غني مسول نه وو،  هغه وخت به بیا وجدان، ملت او الله پاک ته ملامت نه وو. په هر حال اوس څه کول په کار دي، چې د راتلونکي بحراني حالت څخه هېواد وژغورو. اوس هر سړی طالب ته ګوته نیسي، او مسول یې هم دی، دی. طالبان د فعلآ لپاره باید له اروپايي ټولنې سره اړیکې ونیسي، د انساني همدردۍ له مخې دې همکاري ترې وغواړي. دویم د سیمې له هېوادونو په ځانکړې توګه له اسلامي  هېوادونو، که څه هم چې موږ خو همدغو اسلامي هېوادو تباه کړي یو؛ خو چې مجبور شوې هندو ته به هم ماما وایې، له ټولې نړۍ دې د انساني همدردۍ له مخې مرستې وغواړي، نه داسې کومکونه لکه دولتونو ته چې ورکول کېږي. په دې شکل طالبان کولای شي چې تر یو حده دا بحراني حالت را کنترول کړي، کنه ډېر ډارن خلک به یې پر وړاندې پورته شي، ځکه چې بې وزلي، لوږه، هغه هم د اولاد، سړی هر کار ته مجبوروي. او کله چې د فعلآ لپاره وضعیت را کنترول شو، بی غني ته هم لازمه ده چې خپل هېواد ته راشي، ښه په قدر او عزت کې استعفی ور کړي، چې ان شاءالله له برکته به یې لومړی هغه کنګل شوې پیسې چې په نړیوالو بانکونو کې دي، افغانانو ته ور کړل شي او ډېری هېوادونه به امارت په رسمیت وپېژني وروسته له هغې مو که له نړیوالو سره ښې اړیکې جوړې کړې، مادي او معنوي مرستې یې ترلاسه کولای شو، کنه  وضعیت مو ښه مدیریت نه کړ، یو بل به داسې سره وخورو لکه د ګور چینجي.
وسلام

1 COMMENT

  1. هغه خرک او هغه درک
    افغانان باید داسی لیکنه وکړی چه دیو آزاد مسلمان افغان روحیه ځینی له ورایه ښکاری.
    دا نو څه دی دجنبوریت په تللو دطالبانو نه خپه یی. دجنبوریت مات نظام په طالبانو باندی پټه وی. یو وطن فروش بیا بابا بولی. ترپرونه یی دافغان ملتیانو په بابا ملنډی وهلی او بیا په لیاره روان سو. که باباتوب په فرار وی نو هغه ده ډیر یی له طیاری هم راوغورځیدل هغه خو بیا بیخی دافغانستان باباګان دی.
    زه باید له اوښکو سره ووایم چه په تاریخ کی به داسی نوی سوی چه شل کلن نظام وی او په یوه ورځ کی ورک سی. بانکونه خالی وی او دمامورینو معاشونه په میاستو نوی ورکړ سوی. مشر یی ډالر تښتوی او افغانی په نورو ویشی، نور یی یا په بکسو اجوی او تښتی او یا یی په کورونو کی پټوی. نوی حکومت خلک راغواړی خو دخلکو درک نه لیدل کیږی. ولی؟
    غنو دامریکا سړی او لکه امریکایانو دهغوی مزدورانو په هوایی میدان کی افغانستان ته ضرر رسولی وو غنو همداسی دافغانستان نظام ته. داحمدزو نوم یی وشرماوو.
    دلیکونکی بل عجیبه فکر دی. امریکایان او اروپایان لا ښه بولی!!!!!!!!!!!!!!! شل کاله تیر سول او امریکایی شر ورته ندی معلوم. په غنو ور برګ سول او غنو په کوړنچو له وطنه فرار سو، او امریکا سمدستی دافغانستان مالونه ضبط کړل. دا یو بی پلانه کار نسو بللای. دیو فکر خاوند باید په دی هکله چورت وهلای وای او هغه یی یا غندلای وای او یا یی افغانانو ته دسمی لیاری ښونه کړی وای.
    لیکونکی مسلمان دولتونه دافغانستان دښمنان بولی. بله عجبه یی کړی. داسی ښکاری چه لیکونکی دچنبوریت لیونی ملاتړ دی او ځکه یی په لیکنه کی انصاف کم لیدل کیږی.
    طالبانو افغانستان آزاد کړ. دا باید ومنل سی. امریکا دافغانانو همیشه دښمن وو او دی. دا هم باید ومنل سی. افغانستان ته زیربنای کار نوو سوی او مطلق ډیوالی دولت وو او دی. خود کفا نه وو، په خیراتو چلیدلی وو او لا دخیراتو تمه وه. په دی کی دطالبانو ورګډول ډیر لوی ظلم دی.
    پورته هیر اوس نو باید هم طالبان عقل وکړی او هم افغانان. بدبختانه دجنبوریت ملاتړان اوس هم دافغانستان په پښو پسی تیشی را پورته کړی دی او په هر ډول چه وی دافغانستان پښی پریکوی. طالبانو ته لاهم پوره عقل ندی راغلی.
    طالبان لا هم په خپل خره ولاړ دی. دیو ملیون ملایانو دعقل نتیجه داسوه چه یو ویروونکی انسان دنیا ته ور معرفی کړی (دښځو تور لباس). مونږ به دملایانو احسان ومنو چه دآزادی اتلان دی. خو دا په دی معنی نه چه دوی هر څه وغواړی هغه باید ومنل سی. دافغانستان ملی ګټی او داسلام عزت اوس په دوی پوری تړلی دی. دنیا ته یی دټول شموله حکومت ناری وهلی په اخیر کی هغه دیو اوزبک او یوه تاجک ملا په شمول ختم سول.
    خدای دی وکړی څوک طالبان په دی خبر کړی: په اسلام کی دجنګ په وخت کی حدود نه نافذیږی. دهغه په حکمت باندی پوهیږی؟ دا ده دوی له دنیا سره په جنګ دی نو بیا ولی لیږ له خپلو افراطی تعبیرو څخه نه تیریږی. آخیر ولی یو ښه ټول شموله دولت مو په شل شپو کی نسو جوړولای چه له ورایه خلک ورته خوشبین سی. دا ددوی اوه غټه ناکامی ده. څه مشکل وو چه په ټول افغانستان کی متقی کسان له نورو طبقو او ملیتو څخه را پیدا نکړی؟
    خدای دی افغانستان وساتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب