Homeخبرونهپه ۲۰ ولایتونو کې تر ۱۵۰ ډېرې رسنۍ بندې شوي

په ۲۰ ولایتونو کې تر ۱۵۰ ډېرې رسنۍ بندې شوي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۳) د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د اګست له ۱۵ تر اوسه پورې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې ۱۵۳ رسنۍ بندې شوې دي.

د دغو تلویزیونونو او راډیوګانو د بندېدو عمده دلیل اقتصادي ستونزې او د طالبانو له لوري محدودیتونه بلل شوي دي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مرستیال هجرت الله مجددي وايي «که هغه موسسې چې د رسنیو ملاتړ کوي پر دې حالات ځان ناګاره کړي، پاتې تلویزیونونه او راډیوګانې به هم له فعالیته ولوېږي.»

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې استازی مسرور لطفي وايي «موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د دې ستونزې د حل کولو لپاره فوري اقدام وکړيٍ، کنې په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي، همداراز نورې بشري او مدني ازادۍ به ژر ختمې شي.»

د اګست په وروستیو کې یو شمېر ښځینه خبریالانو او ویاندیوانو رسنیو ته وویل چې د خپلو مربوطه ادارو له لوري ورته ویل شوي چې نور کار ته ورنه نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...