شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغان پېلوټانو ۲ نورې ډلې متحده عربي اماراتو ته ځي

د افغان پېلوټانو ۲ نورې ډلې متحده عربي اماراتو ته ځي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۳) ټاکل شوې ده چې له ازبکستان سره د امریکا د موافقې پر اساس د افغان پېلوټانو دوې نورې ډلې په متحده عربي اماراتو کې د امریکايي ځواکونو اډې ته لاړ شي.

د دوی لومړۍ ډله د یکشنبې په ورځ په خپلو الوتکو کې د کورنیو له غړیو سره په خوندي ډول له ازبکستانه متحده عربي اماراتو ته ورسېده.

د افغان پېلوټانو دوې نورې ډلې به د امریکا او ازبکستان له موافقې سره سم متحده عربي اماراتو ته روانې شي.

د پېلوټانو او د هغوی د کورنیو د غړیو شمېر ۴۵۰ تنو ته رسېږي.

طالبانو په وروستیو کې له ازبکستانه غوښتي چې پېلوټان او الوتکې بېرته افغانستان ته ورولیږي. خو پېلوټان نه غواړي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته لاړ شي ځکه دوی فکر کوي چې طالبان تر ټولو زیات پېلوټانو ته غوسه دي.

طالبانو د ولسمشر اشرف غني د حکومت تر پرزېدو مخکې څو تنه پېلوټان په کابل کې ترور کړل.

امریکا هم پر ازبکستان فشار راوړی چې د افغانستان د اردو او هوايي ځواک هغه غړي افغانستان ته وانه ستوي چې ژوند یې په خطر کې وي. د همدې فشار په پایله کې ازبکستان افغان پېلوټانو او د هغو د کورنیو غړیو ته اجازه ورکړې چې متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.

امریکا له ۲۰۱۰ څخه د افغانستان د هوايي ځواک پر جوړولو ۸ ملیارده او ۵۰۰ ملیون ډالره لګولي دي.

1 COMMENT

  1. ښه دی چی ورک شول دا ده افغان مظلوم ملت قاتلان.دوی کلی را وران کړل.ماشومان یی راشهیدان کړل.بسته کورنی په بمنووالوځولی. دوی کوم پاکستان بمبارد کړی وو چی ملت به یی آرمان وکړی؟ وطن کی جنګ ختم شوو. نوری وسلی اوده وسلو چلونکی په غربی مفکوره تربیه شوی هجرتی قاتلان زمونږه ندی پکار. بل ده طیارو یی هم آرمان نکړوو ځکه چی دومره پرمخ تللی ندی چی ده پاکستان ایران په مقابل کی وکارول شی. مهم ملی او ایمانی روحیه ده چی ملتونه پری خپل وطن عزت او ناموسساتی، کنی ټیکنالوجی پرمختللی وسلی ډالر او ښه تربیه شوی عسکرخو امریکا او اشرف غنی هم درلودل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب