دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې ۵ پخواني پولیس وژل شوي

په کندهار کې ۵ پخواني پولیس وژل شوي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۸) په کندهار ښار کې د افغانستان د ملي پولیسو ۵ پخواني غړي له خپلو کورونو تر ایستل کېدو وروسته وژل شوي دي.

په وژل شویو پولیسو کې یو تن د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د دهلې بند د پوستې پخوانی قوماندان او درې یې وروڼه دي.

د افغانستان د نورو سیمو خلاف په کندهار کې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې دا ډول مرموزې وژنې دوام لري.

د راپورونو له مخې، پرون د کندهار په پنځمه او نهمه ناحیه کې نامعلومو کسانو ۵ پولیس له خپلو کورونو وایستل او وروسته یې ووژل.

په لومړۍ پېښه کې، چې د کندهار په پنځمه حوزه کې نساجۍ پله ته نژدې وشوه، د کندهار د امنیه قوماندانۍ د جنايي څانګې پخوانی کارکوونکی فدامحمد ووژل شو. په دوهمه پېښه کې د دهلې بند پخوانی امنیه قوماندان توریالی له درو وروڼو سره وژل شوی دی.

طالبان دواړه پېښې تاییدوي او وايي چې دا قتلونه له دوی سره تړاو نه لري خو په اړه یې څېړنې کوي.

په کندهار کې دا ډول پر له پسې وژنې کېږي او طالبانو مخکې ویلي و چې ممکن دا قتلونه د شخصي دښمنیو پر اساس وي.

دوی مخکې هم د تحقیقاتو ژمنه کړې وه خو تراوسه پورې د قتلونو په مخنیوي نه دي بریالي شوي.

1 COMMENT

  1. دا قتلونه يا تالب کوي او يايي آ. اس. آ. دتالب په همغږي کوي که داسي نه وي نو تالب بايد دا قاتيلين پيدا او د شرعي قانون چي دی تينګ پري ولاړ دي جريمه کړي.
    خو زه کوم اميد نه لرم ځکه تالب مخ له مخه وايي چه دا قتل د شخصي بديو کي کيږي بي له دي چه کوم تحقيقات يي کړي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب