دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهفضل الرحمان له پاکستانه وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

فضل الرحمان له پاکستانه وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۸) د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان له حکومته وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

طالبانو د کابل له نیولو څه باندې درې اوونۍ وروسته  د سې شنبې په ورځ د ملامحمدحسن اخوند په مشرۍ خپل موقت حکومت اعلان کړ.

فضل الرحمان جیونیوز تلویزیون ته په مرکه کې وویل «طالبان له شل کاله اوږدې جګړې وروسته د فاتح ځواک په توګه کابل ته ننوتل.»

ده زیاته کړه «طالبان وايي چې پراخ بنسټه حکومت جوړوي، ټولو ته یې عمومي عفوه اعلان کړې چې دا د دوی چلند ښيي.»

فضل الرحمان پر نړیوالې ټولنې ږغ وکړ چې طالبانو ته په پراخ نظر وګوري ځکه چې اوس د دوی نوبت دی.

د جمعیت علما ګوند مشر زیاته کړه، که نړۍ وغواړي چې له طالبانو سره اړیکې او سوداګري راکړې ورکړې زیاتې کړي، طالبان به ورسره دوه اړخیزې اړیکې وغوړوي.

ده په عین حال کې وویل چې طالبان باید اساسي قانون رعایت کړي او د قوانینو او د خلکو نظرونه په پام کې ونیسي.

طالبانو ژمنه کړې وه چې پراخ بنسټه حکومت به جوړوي، ښځې به له پامه نه غورځوي خو تراوسه پورې دوی د حکومت ټولې چوکۍ په خپل منځ کې سره وېشلي دي چې دا کار د دې سبب کېږي چې د پاکستان په ګډون د نړۍ هیوادونه د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته زړه ښه نه کړي.

خو د طالبانو ویندوی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د نوي حکومت د اعلانولو په مهال وویل چې دا موقت حکومت دی او وروسته به نورو خواوو ته په حکومت کې برخه ورکړل شي.

ډېر افغانان په دې خوشاله دي چې طالبانو امنیت راوستی، د فساد او غلاوو مخه یې نیولې خو د ډېرو اندېښنه دا ده چې که طالبان د اوس وخت له شرایطو سره سم چلند ونه کړي حکومت به یې منزوي شي او په نتیجه کې به د افغانستان او افغانانو کړاوونه زیات شي.

4 COMMENTS

  1. هغه پلار دې چې خلکو په خپل دفتر کې له پاس چته راغورځولی وو او لغته يې ورکړې وه او له پاسه يې لاندې د زينې په پوړيو کې سرکنډولې وهلې تر هغې چې لاندې ځمکې ته راورسېد، نو ولې د هغې پوښتنه نه کوئ؟ طالبان خو ستا او د حامد الحق د مور بچيان دي رسميت پېژندنې ته يې څه اړتيا شته. خپله مو جوړ کړي او په رسميت مو لا له هماغه ورځې پېژندلي چې مو رامينځته کړي دي.

  2. هم ستا او هم د طالبانو په قبر د مٍکناټن او جورج واشنګټن ……
    که دی د بخیل ګومان را باندی کړیدئ نو ستاسی دا هم د مٍکناټن او جناح او عمران خان او جورج واشنګټن قبر ته ور وځړوم.

  3. نریوال دی په دی
    پوه شی چی د خزی حقوق نه دی
    چی نرانو سره په دفتر کی کینی
    اسلام کی خلوت حرام دی

    طالبان دا ۲۰ کاله جنگ د سه دماره کولو چی وس خزی دفتر کی کینوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب