دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهم.م. وايي، د طالبانو له لوري د ښځو وزارت حذف د نړیوالو...

م.م. وايي، د طالبانو له لوري د ښځو وزارت حذف د نړیوالو قوانینو خلاف دی

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۸) د ملګروملتو د جنسیت د مساوات ادارې، د ملګروملتو ښځې (UN Women) د طالبانو له لوري د ښځو د چارو د وزارت د لغوه کولو پرېکړه وغندله.

د ملګروملتو د ښځو د ادارې سرپرستې پرامیلا پاتین په یوه بیان کې ویلي «زه په دې پرېکړه چې ظاهراً نور به په حکومتي موسسو کې د ښځو د چارو وزارت شامل نه وي، نهیلې شوې یم. د نړۍ په نورو هیوادونو کې دا ډول وزارت شته او د ښځو بشري حقونو ته د درناوي یقیني کولو ته د حکومتونو ژمنې منعکسوي. په افغانستان کې د دې وزارت نه شتون یو بل مخ په شا ګام دی.»

دې همداراز ویلي«زه د طالبانو پر مشرانو ږغ کوم چې د نړیوالو تړونونو او همداراز د هغو د اړوندو ضمیمو او نورمونو پر اساس، چې افغانستان یې برخه دی، پر خپلو ژمنو ودرېږي.»

د ملګروملتو د ښځو د ادارې د مشرې په وینا د افغانستان د حکومت له جوړښته د ښځو د چارو د وزارت د لغوه کېدو معنا دا ده چې ښځې د هیواد په تصمیم نیوونکو پروسه کې له ګډونه محرومې شي.

دې همداراز ویلي، نړیواله ټولنه په دې برخه کې روښان دریځ لري چې ښځې باید د هیواد په لویو تصمیمونو کې ونډه ولري، په ټولنه او سیاسي ژوند کې بشپړ او معناداره حق ولري او دا د دوی مسلم حق دی.

که څه هم طالبان وايي چې ښځو ته په دولت کې حق ورکوي او د زده کړو مخه یې هم نه نیسي خو یو شمېر طالبان فکر کوي چې ښځې باید له کوره ونه وځي، کار ونه کړي او زده کړې ونه کړي.

طالبانو پرون وویل چې نور ښځو ته اجازه نه ورکوي چې سپورت وکړي. د طالبانو دا اقدام د دې سبب شوی چې استرالیا د افغانستان له کرکټ لوبډلې سره ټیستلوبه لغوه کړي.

د طالبانو دا ډول اقدامات سبب کېږي چې افغانستان یو وار بیا د نوي یمې لسیزې په شان منزوي او پر یوه داسې هیواد بدل شي چې له پاکستانه پرته له بل هیواد سره اړیکې ونه لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب