Homeخبرونهطالبان: افغانستان به په سیمه کې د اتصال رامنځ ته کېدو سبب...

طالبان: افغانستان به په سیمه کې د اتصال رامنځ ته کېدو سبب شي

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۸) طالبان ډاډ ورکوي، چې افغانستان به په سیمه کې د اتصال رامنځ ته کېدو سبب شي .

د قطر دفتر غړي سهیل شاهین په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان د چین په ګډون له ټولې سیمې سره ښې او پراخې اړیکې غواړي.

د نوموړي په خبره افغانستان به د چین په څېر د نورو ګاونډیو هېوادونو په مرسته په ټوله سیمه کې د اتصال سبب شي او دلته به اقتصادي وده او ثبات رامنځ ته شي.

شاهین همدا راز ویلي چې چین د افغانستان پیاوړی ګاونډی هېواد دی او د دغه هېواد اقتصادي مرستې له افغانستان سره مهمې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له راتګ وروسته افغان ولس له سخت فقر او بې وزلۍ سره مخ دی او ورسره هم مهاله د خوراکي توکو بيې هم ډېرې لوړې شوې دي.

عام ولس له حکومت نه غوښتنه کوي، چې دوی ته کاري زمينې برابرې او د خوراکي توکو بیې کنټرول کړي.

وبه لیدل شي، چې نوی حکومت به څومره او کله بریالی شي، چې افغان ولس ته ښه خدمات وړاندې او د دوی ستونزو ته رسېده ګي وکړي.

3 COMMENTS

  1. تادمتخصصینوپه عوض ټول ملایان په دولتی پوستو کی وګمارل ته به ډیر ښه اتصال رامینځ ته کړی غول به وکړی

  2. خره ملایان د شپژمی پیری قوانین په یوویشتمه پیری کی د خپلو بی سواده، جاهله او له دنیا ناخبره وحشیانو په لاس پلی کول غواری او فکر کوی چه په دی خرتوب به هیواد د پرمختیا لوری ته روان کری.

    بده یی لا دا چه دا نور قومونه فکر کوی چه دا وحشی خره د افغانستان د ۱۸ ملیونو پوشتنو نه استازیتوب کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...