Homeسپورتاسترالیا ښايي له افغانستان سره له سیالۍ تېر شي

استرالیا ښايي له افغانستان سره له سیالۍ تېر شي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۸) د استرالیا کرکټ بورد ووايي، که د افغانستان د طالبانو حکومت د کرکټ د ښځینه لوبغاړو مخه ونیسي، استرالیا به د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره ټاکل شوې مسابقه لغوه کړي.

د جرمني د( ډي.پي اې) خبري اژانس د راپور له مخې، د استرالیا د کرکټ چارواکو وویل، که د ښځینه کرکټرانو ملاتړ ونه شي، له افغانستان سره د نوومبر  د میاشتې سیالۍ نه ترسره کوي.

د افغانستان لوبډله، چې په ۲۰۱۷ م کال د ټیستلوبو جوکه وپېژندل شوه، تر بل هر ټیم لږې ټیست سیالۍ کړي او په دې برخه کې د ودې لپاره ډېرو سیالیو ته اړتیا لري.

لومړی د نومبر له ۲۷مې د دسمبر تر لومړۍ نیټې د افغانستان او استرالیا د لوبډلو ترمنځ ټسب لوبه پلان شوې وه خو وروسته یې نیټه بدله شوه.

د استرالیا رسنیو د طالبانو د فرهنګي کمیسیون د مرستیال احمدالله وثیق په قول ویلي  چې نوموړی فکر نه کوي چې ښځو ته دې د کرکټ لوبې اجازه ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...