Homeخبرونهاسټراليا له افغانستان سره د لوبې لغوه کولو ته بهانې ګوري

اسټراليا له افغانستان سره د لوبې لغوه کولو ته بهانې ګوري

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۸)د استراليا کرکټ بورډ ویلي، که په افغانستان کې د ښځینه وو کرکټ ته اجازه ور نکړل شي، دوی به له افغانستان سره یواځینۍ ټیسټ لوبه لغوه کړي.

سرچینې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د افغانستان حالت څاري او داسې راپورونه یې هم ترلاسه کړي چې طالبان د ښځو کرکټ ته اجازه نه ورکوي.

سرچینه کاږي، چې استرالیا کرکټ بورډ ته د ښځو کرکټ هم مهم دی او د ښځو لپاره په مساوي ډول د لوبو ملاتړ کوي.

سرچینه وایي که چېرته د افغانستان لوبغاړي په انفرادي ډول ورسره لوبېږي، نو هغوی ورته اجازه ورکوي، خو زیاتوي د طالبانو تر بیرغ لاندې لوبډله، چې د ښځو کرکټ ته اجازه نه ورکوي، استرالیا به یې کوربتوب ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په راتګ سره په ښځینه کرکټ بندیزونه لګېدلي او داسې اندېښنې هم شته، چې ښايي افغان ملي لوبډلې څخه بشپړ غړیتوب هم واخیستل شي.

افغان کرکټ بورډ بیا تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...