یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+هند نړیوال ۲۰ اوره جام ته لوبډله اعلان کړه

هند نړیوال ۲۰ اوره جام ته لوبډله اعلان کړه

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۸) د کرکټ نړیوالې شورا ویلي هغه لوبډلې چې په نړیوال جام کې ګډون لري باید د سپتمبر تر لسمې نېټې خپلې لوبډلې اعلان کړي.

نیوزلنډ لومړنۍ لوبډله ده چې خپله لوبډله یې اعلان کړې ده.

دغه راز استرالیا او پاکستان هم لوبډلې اعلان کړي او په دوهمه درجه هېوادونو کې بيا تېره شپه عمان هم خپله لوبډله اعلان کړه.

تازه هند خپله تېره شپه نړیوال شل اوره جام ته خپله لوبډله اعلان کړه.

په لوبډله کې لوبډلمشر ويراټ کوهلي، روهېت شرما، لوکېش راهول، سوريا کومار ، رېشب پنټ، ایشان کیشن، هارډېک پنډيا، رویندرا جدیجا، راهول چهار، رویچندرن اشوین، اکشر پټېل، وارون چکروتهي، بووینېشور کومار، جسپريت بومرا او محمد شامي شامل دي.

د یادونې ده، چې د کرکټ نړیوال شل اوره جام د را روانې اکتوبر میاشت په ۱۷ مه نېټه په دوو پړاوونو کې د هند په کوربتوب په عمان او عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب