دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهتر ۱۵۰ پورې امریکایان به د کابل له هوايي ډګره ووځي

تر ۱۵۰ پورې امریکایان به د کابل له هوايي ډګره ووځي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۸) قطري چارواکي وايي، تمه لري چې په څو ساعتونو کې به د ۱۰۰ او ۱۵۰ تنو ترمنځ امریکایان د کابل له نړیوال هوايي  ډګره په یوه الوتکه کې ووځي.

که دا تایید شي نو د اګست له ۳۰ راوروسته به لومړی ځل وي چې له افغانستانه په یو وار دومره امریکایان په وتلو بریالي کېږي.

د اګست په ۳۰ ټول امریکايي پوځیان د کابل له هوايي ډګره ووتل او له هغه وروسته دغه هوايي ډګر ته د سپرلیو د الوتکو تګ راتګ تقریباً درېدلی دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دوو قطري چارواکو وویل، امریکایان به نن / پنجشنبه ناوخته د قطر په هغه الوتکه کې له افغانستانه ووځي چې مخکې یې کابل ته بشري مرسته راوړې ده.

تمه ده چې ژر به له افغانستانه بهر ته د نړیوالو الوتنو منظم تګ راتګ پیل شي.

طالبانو ویلي چې هغو افغانانو ته هم له هیواده د وتلو اجازه ورکوي چې د سفر اسناد ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب