یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچین او ازبکستان د طالبانو د لنډمهال حکومت هرکلی وکړ

چین او ازبکستان د طالبانو د لنډمهال حکومت هرکلی وکړ

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۷) چین او ازبکستان د طالبانو له لوري د موقت حکومت د جوړېدو د اعلان هرکلی وکړ.

چین نن /چهارشنبه/ وویل، په کابل کې د یوه نوي لنډمهال حکومت په جوړېدو په افغانستان کې د تېرو درو ورځو د انارشۍ (ګډوډۍ) د پای ته رسېدو هرکلی کوي.

چین همداراز ژمنه وکړه چې طالبانو ته ۳۱ ملیون ډالر فوري مرسته ورکوي چې طالبان پرې نظم راولي.

طالبانو، چې د اګست په ۱۵ کابل ونیوه، پرون (د سپټمبر ۷) یې د ملامحمد حسن اخوند په مشرۍ کابینه اعلان کړه.

چین له افغانستانه د امریکا ناببره وتل غندي او وايي چې د امریکا د ناڅاپي وتلو له کبله ګډوډي او تشه رامنځته شوه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وانګ ویبین نن په یوه خبري غونډه کې وویل«چین د طالبانو له لوري د لنډمهالي حکومت اعلان ډېر مهم ګڼي. دې کار په افغانستان کې د څه باندې درې اوونیو انارشي پای ته ورسوله او دا د نظم د بیا ټینګېدو او د افغانستان د ابادېدو لور ته یو ضروري ګام دی.»

وروسته د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان له باندنیو چارو وزیران سره مجازي یا انلاین غونډه وکړه.

ده له افغانستان سره د ۳۱ ملیون ډالرو په ارزښت د خوراکي موادو، ژمنیو وسایلو، ۳ ملیونه واکسینونو او نورو درملو ژمنه وکړه.

ښاغلي وانګ زیاته کړه«وروسته له دې چې امنیتي ستونزې او نور شرایط برابر شول، چین غواړي چې په افغانستان کې پروژې اجرا کړي او د افغانانو د ژوند له ښه کېدو سره مرسته وکړي.»

ازبکستان د موقت حکومت د اعلان هرکلی وکړ

ازبکستان هم نن په افغانستان کې د طالبانو له لوري د لنډمهال حکومت د جوړېدو هرکلی وکړ.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي «ازبکستان په افغانستان کې د یوه لنډمهال حکومت د جوړېدا هرکلی کوي. موږ هیله لرو چې دا پرېکړه به په افغانستان کې د یوه پراخ ملي تړن، د دایمي سولې او ثبات د ترلاسه کېدو پیلامه شي.»

د ازبکستان د باندنیو چارو وزارت د افغانستان له نوي حکومت سره د رغنده دیالوګ او عملي علایقو لپاره چمتووالی وښود.

سره له دې چې طالبانو مخکې ژمنه کړې وه چې حکومت به یې ټولشموله وي خو عملاً د دوی په لنډمهال حکومت کې د طالبانو د تحریک له غړیو ملایانو او طالبانو پرته بل څوک نه لیدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب