یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: زما د شتمنۍ په اړه دې د ملګروملتو تر څارنې...

ولسمشر غني: زما د شتمنۍ په اړه دې د ملګروملتو تر څارنې لاندې پلټنه وشي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۷) د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه بیان کې د فساد تورونه او د طالبانو د بریدونو له کبله له کابل څخه د وتلو د پرېکړې پر سر انتقادونه رد کړل.

ښاغلي غني له کابل څخه وتل د خپل ژوند تر ټولو سخته پرېکړه بللې ده.

ده په دې بیان کې، چې نن یې خپور کړی، ویلي چې له هیواده وتلو ته مجبوره شو او دا کار یې د دې لپاره وکړ چې د وینې بهېدو مخه ونیسي.

ښاغلی غني او مېرمن یې اوس په متحده عربي اماراتو کې اوسي.

ښاغلي غني د اګست د ۱۵ نېټې پېښو ته په اشارې ویلي، له افغانستانه د ارګ د امنیتي ځواکونو په غوښتنه ووت او هغوی ورته ویلي و چې که په هیواد کې پاتې شي په کابل کې به هغسي کوڅه په کوڅه جګړه ونښلي لکه څرنګه چې په نوي یمه لسیزه کې شوې وه.

ښاغلي غني په خپل پیغام کې کښلي «له کابله وتل زما د ژوند تر ټولو سخته پرېکړه وه، خو ما باور درلود چې دا یوازینۍ لاره وه چې د توپک خولې مې پرې بندولی، کابل او د دې ښار اوسېدونکي مې ژغورلی شوای.»

غني همداراز لیکلي«ما د خپل ژوند ۲۰ کاله د دیموکرایتک، سوکال او خپلواک هیواد لپاره له خپلو افغانانو سره د مرستې لپاره کار ته ځانګړي کړل، هیڅکله مې نیت نه و چې خلک به په دې ډول پرېږدم.»

ښاغلي غني په کابل کې د روسیې د سفارت د ویندوی د دې ادعا په ځواب کې چې ده له افغانستانه څلور موټره ډالر وړي دي، وویل «چمتو یم چې د ملګروملتو تر څارنې لاندې زما د شتمنۍ په اړه تحقیقات وشي.»

اشرف غني په دې خواشیني ښکاره کړې چې د حکومت دوره یې د پخوانیو افغان مشرانو په شان په داسې ډول پای ته ورسېده چې د افغانستان ثبات او سوکالي نه ده یقیني شوې او په دې یې له افغانانو بخښنه غوښتې چې دا حالت یې تغییر نه کړای شو.

3 COMMENTS

  1. great doctor sahib I want long happy&healthy for you.
    every afghans knows you was under pressure of america specialDOG KHALILZAD,
    YOU RELEASE 5000 TERRORIST BY ORDER OF KHALILZAD.
    RUSSIA/PAKISTAN&IRAN IS OUR ENEMY.
    WE SAW NEW TALIBS ADMINISTRATION.ALL MULAH(( MONKEY CAN NOT BE CARPENTER))
    PAKISTAN IS OUR HISTORICAL ENEMY AND WE GOT MORE SOLDOUT IN COUNTRY WHO ARE AGENTS OF ISI.
    WE BELIVE TALIBS WILL NOT STAY FOR LONG TIME UNDER ORDER OF ISI.
    THANK YOU
    ZENDABAAD AFGHANISTAN

  2. ګرانه ولسمشره مونږ تا پیژنو ته په وطن مین انسان یې الله تعالی دې ژوندی لره دا چې ستا په خوا کې ډیر ناولی کسانو شتون لره سبب شو چې ستا او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړی. ته د ټولو په هېواد مین افغانانو په زړونو کې شتون لرې ستا د حکومت په دوره کې افغانستان په پښو د درېدو جوګه شوی وه شتمني مو سره له جنګ جګړو دولس میلیارده ډالرو لوړه شوې وه دا ستا د هېواد د رښتونې مینې ویندوي کوی.

  3. اشرف غنی ! ملت پوهیژی چه د غه مسیاسی ټیکه دارانو تر ښایسته عنوان لاندی ټول نمک حرتمه خلک وه ، اله به انشا،الله هغوی ته مناسبه جذا ربالعالمین ورته ورکړی . ستاسو مغزونو ته هوس هم تر پخوا ډیر ضرورت اری ، امیددی چه راشی ، د طالبانو تحریک خو ټولو خپلو مخافینو سره ددوستی او د افغانی او اسلامی اخوت د پیلولو په ملی او بنامللی سطحه اعلان او تعهد ورکړی ، خو تاسی د آسلامی کنفرانس او ملل متحد د سرمونش په تضمین بیرته د وطن د خدمت د پاره راشی ، ستاسو د د جهانی مفکر مغز تشه دلته ټول وینی ، او ضروری ده چه دغه تشه بیرته ډکه شی . تاسو راشی خپل هیواد ته او د طالبانو د تحریک چه د اسلامی نظام او حکومت جوړولو په هدف، روان دی چه دی منزل ت ورسیژی ، تاسو ورسره مرسته وکړی ، البته نور دښه نیت افغانان هم د ټولو ۳۴ ولایاتو په سطحه ورسره په مرسته کولو او همکاری کولو کښی لګیا دی ، خو دا به د افغانستان په تاریخ کښی ، د داخلی جنګ نه وروسته ، د صلحی او یو بل ته د ته د ماضی په اشتباهاتو نه کتل ، او واقعی ملی وحد او ملاولسلامی اخوت نه پرجوشه افغانستان د خپل پرمختګ په لوری ، دداسی لیونی مینی لرونکو ، مبتکرو او خلاقه مشرانه تر هر وخت اوس ډیر ډیر ضرورت لری ، په خیر ، ژر ته ژره راشی ، تر څو ملت تاسو او نور بهر ته وتلی خپه افغانانو او هغه افغانان ته چه په بځوا کلونو کښی مهاجر شوی ، د خپلی مینی اووروری نه ډک ښه راغلاست ووای ، تر څو خپل لوی کور افغانستان جوړکړل شی ، آباد او ښاد کړل شی ، خود کفا شی او د واقعی استقلال ، او عزت او شرف خاوند شی ، غربت به کښی ختم شی او اقتصادی پرمختګ خپل لوړو مدارجو ته ارتقا وکړی . چه بیا هیڅکله د بل هیوادنقدی کمک ته محتاج نشی ، بلکه په دی وتوانیژی چه دعبلوه د خپلو خلکو ، د نور محتاجو ولسونو او هیوادونو لاس نیوی وکړی . و من الله توفیق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب