جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز په وړاندې سیمه ییزه او نړېواله...

د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز په وړاندې سیمه ییزه او نړېواله نا رضایتي

پېژندنه

د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز د نړۍ په کچه یو له سترو اقتصادي پروګرامونو څخه ګڼل کیږي چې د چین او پاکستان له لورې د لویو لاریو ، بریښنا بندونو ، ریل پټلیو ، بندرونو  او پایپ لاینونو شبکې د رغونې لپاره یې  (65) میلیاردو ډالره بودیجه په نظر کې نیول شویده . .

سي پیک د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز دی، چې له اسیایي ، اروپایي هېوادونو او منځني ختیځ له وصل وروسته له افریقا سره هم وصل کیږي .

د سي پیک په تړاو موافقه لومړی ځل په (2013 ) کې وشوه چې په لومړي سر کې یې ورته ( 47 ) میلیارده ډالره بودیجه په نظر کې نیولې وه . ددې سترې پروژې له پېل راهېسې مخالفتونه او په کور دننه او بهر ملاحظې شته وې او اوس هم پدې تړاو خپله په پاکستان کې د وسلوالو ډلو په ګډون د پښتنو او بلوڅو حق غوښتونکي او فعالان پرې ملاحظې لري او د څرنګوالي په تړاو یې ګڼې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي ، شاید همدې ستونزو ته په کتو یې د تطبیق چارې ټکنۍ شوي وي او د تر سراوي لپاره یې ورو چارې د اقتصادي رکود سربیره نور دا ډول مسایل در بر کې نیسي.

د سی پیک په پروژه کې د چین لوړه دلچسپي ددې لپاره ده، چې چین د پاکستان له لارې نورو اسیايي هېوادونو، منځنۍ اسیا ، اروپا او افریقا ته لاس رسی پیدا کړي او دا چاره یې په پاکستان کې د ګوادر او کراچۍ په بندرونو کې د سرمایه ګذارۍ او له همدې ځایه د چین تر کاشغره د لویو لارو جوړول یې اساسي موخه ده.

پاکستان دې پروژې ته د (Game Changer) لوبې بدلوونکي نوم ورکړیدی او زیات ورته خوشبینه دی.

په کور دننه د مخالفتونو پېل او دوام

لکه مخکې مو چې وویلې د سی پیک د پروژې له پېل سره په کور دننه هم ګڼ مخالفتونه را څرګند شول

د لومړي وزیر عمران خان په راتګ سره په لومړیو ورځو کې نوموړي وویلې، چې په سي پیک پروژه باندې به له سره غور کوي چې دا خبره چین بده منلې وه.

که لږ ژورو ته لاړ شو نو دا مخالفتونه په دوه برخو وېشلی شو چې یو یې د بلوڅو بېلتون پالو له لورې وسلواله مبارزه ده چې په تېره یوه میاشت کې یې تر څلورو زیات وسلوال بریدونه کړیدي او د سی پیک اړوند پروژې او چینایان یې هدف ګرځولي دي ، بله ډله د پښتنو د حق غوښتنې ډله ده چې په سوله ایز ډول د خپلو حقونو لپاره وخت نا وخت غږ پورته کوي او په سی پیک کې د خپلې سېمې یانې خیبر پښتونخوا او نورو پښتون میشتو سېمو د پراخې ونډې او د لومړۍ نقشې په تطبیق د سی پیک په ترسره کولو ټینګار کوي چې د خیبر پښتونخواه له لارې د ځېنو سترو پروژو د پېلدو له مخې وه خو هغه پروژې د امنیتي دلایلو په نوم پنجاب ته ورکړل شویدي نو همدا وجهه ده چې پښتون ملت پال یې په وړاندې مبارزه کوي او د سی پیک پروژې د تطبیق په وړاندې د یوه خنډ په توګه یې یادولی شو .

د سی پیک د پروژې د تطبیق ستره هسته بلوچستان دی ، چې د تیلو او ګازو سترې زېرمې لري ، بلوڅ مبارزین د پاکستان او چین دولت تورنوي ، چې د دوی طبیعي زېرمو باندې یې قبضه کړې او ځایي اوسېدونکو ته یې خپل حق نه ورکول کیږي نو ځکه وسلواله مبارزه کوي.

د خیبر پښتونخوا تحریک یوه مشر سید عالم مسید له بي بي سي ( 2017 ) سره په خبرو کې وویلې ، چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز لاره او ټولې پروژې یې د خیبر پښتونخواه پورې مربوط وې چې ددې سېمې د جغرافیې له برکته وې ، دی زیاتوي تاسې وګورئ چې د چین له کاشغره شروع بیا خنجراب، ګلګت، خیبرپښتونخوا ، بلوچستان او بیا سمندر دی چې دا ظلم موږ سره نواز شریف وکړ چې لاره یې اوږده هم کړه او کږه یې هم ، او له موږ سره یې ظلم هم وکړ چې دا موږ ته د منلو وړ نه ده. اوس چې دا لاره په پنجاب او سنده باندې تېریږي پښتون ملت پاله یې خواشیني کړیدي او په وړاندې یې مبارزه پېل کړې.

یوه بله مهمه خبره داده ، چې د نړیوال کړکیچ  ډلې په یوه څېړنه کې چې د سي پیک پروژې اغېز د پاکستان په ایالتي صوبو او قومونو باندې یې کړېده له یوه ناورین څخه پرده پورته کړېده ؛ او خبرداری یې ورکړیدی ، چې سي پیک به د وفاقي مرکز او لرې پرتو سېمو تر منځ درز پیدا کړي ، صوبې به د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره را وپاريږي ،  ټولنیز وېش او مساوې پراختیا به لا پسې کړکیچن حالت ته لاړه شي او ښایي د شخړو او وسلوالې مبارزې نوې سرچېنې او ډلې به رامنځته شي.

راپور زیاتوي چې له اسلام اباد او پنجاب سره به د نورو صوبو لکه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کړکیچ نور هم پراخه شي او شاید په یوه جدي ګواښ باندې بدل شي ، دوی ادعا لري چې په حکومتي اډانه کې  پنجاب ایالات چې د سیاسي پلوه یوه زوروره صوبه ده ، د ډیر امتیاز په ډول ستونزې ډیرولی شي.

څیړونکي دا اندیښنه هم لري چې د چین له لورې د سي پیک پروژې اړوند چارې چې په ګوادر بندر کې ترسره کیږي په کار وه چې د کب نیونې ، سوداګرۍ او ترانزیټ په یوه ستر سوداګریز مرکز بدل شي خو دلته سي پیک پروژه کې پراخ پوځي زون په جوړیدو دی او دا د ټولو خواوو لپاره د اندیښنې خبره ده.

د سي پیک پروژې پر وړاندې د ستونزو یوه برخه هم داده ، چې د لارو بدلون او نا معلومې پالیسۍ خلک شکمن کړیدي، چې اخیر څه روان دي؟

د سی پیک اقتصادي پروژې پر وړاندې د وسلوالې مبارزې دوام

بلوڅانو په ځانګړې ډول د سی پیک پروژې پر وړاندې په ( 2018 ) میلادي کال کې د ( بلوچ راجي اجوئي سنګر ) یا براس په نامه یوه وسلواله ډله جوړه کړه چې د سی پیک اړوند ټولې پروژې تر خپل هدف لاندې راولي یانې همدا ځانګړې ډله د سیپیک پروژې په ضد جوړه او په وسلواله مبارزه یې لاس پورې کړی .

دې ډلې د خپلو خونړیو بریدونو په دوام کې په ( 2019 ) کال کې د پاکستان د سمندري پوځ څوارلس پوځیان ووژل او  د ګوادر پر کانټیننټل هوټل برید کې یې هم پنځه کسان ووژل او ډیر نور یې ژوبل کړل .

همدارنګه د ( 2020 ) کال په جریان کې بلوڅ بیلتون پالو په پاکستاني اهدافو لږ تر لږه پنځه ستر بریدونه ترسره کړیدي.

دا بریدونه یوازې په بلوچستان پورې نه دي تړلي بلکې د سی پیک پروژې اړوند په ټولو نقاطو کې ترسره کیږي چې ښه بېلګه یې د روان کال د جولايي په ( 14 ) مه نېټه په لرې پرتې سېمې بر کوهستان ته پر لاره د چینایي انجنیرانو په موټر برید وه چې پکې د نهه چینايي انجنیرانو په ګډون دیارلس کسان ووژل شول ، دا ډله د ( داسو ) په نوم د یوه بند د رغونې په موخه تله چې د سی پیک پروژې یوه برخه ده او برید پرې وشو .

د بلوڅ وسلوالو له لورې چینایانو او د سی پیک پروژې په تطبیق کوونکو په لسګونو بریدونه شویدي او بلوڅ وسلوال د خپل دې حق لپاره مبارزه په شدت مخته وړي.

د وسلوالې مبارزې په دوام روان کال د اپریل په ( 22 ) مه د بلوچستان په مرکز ، سرینا هوټل باندې موټر بم برید وکړ ، چې ویل کېدل د چین سفیر هم په همدې هوټل کې استوګن وه .

که څه هم ددې برید پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستی وه خو هلته میشت بلوڅ وسلوال دا او دېته ورته ډیرې چاودنې کړیدي.

بلوڅ وسلوال له پاکستان او چین څخه غواړي چې د سی پیک پروژه دې ودروي او په ځانګړې ډول ددوی ستر مخالفت له ګوادر بندر سره دی چې چین یې د سی پیک د پروژې له مخې د رغونې کارونه پر مخ وړي .

دې ډلې په همدې موخه په بلوچستان کې د چین په کونسلګرۍ باندې د درې ځانمرګو بریدګرو پر مټ ځانمرګي بریدونه وکړل او په ګڼو نورو ځایونو کې یې د یادې پروژې پر وړاندې وسلوال تحرکات ترسره کړی دي.

که په لنډ ډول ووایو د بلوڅ وسلوالو د وسلوالې  مبارزې ستره برخه  د سی پیک پروژې پر وړاندې ده او دوی په چین باندې ځکه په قهر دي ، چې په وینا یې دوی د هغه هېواد ملاتړ کوي ، چې څوک بلوڅان په ډله ایز ډول وژني چې لدې خبرې یې منظور پاکستان دی.

بي بي سي اردو سره په مرکه کې ددې ډلې مشر ډاکتر الله نذر بلوڅ ویلې چې نه غواړي له چین سره خبرې وکړي چې په وینا یې د پاکستان په ملاتړ سره د بلوڅانو د وژنې مسؤلیت ورترغاړي کیږي .

د امریکا مخالفت او اندېښنې

امریکا د سي پیک پروژې څخه مخکې هم د چین او پاکستان په ژورو اړیکو ډیر کله نیوکه کړېده دا ځل د سي پیک پروژې په تړاو د جنوبي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت سرپرستې مرستیالې الیس وېلز ویلې دي ، چې سي پیک پروژه په یو طرفه ډول د چین په ګټه ده او خبرداری یې ورکړ ، چې پاکستان به په راتلونکې کې د زیاتو قرضونو له امله له سختو مالي ستونزو سره لاس او ګریوان وي .

دې همدارنګه زیاته کړه ، په داسې حال کې چې په پاکستان کې په کافي اندازه انساني سرچیني او خام مواد شتون لري خو د سي پیک پروژې پر مخ بیولو لپاره چین خپل کارګران را غواړي او له چینایي موادو استفاده کوي چې دا خپله د پاکستان په اقتصاد باندې اغېز پرې باسي ، هغې وړاندېز وکړ چې پاکستان دې د امریکا له اقتصادي ماډیولونو نه په استفادې خپل اقتصاد پیاوړی کړي .

د امریکا د انتقادونو په دوام نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق هم  د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز په اړه خپلې اندېښنې لري او د قرضونو په اړه یې ورته خبرداری ورکړیدی .

امریکا په ښکاره ډ‌ول ددې پروژې مخالفت کړیدی او دلیل یې دا ښودلی دی ، چې ددې پروژې نوعیت او کردار واضح نه دی او بل دا چې د پاکستان په  اقتصاد باندې د چین اغېز او قرضیې دي چې د پاکستان په شمول د نړۍ اقتصاد ته زیان دی .

پاکستاني اقتصاد پوهان بیا وایي چې د سي پیک پروژې سره د امریکایانو مخالفت له چین سره د سړې جګړې له مخې ده چې په نړۍ واله سویه امریکا له چین څخه ویره لري او همدارنګه په اسیا کې د چین اقتصادي ځواک د لا برسیره کېدا په حال کې ده او همدا ویره ده چې امریکا د سي پیک پروژې مخالفت کوي او پاکستانیان ویروي چې ګوندې په اوږد مهال کې به د ډیرو قرضونو او اقتصادي بحرانونو سره مخ شئ .

د هند مخالفت او اندیښنې

هند هم د سي پیک پروژې یو له نا خوښو څخه شمیرل کیږي او علت یې هم واضح دی ، چې چین غواړي تر ټولو غښتلی متحد ( پاکستان ) سره د سي پیک پروژې له لارې مرسته وکړي چې هند پدې تړاو خپلې اندېښنې لري.

بله مهمه موضوع ؛ چې هند ترې ناراضه دی د سي پیک پروژې تر چتر لاندې په کشمیر کې د ګڼو پروژو د ترسره کېدو سره یې مخالفت ښودلی دی چې په بار ، بار یې د یادو پروژو د بندېدو خبره کړېده هند د پاکستان تر ولکې لاندې  په کشمیر او ګلګت بلتستان کې د لانجمنو سېمو کې د سي پیک پروژې د بندیدو تکراري غوښتنې کړیدي .

هند په ټوله کې په دوو محاذونو کې ددې پروژې پر وړاندې جګړې ته ضرورت لري چې یو محاذ خپله په پاکستان کې دی ، او بل منځنۍ اسیا مارکیټونو ته د لاس رسي او له هغوی څخه د انرژۍ اخیستلو محاذ دی پدې دویم محاذ کې هند له ایران سره په ګډه په چا بهار بندر باندې سرمایه ګذاري پېل کړه تر څو د افغانستان یا هم ایران له لارې منځنۍ اسیا او باالاخره اروپا ته لاره  پیدا کړي ،  منځنۍ اسیا ته د مستقیمي لارې په مخ کې پاکستان پروت دی چې دا باب همدلته تړل کیږي او هند مجبوره دی چې د خپلو اوبو له لارې په چابهار باندې سوداګري او ترانزیټ ترسره کړي .

 د روان کال د اګست په ( 23 ) مه نېټه د پاکستان داخله وزیر شیخ رشید وویلې ، چې هند نه غواړي چې د سي پیک پروژه دې کامیابه شي نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په افغانستان کې د نویو حالاتو په راتلو سره د سي پیک پروژې د کامیابۍ لپاره نوره هم لاره هواره شوه چې دا ښه خبره ده .

هند هماله د سي پیک پروژې د اعلان سره په چابهار بندر باندې د کار پېلولو پرېکړه وکړه چې دا فرصت ضایع نه کړي خو په ایران باندې د امریکا بندیزونو ددې چارې مخه ډب کړه او ایران هم د هند پر ځای د چین سوداګرۍ ته د اولویت ورکولو پریکړه وکړه چې ددې خبرو په را برسیره کېدو سره د چا بهار بندر د رغونې پروژه سړه او تقریبا له پامه وغورځول شوه چې دلته د تاوان اصلي ټکی افغانستان ته رسیږي او همدا مهم بحث دی ، چې افغانستان لپاره د کراچۍ بندر د بدیلې لارې لپاره چابهار یو ښه اپشن وه خو د ایران او هند د اړیکو سوړوالی پرې تاثیر وکړ .

پاکستاني نظر خاوندان پر سي پیک باندې د هند اعتراض سیاسي ګڼي او وایي چې باید چین نوي ډهلي څخه د مشورې اخیستلو وروسته په پاکستان او په ځانګړې ډول په کشمیر او ګلګت بلتستان کې پروژې پېل کړې وې خو هندي سنجیو سریواستو بیا بي بي سي ته پدې تړاو ویلي دي ، چې د هند مخالفت ستراتیژیک او امنیتي دی .

خو د ځېنو راپورونو په حواله پاکستان له هند ، افغانستان او سعودي عربستان څخه غوښتلي وه ، چې دښمني دې پریږدي او په سي پیک پروژه کې دې برخه واخلي . په ځانګړې ډول هند پدې برخه کې لا تر اوسه کوم ځواب نه دی ورکړی .

په ټوله کې هند اعتراض لري چې د هند ـ پاکستان په اختلافي سېمه یانې کشمیر کې د سي پیک پروژې پلې کول سم عمل نه دی او پدې باندې یې کلکې نیوکې کړېدي له بلې خوا د هند او چین اړیکې هم ترینګلي دي او دا همدا یو ستر دلیل کیدای شي .

سیپیک او افغانستان

د افغانستان سېمه ایز جغرافیوي موقعیت  د ارزښت په دوام د چين ـ پاکستان اقتصادي دهلیز یا

(CPEC) China–Pakistan Economic Corridor په سترې پروژې کې د افغانستان د شاملېدو هڅو ته په کتو هم موږ د یوه مهم فرصت په توګه کتلی شو.

 په وروستیو کلونو کې په سیاسي او اقتصادي ناستو کې غوښتنه شوېده ، چې افغانستان دې هم په سیپیک کې شامل شي او یا هم په یاده پروژّه کې د سرمایه ګذارۍ او دخلېدو لپاره دې افغان سوداګر هم شامل شي تکراري غوښتنې شویدي.

لومړی ځل دا خبره د ( 2016 ) کال په ډسمبر کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو  سره د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي له لورې مطرح شوه چې د ناستې د یوې مهمې اجنډا په ډول پرې بحث وشو چې بیا وروسته  بیا په ( 2017 ) کې د ( BFA )  Boao Forum for Asia ادارې د کلني ګذارش پر اساس چین غوښتنه کړېده ، چې د سیپیک پروژه دې افغانستان ته هم وغځول شي .

په ( 2020 ) کې پاکستان ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثار احمد غوریاني د اپټا تړون د تمدید په موخه د افغان سوداګرو او نورو لوړ پوړو چارواکو سره په ګډه سفر درلوده، چې د پاکستان د ملي شورا مشر اسد قیصر سره د لېدنې څخه وروسته نوموړي له افغان سوداګرو غوښتنه کړې وه چې د سیپیک پروژې کې د ګډون لپاره راشي او دلته په پاکستان کې سرمایه ګذاري وکړي چې په ځواب کې یې وزیر غوریاني ددې اقدام ستاینه کړې وه او له پاکستاني سوداګرو یې هم په افغانستان کې د سرمایه ګذاري کولو بلنه ورکړې وه .

په سیپیک کې د افغانستان د شاملېدو غوښتنه د افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو او سوداګرو د هرکلي وړ ګرځېدلی دی.

دا چې ددې پروژې د ګټې او تاوان نور ابعاد کوم دي، یو جلا بحث دی چې دلته یې یادونه لازمي نه ګڼم.

دلته یو نظر چې باید یادونه یې وکړم ، هغه دادی ، چې د چین له لورې د سیپیک پروژې پراختیا او افغانستان لورې ته انکشاف ورکول به ددې سبب وګرځي ، چې چین او پاکستان د مرکزي اسیا او اروپایي هېوادونو مارکیټونو ته لاس رسی پیدا کړي چې دلته هند لدې فرصت څخه بې برخې کیږي چې د سیپیک پر وړاندې د هند مخالفت هم همدا ټکی جوړوي نو لدې حالته یوه فایده بله پورته کیدای شي چې هند په ریښتونې توګه د چابهار بندر د رغونې لپاره کار وکړي او هغه ټرانزیټ لاره د ځان لپاره ژر تر ژره فعاله کړي چې موږ یو بل فرصت هم په لاس راوړو چې پدې سره زموږ د کلونو ، کلونو خوب او خیال په حقیقت بدلیږي او دا طبیعي دی ، چې د افغانستان له جغرافیې سره د خلکو ګټې تړلي دي او هېوادونه مجبوره دي چې ددې محراق لپاره په رقابتي ډول کار وکړي دا چې موږ یې څه ډول مدیریت کړو دا نو یوه سخته او تر اوسه مجهوله پوښتنه ده .

نړۍ د خپلې برترۍ سندرې وایې ، خپلې خبرې لري او د خپلو ګټو لپاره د هرې پولې د ماتولو او په پوره جرات او سپین سترګۍ کار کوي چې موږ افغانان د نورو له لوبو بې خبره د لوبې ښه چلوونکي او اداکاران یو .

د افغانستان جغرافیه ددې کشش لري چې د نړۍ په کچه د سترو پروژو تطبیق او تېریدنه له دې جغرافیې ترسره شي د سیپیک پروژې ور اخوا د منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران د ریل پټلۍ په برخه کې خورا زیاته دلچسپي لري ، د کاسا یک هزار پروژه ، د ټاپي ستره او حیاتي پروژه هغه پروژې دي چې موږ یې باید د خپلې جغرافیې ډالۍ وګڼو او د تطبیق لپاره یې اوس چې امنیت هم ډاډمن شو ، کار وشي موږ مخکې هم یادونه کړې وه چې ددغو سترو اقتصادي او حیاتي پروژو تړاو د سېمې هېوادونو ګټې سره شریکوي او مجبورا د ځېنو لاسوهنو څخه لاس واخلي . یانې که ددې هېوادونو اقتصادي ګټې شریکې وې مجبور دي چې ددې د تطبیق لپاره ، غوره امنیت رامنځته کول یوه لومړۍ اړتیا وګڼي او دا هر څه د سېمې د ځېنو هېوادونو په لاس کې دي او دوی په دې حالت د کنترول واک هم لري .

پایله

سیپیک پروژه په بشپړه توګه د پاکستان او چین د ګټو پروژه ده خو اغېز په سېمې هم څرګند دی ، مخالفتونو او نا رضایتو ته په کتو ددې پروژې د ګټې اندازه لګولی شو .

د سیپیک پروژې یوه ستره برخه د وصل برخه ده یانې د چین ، پاکستان ، افغانستان او د سویلي اسیا او منځنۍ اسیا د وصل په محراق کې راوستل کیږي نو ځکه یې ګټه افغانستان ته شته دی .

افغانستان که چیرته د سي پیک پروژې ته خوشبینه وي یو علت یې هم دادی ، چې سېمه ایز اتصال د افغانستان په ګټه دی ځکه چې افغانستان په وچه کې را ګیر هېواد دی او سمندر ته لار نه لري .

په سېمه ایزه او نړیواله کچه ددې سترې پروژې پر وړاندې مخالفتونه د هر چا د ګټې له مخې رامخته کړیدي ، پاکستاني اقتصاد پوهان بیا وایي چې د سي پیک پروژې سره د امریکایانو مخالفت له چین سره د سړې جګړې له مخې دی،  چې په نړۍ واله کچه امریکا له چین څخه ویره لري او همدارنګه په اسیا او نړۍ کې د چین اقتصادي ځواک د لا برسیره کېدا په حال کې دی،  او همدا ویره ده ،  چې امریکا د سي پیک پروژې مخالفت کوي او پاکستانیان ویروي چې ګوندې په اوږد مهال کې به د ډیرو قرضونو او اقتصادي بحرانونو سره مخ شئ .

د سي پیک پر وړاندې په کور ددننه مخالفت یوه بر حقه داعیه ده چې له مخکې څخه محرومې شوې صوبو (خیبر پښتونخواه او بلوچستان) نورې هم متضرره کیږي او د هند ، امریکا مخالفت د چین له اقتصادي او سیاسي لوړتیا سره ده چې دوی یې اندیښمن کړیدي .

دلته هر څوک د خپل بري سندرې وایي او موږ ته هم پکار ده ، چې د سي پیک پروژې کې د خپلې ګټې له مخې کار وکړو او همدارنګه پر کراچۍ د اتکاء د کمېدو لپاره د چا بهار بندر رغونې ته د یوې ځانګړې داعیې  له مخته لاړ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب