سه شنبه, دسمبر 16, 2025
Homeخبرونهم.م کې د نړۍ شل هېوادونه؛ نن طالبانو سره د وړاندې تګ...

م.م کې د نړۍ شل هېوادونه؛ نن طالبانو سره د وړاندې تګ نوی چوکاټ جوړوي

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۱۷)  ملګرو ملتونو کې د نړۍ شل هېوادونه د طالبانو په رسمیت پېژندلو او له هغوی سره د راتلونکو همکاریو او ګډ کار په اړه پر یو میکانیزم خبرې اترې کوي.

دا غونډه چې امریکا رابللې ده د نړۍ شلو هېوادونو ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

راپورونه وایي چې په دې غونډه کې به دغه راز له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام او شرایطو هم خبرې اترې وشي.

په همدې حال کې ډېر شمېر هېوادونه وایي چې پر طالبانو بندیزونه لګول او یا پر دغه ډله د پخوانیو بندیزونو دوام به نه یوازې ګټه ونه کړي بلکې لا ډېر به د افغانستان، سیمې او نړۍ پر زیان تمام شي.

د ویلو ده چې دا غونډه وروسته تر هغه رابلل کېږي چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان ښایي له سخت اقتصادي ناورین سره مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...