Homeخبرونهروسیه وايي، حاضردمه د افغانستان له نوي حکومت سره د خبرو پلان...

روسیه وايي، حاضردمه د افغانستان له نوي حکومت سره د خبرو پلان نه لري

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۷) روسیه وايي، تراوسه پورې لا په پام کې نه لري چې د افغانستان له نوي حکومت سره خبرې وکړي خو د دغه هیواد حالات به په ځیر څاري.

د کریملین ویندوی دیمیتري پیسکوف نن / چهارشنبه/ خبریالانو ته وویل «موږ په کابل کې د خپل سفارت له لارې تماس ته دوام ورکوو، ځکه چې دا زموږ د دیپلوماتانو د ساتنې د تضمین او د نورو تخنیکي مسلو د حل کولو لپاره ضروری دی. حاضردمه او تر دې دمه د نورو خبرو کوم پلان نه شته.»

پیسکوف همداراز وویل «روسیه به د نورو ډېرو هیوادونو په شان هغو ګامونو ته، چې نوی حکومت یې اخلي، په ځیر ګوري.»

د کریملین ویندوی په دې اړه څه ونه ویل چې ایا د طالبانو اقدامات به د هغو په اړه د روسیې پر دریځ اغېز ولري او که نه.

د ده په وینا، د روسیې لپاره ګواښ په افغانستان کې د تروریستي ډلو او د مخدرو موادو د قاچاقبرو له لوري پېښېدای شي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون وویل چې روسیه، پاکستان، چین او ایران غواړي چې له طالبانو سره جوړ راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...