یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو پر مظاهرو بندیز ولګاوه

طالبانو پر مظاهرو بندیز ولګاوه

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۸) له پر له پسې مظاهرو وروسته طالبانو پرون / چهارشنبیه/ پر مظاهرو بندیز ولګاوه.

د طالبانو حکومت پرون په یوه اعلامیه کې وویل «څرنګه چې څو ورځې کيږي په کابل او يو شمير نورو ولايتونو کې يو شمير خلک د مغرضو کړيو په لمسون د مظاهرو په عنوان لارو او سرکونو ته راوځي، امنيت اخلالوي، د خلکو د آزار او اذیت سبب ګرځي او عادي ژوند یې ګډوډوي. په دې اړه ټولو هيوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د فعلاً لپاره دې تر هيڅ نوم او عنوان لاندې د مظاهرو جوړيدو هڅه نه کوي.»

د طالبانو په خبرتیا کې دا هم ویل شوي چې باید مظاهره چیان له قانون سره سم تر مظاهرې مخکې له عدلیې وزارت څخه اجازه وغواړي.

د افغانستان د اساسي قانون پر اساس، باید مظاهره چیان تر مظاهرې ۲۴ ساعته وړاندې له عدلیې وزارته رسماً اجازه واخلي.

خو طالبانو تراوسه پورې نه دي ویلي چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون مني او ایا دا قانون نافذ دی او که نه دی.

د راپورونو له مخې، ځینې مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شوي او په لړ کې یې مظاهره چیانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.

که څه هم اکثره مظاهرې ښځو د خپلو حقونو لپاره کړي خو په دې منځ کې ځینو سیاسي ګوندونو له مظاهرو د ځان په ګټه کار اخیستی دی.

په وروستیو څو ورځو کې په کابل، هرات، پروان، غزني او مزارشریف ښارونو کې د طالبانو پر ضد مظاهرې شوي. په دغو مظاهرو کې تر ټولو ډېر شعارونه د پاکستان د لاسوهنو پر ضد ورکړل شوي دي.

اکثره افغانان د تېرو ۴۰ کلونو مداخلو او د افغانستان په چارو کې منفي رول ته په کتو له دغه هیواده کرکه کوي خو په همدې حال کې دا هم ویل کېږي چې یو شمېر مظاهره چیان د دې لپاره چې بهر ته لاړ شي، د مظاهرو او یا وهل کېدو تظاهر کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب