یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبلینکن له طالبانو وغوښتل چې د امریکایانو او افغانانو د ایستلو لپاره...

بلینکن له طالبانو وغوښتل چې د امریکایانو او افغانانو د ایستلو لپاره چارتر الوتکې پرېږدي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۸) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له طالبانو پرون /چهارشنبه/ وغوښتل چې چارتر الوتکو ته اجازه ورکړي چې له افغانستانه امریکایان او هغه افغانان ولېږدوي چې امریکا وېزې یا نور اسناد ورکوي.

بلینکن دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې د کانګریس غړیو په دې غوسه ښکاره کړه چې طالبانو په افغانستان کې ګڼ شمېر امریکایان او افغانان یرغمل کړي دي.

بلینکن د جرمني په رامشتاین کې د امریکايی پوځیانو په اډه کې وویل«موږ له طالبانو سره په خپلو ځینو تماسونو کې له هغوی واورېدل چې په دې توګه موږ د فکر، پوهې او تجربې خاوندان له افغانستان څخه باسو.»

ده زیاته کړه«یوه خبره چې موږ له دوی سره شریکه کړه هغه دا وه چې په افغانستان کې د تکړه افغانانو د پاتې کېدو تر ټولو ښه لار دا ده چې له هیواده د هغوی د وتلو مخه ونه نیسي. د هغوی ابتدايي حقونه ورکړي او باور یې ترلاسه کړي.»

طالبان په داسې حال کې دا غوښتنه کوي چې تر اوسه پورې له وزیره تر ريیس او مدیره پورې یې په ټولو چوکیو طالبان او ملایان ګورمارلي دي.

په تېرو ۲۴ ورځو کې یو تعلیم یافته افغان ته د ریاست او ولایت چوکۍ نه ده ورکړل شوې او له دې اکثره پوه او متخصص کدرونه داسې انګېري چې طالبان متخصصو او تجربه کارو کدرونو ته اړتیا نه لري او دوی په افغانستان کې خپله راتلونکې نه ویني.

بلینکن وویل نور هیوادونه او ملګري ملتونه په دې کار کوي چې کابل ته تجارتي الوتکې پیل کړي.

د ده په وینا د لنډ وخت لپاره به طالبان چارتر الوتنو ته اجازه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب