احمدشاه وردګ
د الله کرم دی، چې تر ننه مې د ملا درد نه وو لیدلی، خو له بده مرغه چې پرون ورځ یې نيږدې وژلی وم. د شپې لس بجې وي، چې یو دم مې د ملا درد شروع کړ، نه درېدلای شوای او نه څملاستلای شوای. په کور کې څوک نه و، نیږدې مو ګاونډیانو ته غږ کړی و، چې تر روغتون پورې را سره تللي وای.
په هر حال د الله کرم و چې وروسته له شلو دقیقو لږ آرام شوم. نن مې یوه ډاکتر ملګري ته هغه ټوله کیسه وکړه، ده راته ویل چې ستا ستونزه کېدای شي په ګردو او مثانه کې وي، یعنې شاید هغه چرک ولري. بیا یې د ډاکتر نوم او پته راکړه، خو دایې هم راته وویل: « دارو له هغې دواخانې وا نه خلې، چې دی (ډاکتر) دې ورلېږي، ځکه چې ور سره شریک دی».
دا کومه نوې خبره هم نه ده، ډېری ډاکترصاحبان له درملتونونو سره شریک دي، ځینې خو یې داسې نسخې لیکلي چې بلې دواخانې ته یې یوسې، له سره نه پرې پوهېږي.
یو ځل بیا وایم، چې زما ډکتران ملګري دې نه خپه کېږي او که خپه کېږي او یاده ستونزه یا ظلم ورته ووایو، کوي، خدای یې دې زړه دوه ټوټې کړي.
طبابت ډېر مقدس مسلک دی، د یوه سړي ژوند ژغورل، د الله په مرسته سره دا ډېر اجرونه او ثوابونه لري، او بل دا چې الحمدالله ښه عایدات لري. په کابل یا نورو ولایاتو کې د یوه ډکتر فیس تر دوه سوه افغانیو کم نه دی، داسې ډاکتران هم شته ، چې پېڼځه سوه افغانۍ فیس اخلي. ښه اوس دې ته که په اوسط ډول سړی حساب وکړي چې یو ډاکتر د ورځې لس ناروغان وګوري، دوه زره افغانۍ ورته جوړېږي، ښه نودې نورو مردارو پیسو ته څه ضرورت دی، په خدای قسم داسې کسان مې لیدلي دي، چې له اکسرې سره یو ځآی شریک دي، له لابراتوار سره بل ځآی او له دواخانې سره خو شراکت لري.
زموږ (……) ناورغ وو، بیا یې ورته ویلي و چې ته به فلاني ځآی ته ځې او هلته به دا عکس اخلې، کله یې چې پوښتنه کړې وه، ورته ویلي یې وو چې د یوه رنګه عکس بیه پېځه زره افغانۍ ده . د هغه / هغې (….) زور نه وو ورته رسېدلی، دا چې د یوه کس د حیات مسله وي، سړی مجبورېږي، چې له هرې لارې وي؛ خو پیسې ورته پیدا کړي، هغه /هغې ( …..) ماته زنګ وکړ، چې پیسې او هغه کیسه یې هم راته وکړه، چې پېڼځه زره یو عکس اخلي. ماورته ویل چې تاسو ودرېږئ، دلته زما یوه ډکتره/ ډاکتر ملګری دی، زه به له هغه سره خبرې وکړم ، چې څه وایي. تاسو باور پّ خدای وکړئ چې کله مې هغه معاینات وروړل، لومړی یې راته ویل چې دې عکس ته هېڅ ضرورت نشته، بیا یې ویل چې که ستاسو زړه طاقت نه کوي او غواړئ چې عکس واخلئ، زه به هماغه ډاکتر ته یوه پرزه درکړم، چې هماغه عکس په ۲۵۰۰ درته واخلي!!!
ما ته چې کله د هغې ډاکترې اخلاص مالوم شو، نو دا خبره یې هم ما ومنله چې هغې عکس ته ضرورت نشته. خلاصه عکس مو و انه خیست، او پرته له هغې عکس ستونزه خدای پا ک حل کړه.
ګورئ ډکتر صاحبانو !
پر تاسو باندې خدای پآک ډېره لورېینه کړې ده، چې داسې مقدس مسلک یې در کړی دی، الحمدالله، ښې پرېمانه حلالې پیسې تر لاسه کولای شئ، په ټولنه کې مو د بل هر سړي په پرتله د خلکو سره قدر او عزت شته دی، پس ولې دومره حریص شئ، چې د غریب له جېبه پرته له فیسه درې څلور ځایه پیسې وهئ؟؟ مقصد د خیر اوشر په ورځ د ذرې ذرې په اندازه حساب او کتاب شته دی.