Homeخبرونهملا محمد یعقوب: هوایي ډزې له بیت المال، نظام او حکومت سره...

ملا محمد یعقوب: هوایي ډزې له بیت المال، نظام او حکومت سره خیانت دی

تاند (جمعه، د سنبلې ۱۲مه) — د طالبانو د لوی مشر مرستیال ملا محمد یعقوب وایي، هوایي ډزې له بیت المال، نظام او حکومت سره خیانت دی.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي احمد الله وثیق په خپل ټوېټر د ملا محمد یعقوب له قوله لیکلي چې که بیا څوک ډزې وکړي، بې وسلې او بندي دې شي.

ښاغلي وثیق لیکلي، «د هوایي ډزو په اړه د اسلامي امارت د مرستیال مولوي محمد یعقوب مجاهد قاطع حکم او خبرداری: آینده که هر څوک هوایي ډزې وکړي، بې وسلې او بندي دې شي. هوایي ډزې له بیت المال، نظام او حکومت سره خیانت دی.»

نن ماښام په کابل کې د هوایي ډزو له امله ډېرو خلکو په ټولنیزو رسنیو سخت خفګان څرګند کړ او په کابل کې د ایمرجنسي روغتون تازه عکسونه ښیي چې د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه د هوایي ډزو له امله ټپي شوي کسان د درملنې لپاره ور وړل شوي دي.

تر دې مخکې به، د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود پلویانو کال په کال د سنبلې په میاشت کې د هغه د تلین په مناسبت هوایي ډزې کولې او د کابل ښاریان به یې زورول، وهل او ټپي کول، چې نن هم د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو د نننیو ډزو عاملین هغوی ته ورته وبلل.

3 COMMENTS

  1. خبره خو دا ده چی:
    د وروستیو سلو کلونو په اږدو کی ( د نن ورځی په ګډون ) ټولو نړیوالو قمار بازانو او د هغوی فکری نوکرانو د مؤقتی بریالیتوب په هوَس زموږ په ابائی مېنه کی هوائی ډزی کړی دی او عام وولس ددې هوائی ډزو ( هم د فلزی مرمیو په بڼه او هم د تبلیغاتی مرمیو په بڼه ) قربانی سوی دئ.

  2. مونږ دا کړنې په کلکو ټکو غندو او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کوو او هغه ملایان چې د ممبر په سر ددوی لپاره تبلیغات کوی وایو چې اینده مو وسنجوی دا خلک به ځی او راځی تاسو باید دوی ځان ګډ نکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...