تاند(جمعه، د سنبلې ۱۲) د طالبانو د ویندوی ذبیخ الله مجاهد او نورو چارواکو له بیا بیا غوښتنو سره سره بې هدفه هوايي ډزې روانې دي.
په تېرو کلونو کې د هوايي ډزو له کبله د یو شمېر خلکو د مرګ ژوبلو راپورونه ورکړای شوي وو او ډېر احتمال شته چې دا ځل هم د ډزو په نتیجه کې بېګناه خلک ووژل شي.
د طالبانو له لوري ملت ته د وضاحت نه ورکولو له کبله هر وسله وال د توپک خوله اسمان ته نیولې او هوايي ډزې کوي. څوک وايي طالبانو پنجشېر نیولی ځکه هوايي ډزې کوي او څوک وايي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده کابل ته راغلی او ځینې نور وايي چې ملا عبدالغني برادر د دولت رييس ټاکل شوی ځکه هوايي ډزې کېږي.
د ټکنالوژۍ په دې عصر کې له څو ساعته ډزو وروسته لا هم ښاریان نه پوهېږي چې څوک ډزې کوي او ولې یې کوي؟
طالبان وايي د پنجشېر په ګډون یې ټول هیواد تر کنټرول لاندې دی
تاند(جمعه، د سنبلې ۱۲) رویټرز خبري اژانس د طالب سرچینو په قوال وايي چې طالبانو د افغانستان خاوره اوس په بشپړ ډول په کنټرول کې لري.
رویټرز وايي چې د پنجشېر ولایت له نیولو وروسته طالبان په کابل کې هوايي ډزې کوي خو د تاند له معلوماتو سره سم یوازې په کابل نه بلکې په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د پنجشېر د نیولو په خوشالۍ کې هوايي ډزې روانې دي.
طالبانو لا هم رسماً نه دي ویلي چې پنجشېر یې نیولی دی. تاند ته د رسېدلیو معلوماتو له مخې، طالبانو په پنجشېر کې پرمختګ کړی خو د ولایت د مرکز بازارک په شمول یې د پنجشېر ټولې سیمې نه دي نیولي.
ملاعبدالغني برادر د افغانستان د دولت ريیس په توګه اعلان شو
تاند(جمعه، د سنبلې ۱۲) په کابل او یو شمېر نورو ښارونو لکه جلال اباد او کندوز کې وروسته له دې هوايي ډزې پیل شوې چې ملا عبدالغني برادر د افغانستان د دولت رييس اعلان شو. خو ځینې نورې سرچینې وايي چې دا ډزې په دې خاطر دي چې طالبانو پنجشېر په بشپړ ډول ونیوه.
د
ډیرو خلک فکر کوي چې دا ډزې د طالبانو له لوري د پنجشېر د نیولو په خاطر دي خو په پنجشېر کې د مقاومت په نوم جبهه وايي چې پنجشېر یې له لاسه نه دی ورکړی.
د دې جبهې مشر احمد مسعود پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې «پاکستاني رسنیو اوازې خپرې کړي چې ګواکي پنجشېر فتح شو خو دا دروغ ده. د پنجشېر نیونه به په پنجشېر کې زما وروستۍ ورځ وي…»
د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح هم ویلي چې په پنجشېر کې دی خو ستونزې تاییدوي.
صالح هم خپلو پلویانو او هم طالبانو ته مرګ ژوبلې تایید کړي او د طالبانو له لوري فشار یې هم منلی دی.
«شک نشته، چې حالات سخت دي او تر قوي بریدونو لاندې يو؛ خو مقاومت ادامه لري.»
د طالبانو درې سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اوس یې ټول افغانستان په کنټرول کې دی.
په پنجشېر کې د طالبانو د وسله والومخالفانو ځینو مشرانو تایید کړې چې طالبانو پریان ولسوالي نیولې ده او د بازارک په لور یې څه نا څه پرمختګ کړی دی. بازارک د پنجشېر ولایت مرکز دی.
طالبانو له خپلو پلویانو وغوښتل چې هوايي ډزې ودروي.
د دې خبر نور جزییات وروسته همدلته وړاندې کېږي.