جمعه, مې 17, 2024
Home+بې بڼکو وزرې / ولي الله ملکزی

بې بڼکو وزرې / ولي الله ملکزی

 د اګست په پنځلسمې، د امریکا یوه بوینګ سي ۱۷پوځي الوتکه د قطر د العُدَید په اډې کې ښکته شوه چې ټایرونه یې د ښایستوکي ۱۹ کلن افغان فوټبالر، ذکي انوري په وینو ککړ پکړ وو. په دغې الوتکې کې زموږ ۸۲۳ تنه ګیچ او ترهیدلي وطنداران یو د بل په تخرګ کې ننوتي وو؛ نه ور سره د کورونا ویره وه او نه د محرم او نامحرم ترمنځ د واټن اندیښنه. د حامد کرزي د هوايي ډګر څخه پورته کیدل او د فارس خلیج د رڼو اوبو د پاسه پرواز، د پل صراط بڼه خپله کړې وه. ښایي دوئ به انګیرله چې یوې خوا ته د څلورو لسیزو په تنور کې وریت شوی افغانستان دی او بل پلو ته د غربي نړۍ د ټولنیز عدالت او مزو ګزو خیالي جنت.

دوه اونۍ وشوې چې له یو کمکي ولایت پرته، ټول هیواد د طالبانو د اسلامي غورځنګ د زمبر لاندې دی. خو بیا هم د نړۍ د معتبرو رسنیو د سر خبر، د دوئ عسکري بری او د افغانستان ګونګه راتلونکې ده. د طالبانو دوهم ځل واکمنۍ، عربي نړۍ په دوو قطبونو ویشلې ده. یو د جهادي فکر، اخواني ذهنیت او د فلسطین او اسرائیلو په تاریخي لانجې کې د امریکا د سیاستونو مخالف عربان دي. دوئ بلا ناغه ځموږ د سیمې د مذهبي ګوندونو په څیر، یو بل ته مبارکۍ ورکوي او نقل او پتاسې شیندي.

بل لوري ته د امریکا، پیرنګیانو او فرانسې سیمه ایز انډیوالان دي چې د پشکال د سیلاب په څیر، د طالبانو ګړندۍ سوبې ښه سم دم وار خطا کړیدي. شتمن عربي هیوادونه د خپلو اندیښنو لپاره دوه منطقي لاملونه لري: لومړی دا چې دوئ فکر کوي که امریکا خپل برکتي لاس د هغوئ له سرونو څخه پورته کړي، نو د ښاغلي اشرف غنی د فاسدې ادارې په شان به دوئ هم تالا ترغۍ شي. دوهم یې د عربي ورځپاڼو تبصرې دي چې « غربیان داسې دوستان دي چې یار له کوڅې تیروي او رنګ یې هیروي».

اوس چې دولت ړنګ شو، نو د جنګ تبه هم سړه شوه او سوله راغله. ولی د نا لیدلي دښمن سره د ډغرې سکروټې لا هم بلې ښکاري چې د هوايي ډګر د تیرې ورځې خونړۍ پيښه یې د ګواهۍ لپاره کفایت کوي. پخوا به هره ورځ په متوسط ډول، د دواړو خواو څخه دوه سوه تنه ځوانان د جګړې د ښامار له ستوني تیریدل. خو په تیرو دوو هفتو کې د طالب ویاند له قوله؛ په هیڅ جبهه کې د چا پوزه هم نه ده سره شوې. له دې امله، نور د غالب او مغلوب د اصطلاح کارول،‌ کوهاټ ته د مالګې د وړولو مانا لري. باید چې فتوی له سنګر څخه بیرته منبر ته ستنه شي او د خپل ولس سره د ټوپک د شپیلۍ په ځای، د ملي مصلحت لهجه خپله شي. له دې وروسته د جنګ او جهاد ترانې، د وینو دلالي ده. افغانستان نورو اتلانو او مارشالانو ته اړتیا نه لري.

د هیواد وروستي ۴۳ کلونه د لسو واکمنانو «محمد داود، تره کي، امین، کارمل، نجیب الله، مجددي، استاذ رباني، ملا محمد عمر،‌ کرزي او اشرف غني» واک ته د رسیدو او لیرې کیدو شاهدان دي. سره د دې چې دغه پير ډیر خونړی او د تاریخ یو عیبجن انځور دی، خو تسلسل یې درلود او بې دمې روان وو. ولی دا لومړی ځل دی چې دوه اونۍ وشوې مګر د حکومت څرک نه لګي. که د چا په تندي کې د سجدو تور محرابونه هم وي، نو د سود سودا بدله یې له آخرت سره تړلی ده. ولسونه په ایډیالوژیو او شعارونو نه خوشحالیږي،‌ بلکې دوئ امن، عدالت، اعتدال، کار او آسانتیاوې غواړي. په داسې یو ترینګلي چاپیریال کې لږه سیاسي بد پرهیزي، د غټې انساني غمیزې لامل ګرځي.

ښاغلي ذبیح الله مجاهد په خپل لومړني مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې موږ د غچ له پالیسۍ سره خدای په اماني کړې او هر ډول رغوونکې نیوکې او مشورې ته سترګې په لار یو. قرآن کریم مؤمنانو ته داسې فرمایي ( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا – الله تعالی تاسې امر کوي چې امانتونه خپلو څښتنانو ته وسپارئ) نو تر ټولو لوی امانت، د رعیت پالنه، کار خپل اهل ته سپارل، د ملي ارزښتونو مراعت کول او د وګړو د شخصیت درناوې کول دی. د ابو داود روایت دی چې حضرت پیغمبر (ص) فرمايي‌ « أنْزِلوا الناسَ مناِزلَهَم – له خلکو سره د هغوئ د حیثیت او اهلیت پر بنسټ ګوزاره وکړئ».

د افغانستان د نفوسو ۶۳ سلنه ځوانان او عمرونه یې له ۲۵ کلونو څخه کم دي. دوئ د ټولنیزو رسنیو سره همدومره اشنا او روږدي دي، څومره چې ښاري ماشومان له چوشک سره ویده کیږي او بیداریږي. نن د هر چا په جب کې یو خبري آژانس او یو ټلویزیوني چینل پروت دی. هره وړه او زړه واقعه د سترګو په رپ کې پرته له کوم سانسور او مراقبت څخه، له سډني څخه تر نیویارک او له سایبریا څخه د امازون تر پراخو ځنګلونو پورې رسیږي. همدا رنګه تر ټولو مهمه دا ده چې الله تعالی پخپل کتاب کې ښځې او نر ته د برابر او پوره انسان خطاب کړی او د ثواب، عذاب او رضا معیار یې تقوی په نښه کړیده. میرمنې باید په هیڅ ډګر کې له پامه ونه غورځول شي،‌ ځکه دوئ د دې هیواد نیمه برخه ده.

د اشرف غني او عبدالله عبدالله د نیم زالې او غیر متجانسې واکمنۍ حال خو دا وو چې په خبره یې چا پیاز هم نه خوړل. د فاریاب د والي پسې د بابا دوستم د کفن کشانو لښکر راووت او بیچاره ګې په مڼده بیرته کابل ته راغی. طالبانو د کابل لپاره خپل والي، د کار په شپږمه ورځ له دندې ګوښه کړ خو د چا له خولې سپوڼ هم ونه خوت. د سترو امپراطوریو د زوال او عروج تاریخ په ګوته کوي چې نظامونه او دولتونه تل له داخل څخه ړنګیږي. که څوک غواړي چې د ځواکمنو پاچاهییو د کنګال کیدو لاملونه ومومي، نو د ډاکټر محمد محمد حسین « حُصُونُنَا مُهَدَّدَةَ مِن الداخل – ځموږ ماڼۍ او قلعه ګانې له داخل څخه د نړیدو له ګواښ سره مخ دي» کتاب دې ولولي. افغان حکومت هم، د نا اهلو پرکټو د میم زر ما ټوله ځما ناندریو، د ژبې او قوم بوئ ناکو نارو، من افغان نیستم شعارونو او مالي او اخلاقي پساتیو تسمه تسمه کړ.

په ښاغلي اشرف غني تور دی چې د ملک څخه د تګ په مهال یې په شین لیکو بوجیو کې ۱۶۹ ملیونه ډالره له ځانه سره وړې دي. که چیرې رښتیا وي؛ نو غټ غدر یې کړې او باید له ګریوانه ونیول شي. دې جناب به د ناکامو دولتونو د جوړولو نسخې لیکلې، مګر خپل ملک یې واسکټ واسکټ ترشا پریښود. په عین حال کې، ډیرې څارونکي باور لري چې د کابل جان د بیا ورانۍ او د زرګونو وطنوالو د مرګ د مخنیوي لوبه یې د شاباش وړ ده، کنه نو د رقص مرده او میخونو د ټک وهلو کیسې به بیا تکرار شوې وې.

په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان لوې اکثریت په ناګڼلو کې حسابیده او وفادار لږه کي په دوئ واکمن او هستمن شول. په یادې مودې کې یواځې د امریکا متحدو ایالتونو، هره ورځ‌ درې سوه ملیونه ډالر مصرفول چې له دوه ټرلیونو څخه اوړي، خو پایله یې پرانیستې کتاب دی. بلې، ډیر څه وشول، پریمانه لاسته راوړنې لرو، خو دریغه دریغه؛ افغانستان د ګردې نړې په هیوادونو کې ناسکه او نیستمن هیواد دی.

بچې د باز وي که د ټپوس؛ تر هغې د الوتلو وړتیا نه لري ترڅو یې وزرې له بڼکو ډکې شوې نه وي. دلته ډیموکراسي د هغه چا په اوږو سپره راغله چې د قلم په ځای یې ټوپک په لاس کې وو او د ځینو خو د څنګلو په ځای، د تخرګونو پورې لاسونه په وینو سره وو. دغه خلک د ملت په منځ کې رټل شوي او د زعامت وړتیا یې نه درلوده. د ناصر خسرو خبره د کاڼی کرښه ده چې « از ماست ، که بر ما ست». همدا شان فکر کوم د لندن څخه د خپریدونکې معتبرې ورځپاڼې، آبزرور د اګست په درویشتمې نیټې دا خبره هم پوره وزن ولري چې لیکلي یې دي « هغه څه چې په افغانستان کې پيښ شول هغه د غرب لپاره د اخلاقو او ډیموکراسۍ تاریخي ماتې ده».

2 COMMENTS

  1. سلام
    «هغه څه چې په افغانستان کې پيښ شول هغه د غرب لپاره د اخلاقو او ډیموکراسۍ تاریخي ماتې ده» تا دغه موضوع دیوه ماهر لیکوال به توګه رابرسېره کړې ده ستا لیکنه به مجموع کې دیر مثبت فرهنګی او فکری اړخونه لری ستا بحث احساساتی نه دی ځکه تا ملی او اسلامی ارزښتونو ته ګوته نیولی چې د ولس ګټې ، عدالت ، انصاف او سیاست په کې نغښتې دی او دمکرجنو اقتصادی بندیزو نو لپار ستر جواب خوپوښتنه داده چې غرب دکومو اخلاقو او د کومې دموکراسی خبرې کوی مخکې له دې چې پر ماتې یې بحث وکړو. راخی دغه اخلاق په یوډېر لنډ مثال کې وڅېړو : ملګرو ملتو، المان او یو شمېر دموکراسی پلوو هېوادونو دبن په ککړه معاهد ه کې کوم اخلاق عملی کړ ل چې موړ یې نه پېژنو؟ایا پایله یې دامرالله ،ګلم جم رشید، معلم عطا محمد او دغنی احمدزی تېښته نه ده . کلینر امرالله دملت ستر برخلیک فسبو کی کړی وه زه تاسره منم چې ګوربت (باز) او ټپوس ډیر توپير لری. نیم زالیتوب او غیر متحانس فکرونه او عددونه له دولسو صفرونو سره= تریلیونن لاړل درنهایت دهر فرعون لپاره موسی شته.

  2. ښاغلی ع، شریف زاد
    ښې چارې. زه ستا د ارزونې قدر او ننګه کوم.
    یو جاپانې متل دی چې « په وریجو کې له سپین کاڼي څخه ډار په کار دی» د مقالې د اوږدوالي د مخنیوي پخاطر، ما یواځې د کنایو او استعارو په کارولو سره اکتفا وکړه ترڅو د لوستونکو حوصله ټکنۍ نه شي. کوم بنده ګان چې تا یې نومونه یاد کړل، نه یواځې دوئ بلکې د هغوئ د دسترخوان په سلګونو یاران، د دغه ناورین خس او خشاک دي. شاید ځینو لوستونکو ته به ځما یوه پخوانۍ مقاله په یاده وي چې ما په کې د خالص بابا د خبرې یادونه کړې وه. زه هغه مهال د پوهنتون محصل او هلته حاضر ووم. هغه وویل « دغه رهبران اوښان په بډه وهي او د دې معاهدې څخه ما ته د وینو بوئ راځي». ځکه دغو مشرانو د ملي مشرتابه ځانګړتیاوې نه درلودې، له هر چا سره جوړې جاړې ته حاضر او هرې نښې ته یې د ټوپک د جري او جوک له زاويې څخه کتل.
    د بهرنیو مهربانۍ او یارانې تل د خپلو ملي ګټو پورې تړلې وي او زه یې ملامته نه بولم. دا یواځې موږ یو چې همیشه ملي ارزښتونه او د هیواد ګټې د خپلو عقدو او ناچیزو شخصي مصحلتونو څخه قربانه وو. موږ بیا بیا له همدې کورنۍ سوړې څخه چیچل کیږو، خو عبرت ترې نه اخلو.
    مننه، ملکزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب