جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد کابل هوايي ډګر د وروستۍ پېښې د قربانیانو شمېر له ١٧٠...

د کابل هوايي ډګر د وروستۍ پېښې د قربانیانو شمېر له ١٧٠ کسانو واوښت

تاند(شنبه، سنبلې ٦)- راپورونه وايي، چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د پنجشنبې د ماښام د چاودنو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۷۰ کسانو واوښت.

سي بي ايس او سي اين اين تلويزيونونو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چارواکو له خولې وايي، نوې شمېرې د مخکينيو هغو پرتله چې سل تنه ښودل شوي وو، په ډېر توپیر سره لوړ دي.

په وژل شويو کسانو کې نږدې ١٣ امریکايي سرتېري هم شامل دي.

سي بي. اېس دغه راز وايي، په دغو چاودنو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د دې حملې مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.

په ورته مهال د امریکا متحده ایالتونو پوځ ۤتېره شپه په ننګرهار ولایت کې پر داعش ډلې د بې پيلوټه الوتکې برید کړی دی.د

امريکا په ننګرهار کې پر داعش ډلې د بې پيلوټه الوتکې برید کړی دی

امریکا پوځ وایي، چې په دغه برید کې هغه داعشی وژل شوی دی چې د کابل د هوایي ډګر د پنجشنبې ورځې د برید په پلانولو کې یې لاس درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب