جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهامریکا: د طالبانو په رسميت پېژندلو کې بيړه نه لرو

امریکا: د طالبانو په رسميت پېژندلو کې بيړه نه لرو

تاند(شنبه، سنبلې ٦) – سپينه ماڼۍ وايي، د طالبانو د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو لپاره بيړه نه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي خبريالانو ته وويل، چې امریکا او متحدین یې د طالبانو رسمیت پېژندلو لپاره کومه بېړه نه‌لري.

آغلې ساکي هغه اوازې رد کړې، چې ګنې امریکا د طالبانو حکومت رسمیت پېژندلو لپاره کوم پلان لري.

د طالبانو اسلامي تحریک له دې مخکې ويلي دي چې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون له ټولو هېوادوالو سره د متقابل احترام په نظر کې نیولو سره د اړيكو ټینګښت ته چمتو دي.

تراوسه هيڅ هېواد د طالبانو اسلامي تحریک په رسميت نه دى پېژندلى.

بريتانيا ويلي دي، چې د طالبانو د رسميت پېژندلو لپاره د دې ډلې خبرو ته نه بلکې عمل ته ګوري.

2 COMMENTS

  1. د دوباره راوستلو طالبانو رسمیت پیژندلو ته امریکا ضرورت ځکه اوس نه لیده کیږی چی د خپل کنترول لپاره ئي خپل منافق وفاداره غلام پنجابی پاکستان ته د کنترول دنده ورکړیدی او دی ځل به طالبان د امریکا مقابل کښی اندکترین د مخالف اقدام جرأت ونکړۍ شی ، که شورای نظار هم ورسره یو ځای شی نو د طالبانو ، شورای نظار او کرزی او ګلبدین غلامانو حلقه به مؤقتی تکمیله شی او امریکا بیا په راحت سره خپل شوم پلانونه عملی کولای شی !!!!

  2. د امريکا پلار به يې هم مني که طالب له مغزه او د وطن د ګټو لپاره خپل واک نه کار واخلي،دا وطن په نړۍ کې د خدای له نعمتونو ډک ده، دلته په تریلیونو نو زخيرې پرتې دي، يا به چين را مخته کيږي يا روس او دا امريکا ته د منولو نه ده، نو طالب ته پکار ده چې اوس له يو سالم فکر نه کار واخلي نه له وحشت او دوښمن ته غلامي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب