Homeخبرونهطالبانو د مخکيني دولت کارکوونکو ته خبردارى ورکړ

طالبانو د مخکيني دولت کارکوونکو ته خبردارى ورکړ

تاند (شنبه، سنبلې ٦)- د طالبانو اسلامي تحریک د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت کارکوونکو ته خبردارى ورکړ چې ټول دولتي امکانات او توکي اړوندو ادارو ته وسپاري.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د مخکيني دولت کارکوونکي دې په خپله خوښه په يوه اونۍ کې ټول دولتي توکي، وسايط، وسلې او مهمات اړوندو ارګانونو ته وسپاري.

خبرپاڼه زياتوي، طالبانو پر وخت د دغو توکو د نه سپارلو په صورت کې خبردارى ورکړى چې دا کسان به د کشفي ارګانونو لخوا تعقیب، کشف او تر قانوني چلند سره مخ شي.

ياده دې وي، چې له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي چې طالبانو له دغه خبرداري لا مخکې د ځينو چارواکو کورونو ته ننوتي او دولتي توکي يې ترې وړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...